Homeخبرونهایرلنډ سره د افغان کرکټ لوبډلې ټیسټ لوبه نن ۱۰ نیمې بجې...

ایرلنډ سره د افغان کرکټ لوبډلې ټیسټ لوبه نن ۱۰ نیمې بجې پيلیږي

تاند (چارشنبه، د حوت ۹ مه) ټاکل شوې، چې له ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوازېنۍ  ټیسټ لوبه نن د افغانستان پر وخت د ورځې لس نیمې بجې پيل شي.

دا لوبه به د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په ټولرنس اووال سټډيوم کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپټان حشمت الله شهیدي پرون په یوه خبري کنفرانس کې ومنله، چې  آیرلنډ یو سخت سیال دی، خو زیاته یې کړه چې دوی به د لوبې د ګټلو هڅه وکړي.

ایرلنډ او افغانستان تر دې مخکې یوه ټیسټ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې کړې وه چې هغه افغانستان ګټلې.

د افغانستان د ټیم کپټان حشمت الله شهیدي دی او د څو ځوانو لوبغاړو تر څنګ نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، رحمن الله ګربز هم په ټیم کې شته.

راشد خان او مجیب الرحمن چې د افغانستان دوه اصلي توپ اچوونکي دي په دې ټيسټ سیالي کې نشته.

په وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو زیات شمېر ټیسټ لوبې بایللي، چې د مینه والو منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ملي لوبډلې یوه لوبغاړي رحمت الله ګربز څه موده مخکې په یوه ویډیو کې چې د کرکټ بورډ له پاڼې خپره شوې وه، په دې بایلو خواشیني ښودلې وه او ویلي وو، چې دوی د خپل وس  مطابق د لوبو د ګټلو هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...