شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد حوت نهمه؛ د پرځیدلي جمهوري نظام د « سرتېري» ورځ

د حوت نهمه؛ د پرځیدلي جمهوري نظام د « سرتېري» ورځ

تاند (چارشنبه، د حوت ۹ مه) نن په افغانستان کې د برځیدلي جمهوري نظام د « سرتېري» ورځ ده.

دا ورځ د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېده او د حکومت تر څنګ خلکو د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو قدرداني کوله.

د پرځیدلي جمهوري نظام د ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري ویلي، چې نن د دې ورځې نمانځنه د یوه انلاین مراسمو پر مهال کیږي.

سږ کال دا ورځ په داسې مهال را رسیږي، چې د افغانستان د پاشل شوي پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو سرتېري له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، یوه لویه برخه دغه سرتېري طالبانو نه یوازې دا چې له دندو شړلي؛ بلکې یوه د پام وړ برخه یې له هېواده کډوال شوي او په هېواد کې پاتې ځینې یې هم د طالبانو له غچ اخیستونکو اقداماتو سره مخ شوي دي.

سربېره پر دې په افغانستان کې د دغو پخوانیو ځواکونو د ناوړه اقتصادي وضعیت خبرونه هم ورکول کیږي او نیوکه کیږي، چې طالبانو دوی ته د دندو او فعالیتونو فضا محدوده کړې ده.

طالب چارواکو بیا په دې اړه ادعاوې رد کړي او ویلي، چې دوی هیچا سره عقده او دښمني نه ده پاللې.

له دې سره، د جمهوري نظام پر چارواکو هم له پخوانیو سرتېرو سره د خیانت او معاملې تورونه کم نه دي.

د دوی اړوند چارواکي او په وروستیو کې د نظام رهبري تورنه ده، چې هم یې د سرتېرو حقونه او امتیازات خوړلي او هم یې په وروستیو کې پر دوی معامله کړې او د نظام په مرموز سقوط کې ښکېل وو.

پخواني چارواکي بیا امریکا متحده ایالات په دې کار ګرموي، چې ګواکې طالبانو سره د دوحې په معامله کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط کړی.

1 COMMENT

  1. د افسوس ځایې خو دا ده چی ټول سرتیرې د غلو لنډغرو و اختطاف ګرو قربانی شول په میلیونون دالر د ورانکاری امریکا نه اخستل کیدې او سر تیرو وچه ډوډې نه درلوده دلنډغرو مشر د سرتیرو د خوړو پیسې هم غلا کولې حتا د ګلانو د پچو په نوم دونیم میلیونه دالر غلا کړل چی اخره نتیجه یې همداوه چی د چپاولګرو او غلو حکومت نسکور شو
    او اوس لکه د کوڅی سپی په اروپای ملکونو کښې ګرځې چې نی سرتیری په یاد ده او نه وطن څلوریشت ساعته د غلا او فحشا په څوچ کښی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب