Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: د ۸ میلیارده افغانیو پروژې مو منظورې کړې

د ملا برادر دفتر: د ۸ میلیارده افغانیو پروژې مو منظورې کړې

تاند (چارشنبه، د حوت ۹ مه)  د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د دوی د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا اته میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.

د ملا برادر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شوي، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی.

په منظور شویو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارې پشپړېدل، د کابل ښار د ځینو داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او ځینې نورې پروژې شاملې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

طالب چارواکي وخت پر وخت د داسې پروژو د منظوریدو خبر ورکوي، خو وروسته یې د عملي کېدو او پایلو په اړه څه نه ویل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...