یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغانستان له خاورې د روسیې د دفاع وزیر امنیتي اندېښنې

د افغانستان له خاورې د روسیې د دفاع وزیر امنیتي اندېښنې

تاند (چارشنبه، د حوت ۹ مه) په داسې حال کې چې د روسیې دیپلوماتیکه دستګاه پر نړیوال سټېج، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په تر ټولو ستر مدافع ادرس بدل شوې ده، د دغه هېواد د دفاع وزیر سرګي شویګو، د دغه وزارت مشرتابه په ناسته کې ویلي چې په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی او له افغانستانه تر ټولو لوی ګواښ پېښېدونکی دی.

 شویګو دغه راز ویلي چې تېر یوه کال کې د داعش ډلې غړو په شمېر کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی او بنسټیزه موخه یې هم د ټولیز امنیت د تړون سازمان غړو هېوادنو سره په پوله کې ورانکاري فعالیتونه دي.

د روسیې دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام ویلي چې د مرکزي اسیا هېوادونو له لارې د نشه یی توکو د قاچاق امکان هم شته دی.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او په هېواد کې د نشه یي توکو کښت هم صفر ته رسېدلی دی.

څارونکي باور لري، چې روسیه او د سیمې نور قدرتونه طالبانو سره د ملاتړ روانه لوبه کې مقطعه یي مخته ځي او د دیپلوماتیک ملاتړ تر څنګ د دوی له کړنو اندېښمن دي او د وخت له تېریدو سره یې پر وړاندې د دریځ بدلیدو امکان ډېر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب