شنبه, مې 11, 2024
Homeمقالېد پاریس طرحه | انجنیر زلمی نصرت

د پاریس طرحه | انجنیر زلمی نصرت

(نوی نظم که فاجعه)

نوې خبره نه ده، چې غربي نړۍ لوی نړیوال جنگ ته، چې د جنگ میدان به بیا هم اروپا وي، ځان چمتو کوي.

٫٫اروپایې ټولنه دې په گډه خپل پوځیان اوکراین ته ور ولیږي.

 دغه طرحه د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون له خوا، چې اوس د پاریس د طرحې په نوم یادیږي، په داسۍ حال کې اروپایې ټولنې ته د سلا مشورې او یو گډ تصمیم لپاره وړاندې شوې ده، چې متحده ایالات مخکې له دې چې هغوی تصمیم ونیسي، خپل ملاتړ د پاریس له طرحې څخه اعلان کړ.

که څه هم څوکاله کیږي، چې نړۍ د سترو هیوادو د ستراتیژیک او جیو پولیتیک گټو پر محور ورانوونکې او خونړۍ بڼه غوره کړې او په نړۍ کې د نوي نظم د ټینگولو لپاره هیوادونه ښکر په ښکر دي او همدا د نوي اقتصادي نظم د راوستلو مساله ده، چې هیڅ طرف پر سوله ایزو لارو چارو حتا فکر هم نه کوي.

متحده ایالات په سر کې د خپلو نورو متحدانو سره غواړي، چې د نړۍ ټول هیوادونه د دوی امر و نهی اجرا او ورته بعیت وکړي او امریکا ته دغه ستراتیژي یو سور خط دی، کوم څه چې نور یې منلی نه شي.

په هر صورت که د پاریس طرحه، چې خورا خطرناکه او څو بعدي طرحه ده، عملي شي، نړۍ په خاصه توگه اروپا به د سترې حتمي  بشري فاجعې سره مخامخ شي.

د اوکراین او روس جگړه، چې په حقیقت کې د روس او ناټو نااعلان شوې جگړه ده، له حماس او حزب الله سره د اسراییل جنګ، د یمن د حوڅیانو او د سورسمندرګي کړکیچ، د ایران د نیابتي ډلګیو سره جگړه چې لمنه یې آن تر عراق او سورې غزیدلې ده، د سویډن او فنلند شمولیت ناټو کې، د ویرې فضا ایجادول اروپا کې، یو داسي غیر کنترول شوي انکشافات دي، چې د پایلې اټکل یې یو خوا هم نه شي کولای.

1 COMMENT

  1. ښاغلی انجنیر صیب جنګ او جګړه (د تباهۍ او د نفوسو د کمیدو جګړه) به حتمی راځی. تنها مرکز به یی آروپا نه وی بلکه آسیا، امریکا او د افریقا براعظمونه به هم د سخت تارګیټ او غټی تباهۍ لاندی وي.
    کیدایشی یوه برخه ستراتیژیک او جیو پولیتیک وی خو د جګړی غټه سناریو او پټه استخباراتی بڼه به د نفوسو او خلکو کمیدل وی.

    ځینی ساینسدانانو، د چاپیریال ماهیرینو او استخباراتی لویو شبکو او میلیاردرانو په دغه اخرنی لسیزه کی په پټه او ځینو په ښکاره خپل اواز پورته کړی وه او دي، چه د انسانانو نفوس مخ په زیاتیدو دی او باید مخه یی ونیول شی. که نه د یوی خوا به د ځمکی کره د ژوند غیر نورمال حالت ته واوړی او د بلی خوا به د وحشی ځناورو او ځنګلاتو ځای هم انسانان ونیسی.

    حتی داسی اوازی به تاسی په خپله هم اوریدلی وی چه د کرونا ویروس د ککړتیا وجه د ځینو ساینسدانانو او یو یا دوو میلیاردرانو په بودجه برابره شوی وه، ترڅو د نړی په نفوس کی کموالی راشی.
    دوی ته د ځمکی د کري ښایست، د وحشی حیواناتو ژوند او د شنو ځنګلونو شکلا او د انسانانو کم نفوس اهمیت لری. نه د نړی د انسانانو اوسنی 8 میلیارده نفوس او دیرش کاله بعد 15 میلیارده نفوس.
    الله ج دیی هغه کار وکړی چه تولو زورورو او کم زورو ملکونو سره د منطق او انسانی همدردی حس او عاطفه پیداشی. په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب