شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهسالنګ لاره له ۲ ورځنی بندښت وروسته بیرته پرانیستل شوه

سالنګ لاره له ۲ ورځنی بندښت وروسته بیرته پرانیستل شوه

تاند (چارشنبه، د حوت ۹ مه) د افغانستان د ټولګټو وزارت، له دوه ورځني بندښت وروسته د سالنګ لویې لارې د بېرته پرانیستل کیدو خبر ورکړی.

د وزارت ویاند اشرف حق شناس ویلي، چې دا لاره په عادي ډول د ترافیکو پر مخ برانیستل شوې ده.

د سالنګ لویه لاره د یکشنبې په ورځ د درنو واورو له ورېدو او سختو توپانونو وروسته د موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

  حق شناس ویلي دي چې د سالنګونو په ځینو برخو کې لاهم څه ناڅه واورې ورېږي او دا خطر شته چې دا لاره یوځل بیا په موقتي ډول بنده شي.

په افغانستان کې له سختې وچکالۍ وروسته بیا د واورو او بارانونو ورښت پيل شوی، چې کروندګر یې د حاصلاتو بېرته غوړېدو ته هیله من کړي دي.

له دې سره، دغه ورښتونه په ځینو سیمو کې د لویو لارو د بندیدو او ځاني زیانونو سبب شوي.

1 COMMENT

  1. دا ښه خبر دی ، چې د سالنګ لویه لار بیا پرانیستل شوه . خو ښه به دا وای چې ټولو دریورانو ته د موسم د وړاندوینې سره سم خبر ورکړل شي چې که هوا باراني او یا واورینه وي ، نو بې له عاجل ضرورته د له شمال نه جنوب او برعکس په دې لاره سفر نه کوي . هلته باید کافي مالګه موجوده وي او هر وخت په دې لار کې د واورو پر سر وشیندل شي چې لارې یخ ونه وهي .
    باید وویل شي چې د انترنت وړاندوینه ښیې چې سبا پنجشنبه او بله ورځ جمعه به د افغانستان په ډېرو برخو کې واوره و اوریږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب