جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل ته د حقانیه مدرسې د سمبالونکي ملا حامد الحق سفر

کابل ته د حقانیه مدرسې د سمبالونکي ملا حامد الحق سفر

تاند (سې شنبې د حوت ۸ مه) د پښتونخوا په اکوړه خټک کې د مشهورې مدرسې حقانیه دارالعلوم نایب مهتمم مولا حامدالحق چې د طالبانو په «معنوي پلار» د مشهور شوي ملا سمیع الحق زوی دی، د خپل ګوند ( جمیعت علمای اسلام پاکستان س د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر تللی.

د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ویلي، چې دغه پلاوي له مولوي کبیر سره په کتنه کې ، په افغانستان کې د« اسلامي نظام» په ټینګښت خوښي وښوده او د افغانستان او پاکستان ملتونه یې ورونه یاد کړل.

نوموړي وویل، چې دواړه ملتونه ګڼ اسلامي، فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري.

هغه د دواړو هېوادونو اړیکي مهمې او ګټورې وبللې او ویې ویل، د پاکستان علماء او ولسونه د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي.

نوموړي د افغانستان د شتمنیو په کنګل کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډول یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې د پوره کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ وزغملې.

هغه وویل، د دوی اسلامی امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه هېچا ته ګواښ پېښ شي.

دغه طالب چارواکي د اړیکو په رغښت کې د علماوو ونډه مهمه یاده کړه او ویې ویل، چې دا مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه نه ورکول کېږي.

پر افغانستان د واکمنو طالب چارواکو یوه لویه برخه یې د هغه د پلار په مدرسه کې روزل شوي او د هغه د افراطي افکارو پیروي کوي.
حامد الحق، پر کابل د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ویلي وو، دوی خوشاله دي چې د مدرسو فارغان یې پر افغانستان واکمنان شوي.

6 COMMENTS

  1. افغانستان له پاکستان سره هیڅ فرهنګی ،اسلامی ،او ټولنیز ارزشونه نلرې پاکستان یو غلام بې فرهنګه او بی کلتوره مملکت ده له همدې وجی افغانستان باید له یو پلیت او بی ارزشه ملک سره تشبی نشې

  2. څوک واېې چی پاکستانېان او افغانان ورونه دی ؟ دا ېوه مطلقه غلطه ادعا ده . تور سپی می ورور ښه دی نه پاکستانی . همدغه د سمېعالحق ځوی به هم د پاکستان د استخباراتو معاش خور وی ، لعنت دی وی په دغو مسلمانانو.

  3. ډیره لویه پيښه ده. ملا د ملا سره ولیدل. په جماعت يې لمونځ وکړو. فلسطین ته يې دوعا وکړه او د ښځو د ستر د فلسفې په اړوند يې هم داسې بحثونه وکړو چې د اسمايي غر ورسره وخوځیدو.

  4. دا خلک چې څه کوي بېخي منافقینو ته ورته دي. اصولا او قاعدتا باید دغه ملایان له هبت الله سره د امیرالمؤمنین په توګه بیعت وکړي او هغه خپل امیر اعلان کړي. له هغه وروسته، که دوی واقعا هم ریښتني وي، باید چې په پاکستان کې د هغه هېواد د پوځ پر وړاندې چې د لکونو لر او برو افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي، جهاد اعلان کړي. په دې توګه باید د هبت الله په مشرۍ امارت تر کراچۍ او پنجاب پورې وغځوي. دا د شریعت غوښتنه ده. او که هسې چټي په غولو کې ډکي وهي، بیا هسې غول خوري چې افغانستان ته راځي. والسلام

  5. دا ملایانو ته وا بیغمه اوسی ملابرادر ستاسي خوټي داسي دروتړلې چي هرڅه خړی پړی وکړی نور افغانان د پاکستان د لاري تجارت نه کوي نور موږ ایران انتخاب کړی تاسي او امریکا شه سره پوهیږی.
    د طالبانو څخه هیله کوو چي خپل دریز کلک ونیسي دا د پرنګي زامن خپله سړي کیږي پر دی نر نه وو اوښتی

  6. په نوي راپور کې په اسلامي مدرسو کې د پښتنو ماشومانو جنسي تیري افشا شوه!
    په شمال لویدیځ سرحدي سیمه کې اسلامي مدرسې د برتانوي استعماري حکومت د علماوو لخوا جوړې شوې وې، چې په بشپړ ډول ریښتیا ده. پداسې حال کې چې اسلامي عالمانو د برتانوي هند پلوه تمایل درلود او اکثراُ مدرسو د برتانوي سامراج ملاتړ ترلاسه کړی وو، کیسه ډیره پیچلې ده. خوبرتانویانو ډیری وخت دې سیمو ته د افغانستان سره د نږدېوالي او د ازادئ د احتمال له امله د شک په سترګه ليدل، او پداسې حال کې چې دوی د ځینو سیمه ایزو مشرانو، او د مذهبي شخصیتونو سره دوستانه اړیکه درلوده،
    په ۱۹۴۷ کال کې، وروسته له هغه چې برتانوي ځواکونه له هند څخه ووتل، د پاکستان نوی جوړ شوی هیواد د برتانوي هند په نقش قدم روان شو. اود حقانیه مدرسه، چې د دارالعلوم حقانیه په نوم هم پیژندل کیږي، د پاکستان په اکوړه خټک کې په ۱۹۴۷ کال کې جوړه اوتاسيس شوه . او د مستند فلم له مخې، په پاکستان کې یو له پخوانیو او مشهورو اسلامي مدرسو څخه ده. دا مدرسه د شمال لویدیځ سرحدي ولایت کې موقعیت لري، د خیبر دره څخه شاوخوا دوه ساعته ختیځ ته، د لویې لارې څخه لرې.

    مانسهره: د مدرسې یو عالم د ۱۲ کلنې زده کوونکې سره د جنسي تیري په تور نیول شوی
    ۷۸ کاله وړاندې، د پنجاب پوځي حکومت د قبایلي ځمکو د نیولو او کلتور له منځه وړلو لپاره د یوې منظمې هڅې په توګه د پښتنو ماشومان لرې پرتو مدرسوو ته واستول. د دې مدرسولسګونه یې د جماعت اسلامي یا د هغې ملګرو لخوا اداره کېدل. د یوې نادولتي موسسې پلټنې په ګڼ شمېر اسلامي ادارو کې د دې ماشومانو د نسلونو پراخه جنسي تیري څرګنده کړه.
    د دې ناوړه جنسي تيريواوګټه اخیستنې په پایلو کې، کوم چې دماشومانو دسختی غوسې اورواني ستونځولامل کیږي، په هر وخت کې د ویرې بنسټیز حالت، د خوښۍ یا جوش احساس کولو توان نلرل
    په احساساتي توګه کنګل کيدل؛ د هیڅ احساساتو احساس کولو توان نلرل، په احساساتي توګه ډیر بی احساسه؛ په یو وخت کې د هرڅه احساس کول تر دې حده چې د فشار لاندې راشي،
    د احساساتو په الفاظو کې د بیانولو توان نلري
    ټول احساس یا هیڅ احساس کړئ، د اعتدال کولو لږ وړتیا سره د بدلون یا فشار سره د مقابلې توان نلرل،
    د نږدې ۱۰۰ کلونو لپاره، برتانویانو او پاکستان لومړی د قبایلي ځمکو د غصب او د پښتنو کلتور له منځه وړلو لپاره د یوې منظمې هڅې په توګه د عصري ښوونځیو پرځای لرې پرتو اسلامي مدرسو ته پښتانه ماشومان واستول. لسګونه دا مدرسې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یا د هغې ملګرو لخوا چلول کیدې.
    دواړه جمعیت علمای اسلام په پاکستان کې د ټولو مدرسو له ۶۵ سلنې څخه ډیرې اداره کوي.
    په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او جمعیت علمای اسلام (س) څخه شاوخوا ۳۰،۰۰۰ افغان زده کونکي په افغانستان کې د طالبانو غورځنګ سره یوځای شول.
    د رسنیو لخوا یوې نوې څیړنې په ډیری دغو ادارو کې د دې ماشومانو د نسلونو پراخه جنسي ناوړه ګټه اخیستنه څرګنده کړې ده.
    دا موږ ته کیسه بیانوي. او یو خبرداری:
    دا راپور د ۱۰۰ څخه زیاتو ملایانو، مولویانو او امامانو لخوا د ۱۰،۰۰۰هاوزره څخه زیاتو ماشومانو د جنسي تیري مستند کوي.
    په هرصورت، کارپوهان پدې باور دي چې دا شمیره شاید د پام وړ کمه وي.
    زموږ لپاره، دا د پښتنو په سیمو کې د ملي جرمونو یوه پراخه صحنه ده، او زموږ د کورنۍ غړي، زموږ پښتانه خپلوان، د حقیقت پوهیدو مستحق دي.
    دا یوه ډیره مهمه مسله ده، او په دې اړه ډیر کار لا دمخه شوی دی. موږ هیله لرو چې پرمختګ وکړو او په دې اړه نوې رڼا واچوو.
    او هغه څه چې موږ په خپل تحقیق کې وموندل د ۱۹۴۷ او شلمې پیړۍ ترمنځ په مدرسو کې د ملایانو، مولویانو او امامانو لخوا د ترسره شوي جنسي تیري کچې په اړه نوي توضیحات وړاندې کړل. ډیری ناوړه ګټه اخیستنه په لارپښتنو او بارپښتنو کې وشوه او په زرګونو پښتانه ماشومان پکې شامل وو. متخصصین په دې باور دي چې دا یوازې د یخ کندې یوه برخه ده، چې ناوړه ګټه اخیستنه زموږ د موندلو په پرتله خورا پراخه او ژوره وه. مګر ریکارډونه متضاد او نیمګړي دي. دا هغه څه دي چې موږ په خپله څیړنه کې وموندل.
    موږ د پښتنو ماشومانو په اړه خبرې کوو، له کوچنيانو څخه تر تنکي ځوانانو پورې، په څو نسلونو کې، په ورته مدرسو کې، او د څو ناوړه ګټه اخیستونکو سره.
    هغه پوښتنه چې هیڅکله ځواب نه ده ورکړل شوې دا ده چې ولې د دې ژوندي پاتې شویو څخه ځینې د دومره اوږدې مودې لپاره چوپ پاتې شول.
    ولې د زده کونکو ډیری برخه د دې ټولو ناوړه ګټه اخیستنو په اړه چوپه خوله وه؟
    د دې مدرسو ډیری ژوندي پاتې شویو ته ویل شوي وو چې که دوی چا ته ووایی، نو دوی به ځورول کیږي او ویل کیږي چې خدای به دوی سره مینه نه کوي، یا به دوزخ ته ځي، یا به دوی ته ډیره سخته سزا ورکړل شي.
    د دوی د کیسو ویلو څخه ډیره ویره شتون لري.
    ولې د خیبر پښتونخوا حکومت تل چوپ پاتې کیږي،
    یا د موضوع د ګرمېدو وروسته، هرڅه ارام کیږي او مجرمین او جنسي تیری کوونکي ملایان، مولویان او امامان خوشې کیږي، آزاد ګرځي او بیا پیل کوي، او ډیر محتاط او ښه پلان شوي، بیا دوام ورکوي،
    دا د دې ډول ناوړه چلند یو له بدیو څخه خبرې کوي.
    خو خبریالان د لسیزو راهیسې د مدرسې لخوا د ماشومانو د ناوړه چلند په اړه په ملي کچه خبرې کوي. تاسو ولې فکر کوئ چې د پښتنو په ځمکو کې د پیښو ته د پاملرنې لپاره دومره وخت نیول شوی؟
    خبریالان وايي چې پښتانه دا شیان پوهیږي. په دودیز ډول، موږ د غفلت، فزیکي ناوړه چلند او جنسي ناوړه چلند ترمنځ توپیر کوو – که څه هم دا وروستۍ اصطلاح په حقیقت کې نامناسبه ده ځکه چې دا د “جنسي موږ” شتون په ګوته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...