جمعه, مې 3, 2024
Home+که اوږد عمر غواړئ، ویې لولئ

که اوږد عمر غواړئ، ویې لولئ

ژباړه: مینه احمد 

له استثنااتو پرته ټول انسانان غواړي چې اوږد او صحتمن ژوند وکړي ، خو د ژوند اوږدوالی یا لنډوالی د انسان په خوښه نه وي.

په هغو هیوادونو کې چې پوره امن دی او د جنګونو له امله انسانان پکې نه مړه کېږي، هلته هم زیات کسان روغتیايي اصولو ته د نه پاملرنې، په خوراک کې د افراط یا د مضرو خوراکونو له کبله په مرګونو ناروغیو اخته کېږي او ورڅخه مړه کېږي. نو که تاسو غواړئ، چې بدن مو قوي پاتي شي او له ناروغیو خوندي وي، لاندې ټکې په پام کې ونیسئ:

  • ورزش وکړئ:

آسانه ورزش لکه هره ورځ ۳۰ دقیقې پلی تګ ستاسې زړه له ناروغیو ساتي.
د ۲۰۰۸ کال د یوې څیړنې پر بنسټ هره ورځ سخت ورزش لکه منډې وهل د انسان څلور کاله عمر زیاتوي ځکه چې ورزش د انسان په زړه، ذهن، اعصاب او میتابولیزم باندې مثبت اثر لري.

  • سګریټ مه څکوئ:
  • په دې خبره کې زړه ته شک مه درولئ چې سګریټ د مو عمر لنډوي. سګریټ په انسان کې د سږو او خولې د سرطان سبب کېږي.

 

  • له شرابو ځان وساتئ:
  • شراب څښل د نورو ډیرو ضررونو سربیره د انسان وزن له بې حده زیاتولو سره انسان پړسوي او د انسان اړیکې له نورو سره له منځه وړی.
  • له ملګرو سره چکر ووهئ:
  • څیړنو ثابته کړې ده چې د ملګرو او کورني نه شتون په انسان کې د زړه د ناروغۍ خطر زیاتوي. یوازیتوب د التهاب، ستریس او ژور خپګان سبب کېدای شي.د روغو کسانو لپاره تنهايي تر کولیسټرول او سګریټ هم زیاته خطرناکه ده.
  • میوه او سبزیجات استعمال کړئ:
  • د میوې او سبزیجاتو استعمال په انسان کې د زړه ناروغیو خطر ۷۶٪ کموي. میوه او سبزیجات انسان د سینې د سرطان خطر هم کموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب