ابن الوقت ته ورځچاری، اپرچونیست او فرصت طلب هم وایو.
په اول نظر داسې ښکاري چې فرصت طلبي په ټولنه کې عامه ده مګر عام ولس او کلیوال له دې کلمې سره چندان اشنا نه دي او نه په ولسي ژبه کې ورته معادله کلمه شته. وجه دا ده چې ابن الوقت معمولا په لوستو خلکو کې زیات پیدا کېږي. ابن الوقت هغه څوک دی چې د ریا په اساس له حالاتو د ځان په ګټه استفاده کوي او چې حالات بدل شي، دی هم خپله څرمن بدله کړي. عام او نالوستي کسان شاید په دوو دلیلونو له فرصت طلبي سره چندان اشنا نه وي. یو دا چې حالات سمدستي درک کول او ځان ورسره برابرول یو څه ډېر معلومات غواړي. بله دا چې له قدرت او سیاسته د منفي استفادې شوقیان ممکن فرصت طلبي ته زیاته مخه کړي او عام خلک هسې هم د سیاسي استفادو په چل چندان نه پوهېږي. البته، دوی له یوې بلې اخلاقي ناروغي سره، چې فرصت طلبي ته ورته ده، نااشنا نه دي او هغه غوړه مالي ده.
غوړه مال هم ریا کوي یعنې هغه څه چې وایي، باور یې ورباندې نه وي او بس هسې د شخصي استفادې لپاره بل تېر باسي. غوړمالي او چاپلوسي د بل د خوشامندو او بوټ پاکي له لارې وي. د بوټ پاک چې چا ته څه تمه وي، تر واقعي حد ېې زیات تعریفونه کوي او دا کمزوري خو کابو هر انسان لري چې په خپلو ستاینو خوشحالېږي او د عزت تنده عامه ده.
ډېر زورور او شتمن کسان داسې دي چې نور نو د ځان د مستقیم تعریف له اورېدو خوند نه اخلي، ځکه خپل تعریفونه یې زیات اورېدلي وي او بل تجربو پوه کړي وي چې ځینې کسان یې د خپل غرض لپاره ستاینې کوي. هوښیار غوړه مال په دې پوهېږي چې د زر یا زور خاوند په کومه خبره خوشحاله کولی شي. شاعر وایي:
د خان سپی یې له بل سره جوړه کړ
د خان سپی په جنګ کې مات شو بې له ځنډه
غوړه مال وې: افرین د خان په سپي شه
چې په نره یې ځان خلاص کړ ترې په منډه
غوړه مال معمولا د یو فرد د تېرایستلو کوښښ کوي او ابن الوقت د یوه واکمن چاپېریال. د غوړه مالي چل شاید ساده کسانو ته هم ورشي خو فرصت طلبي یو څه ډېر نوښت او ډېره چلبازي غواړي.
چې ابن الوقتي یاده شي ما ته تر نورو له مخه دوه داسې کسان سترګو ته ودرېږي چې د هېواد د تاریخ په دوو مهمو پېښو کې یې سمدستي د ځان بدلولو کوښښ وکړ. دوی دواړه ما پېژندل. یو پکې یو معلم و چې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه مې په دهمزنګ چوک کې ولید چې ترافیکي یې کوله. ارګ محاصره و، ډز و ډوز و او لارې ګډې وډې وې، ځکه اکثره ترافیک پولیس تښتېدلي وو. معلم صاحب د موټرو په تګ راتګ کې اسانی راوست. له ده هغه زلمي خوشحاله شول چې د کودتا پلویان وو. معلم صاحب که څه هم د دوی د ګوند غړی نه و خو څو ورځې وروسته د یوه مکتب مدیر شو. مدیر صاحب څو کاله پس خپل یوه دوست ته د هغې ورځې د ترافیکي په اړه ویلي وو چې دا نه معلومېده چې جګړه به څوک ګټي نو ما یو داسې کار ته لاس واچاوه چې که کودتا ناکامه شوې هم وای، تاوان مې نه کاوه او بلکې ویل به مې چې ما د نظم د ګډوډوونکو په خلاف د خپل وس په اندازه د نظم د ساتلو هڅه وکړه.
د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نېټه چې روسانو د حفیظ الله امین حکومت ړنګ کړ، په سبا مازدیګر یې یو ځوان د یوه پرچمي ګاونډي کور ته ورغی، ورته ویې ویل چې ګوندي ملګرو ته دې ووایه چې په تېر یو کال کې دې زه ګوند ته جذب کړی او په شریکه مو د امین خلاف مخفي مبارزه کوله. ګاونډي یې همدا کار کړی و او ځوان د دغو دروغو له برکته عمومي مدیریت ته ورسېد او په راورستو کلونو کې یې په میکروریانو کې کور پیدا کړ.
دغه دوه کسان له بدلو حالاتو سره سمدستي بدل شول خو یو نیم ورځچاری په خپل کار کې دومره ماهر وي چې سپږمو ته یې له ډېرې لرې فاصلې د راتلونکو حالاتو بوی ورځي. دوی آینده سنجوي او حالات ګوري چې کومې خوا ته روان دي. دوی د توفان مږې دي. په پخوا زمانو کې به وایي ماڼوګانو د دې لپاره چې په توفان کې یې بېړۍ نسکورې نه شي، له ځان سره مږې ساتلې او څارلې.
کله چې به توفان لا څو میله لرې و، مږو به د غریزې په حکم په بېړۍ کې بې تابي شروع کړه. ماڼو ګان به د هغوی له ناکراري پوه شول چې خطر نژدې دی، بادبان به یې کوز کړ او لنګر به یې واچاوه. په دې ډول به له خطره بچ شول.
ځينې کسان په دې پوهېږي چې باد له کومې خوا را الوځي. دوی د اټکل قدرت لري خو یوازې د ځان په ګټه، د نوح نبي برخلاف.
د اپرچونیست کلمه د شاهي حکومت د ولسواکي په دوران کې زیاته عامه شوه. دغه کلمه ظاهرا له مارکسي ادبیاتو راپور شوه. مارکسیستان هغه چا ته اپرچونیست وایي چې د کارګرې طبقې ګټې تر شخصي ګټو قرباني کوي. د شاهي دوران په ولسواکي کې چې په ګوندي کړیو کې د ایدیولوژي بازار ګرم و نو که به یو څوک خپلې ډلې او ایدیولوژي ته وفادار پاته نه شو، مخالفانو به د اپرچونیست ټاپه ورباندې ولګوله، مانا د شخصي ګټو لپاره رنګ بدلوي. په هغه وخت کې د اپرچونیست لپاره د ذوالحیاتین کلمه هم زیاته استعمال شوه چې د بیولوژي له کتابونو راپور شوې وه. د چونګښې په شمول ځینې ژوي په وچه او اوبو دواړو کې اوسي. ذوالحیاتین ډېر ځله هغه منورین بلل کېدل چې هم له سرکار سره وو او هم یې د سرکار له مخالفانو سره سر خوځاوه.
د شل کلن جمهوریت په دوران کې بیا د اپرچونیست ټاپه زیاته نه لګېده. یو علت دا و چې د ایدیولوژیو دوران پای ته رسېدلی و او په سیاسي وفاداري کې پخوانی قوت نه و پاته. بله دا چې اوږدو بدمرغیو او بې ثباتیو په منوره طبقه کې پخوانی اخلاقي غرور نه و پرې ایښی.
د ابن الوقت اصطلاح په ډکشنریو کې شته خو د ابن الدقیقه او ابن الثانیه اصطلاحات لا نشته. دا وروستۍ دوې جعل شوې کلمې معمولا هغه وخت استعمالوو چې یو څوک ډېر زیات ابن الوقت وښیو.
ابن الوقت د اردو د نولسمې پېړۍ د معروف لیکوال ډپټي نظیر احمد د یوه ناول نوم هم دی. نظیر احمد د اردو ناول لیکنې پیل کوونکی بلل کېږي. دی هماغه څوک دی چې میا ګل حسیب ګل کاکاخېل یې مراة العروس ناول په پښتو ترجمه کړ او ورسره په پښتو ادب کې د ناول تاریخچه پیل شوه.
(ابن الوقت) ناول په ۱۸۸۸ کې یعنې د هند د مشهور مسلمان سمون پال، سر سید احمد خان تر مړینې لس کاله مخکې خپور شو. ځینې کسان په دې نظر دي چې په دغه داستاني اثر کې ابن الوقت کرکټر سر سید احمد خان ته اشاره او په هغه باندې نیوکه ده. سر سید احمد خان په دې نظر و چې مسلمانان باید د نوي تمدن ساینس او هغه کمالونه راخپل کړي چې د انګریزانو د پرمختګ سبب شوي دي.
که څه هم وروسته بیا دا ډېرو ته څرګنده شوه چې د ساینس او تمدن له خپلولو پرته یو قوم له احتیاجه نه راوځي، خو په هغه وخت کې له سر سید سره مخالفتونه وشول.
د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دی چې کله کله هغه څوک هم په اپرچونیزم او فرصت طلبي متهم شي چې د خپلو خلکو د خیر او خوندیتوب فکرونه ورسره وي.
په وروستیو کلونو کې یوه نومیالي عالم دانیل کپوست (Daniel Kapust) د سیاست په دنیا کې د غوړه مالي په موضوع باندې مهمې څېړنې کړې دي. دی لیکي هغه غوړه مالي چې د مکر او حیلې په اساس وي او هغه چاپلوسي چې د اجتماعي موقعیت د کمزوري په نتیجه کې وي، یو شان نه شو بللای. دا اوله ډېره بده ده او دا دویمه د خوندي کېدو سبب ګرځي او د کمزورو لپاره د وسلې کار ورکوي.
په کابل کې مو د ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته ولیدل چې ګڼو کسانو پکولونه په سر کړل او چارخانه دسمالونه یې غاړې ته واچول. د جمهوریت له سقوطه وروسته مې د یوې نړیوالې راډیو په رپورټ کې واورېدل چې په کابل کې د کندهاري خولیو بازار ګرم شوی دی.
د قانون حاکمیت او د قانون په برکت ځان په ټولنه کې خوندي او برابر احساسول د معنوي او اخلاقي فضایلو له عامېدو سره زیاته مرسته کولای شي.
د ۱۴۰۲ کال جدي