شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه ۱۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د کمپاین ځنډیدل

په ۱۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د کمپاین ځنډیدل

تاند (چارشنبه، د حوت ۹ مه) راپورونه وایي، چې په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په لسو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین پیل شوی کمپاین ځندیدلی.

دا خبره، له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، که څه هم د افغانستان په ډیرو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون روان دی، خو د واورو، باران او سړې هوا له امله په کاپیسا، پروان، رزګان، زابل، هلمند، کندهار، غزني، خوست، هرات او فراه ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ځنډول شوی دی.

د یاد شوي پروګرام مسوولینو په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې له واکسینه محروم شوي ولایتونه بیا کله دا واکسین پيلوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې لا هم پکې پولیو یا ګوزڼ ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد څه موده مخکې هیله مندي وښوده چې روان کال به افغانستان له پولیو څخه پاک هېواد اعلان شي.
یو شمېر څارونکي هم په دې برخه کې لاسته راوړنو ته هیله من دي او دلیل یې له طالبانو سره په دې برخه کې د دوی د ملاتړو ملایانو همکاري ګڼي.
د دوی په باور، مخکې د پولیو د واکسین پر وړاندې یو خنډ د طالبانو وسله وال فعالیتونه او هم د دغه کمپاین پر ضد د دوی د ملاتړو تبلیغات وو چې اوس دواړه خنډونه لیرې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب