یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+کلمې سرحد نه لري، کتابونه له پولو اوړي

کلمې سرحد نه لري، کتابونه له پولو اوړي

نعمت الله صدیقي
لاهور د خپل تاریخي قد و قامت له پلوه اوس د برصغیر د ټولو هغو خلکو لپاره یو رومانس دی، چې له تقسیم وړاندې او وروسته یې له دغه ښاره سره په څه نا څه ډول یادونه، خاطرې او اړیکې پاتې شوي وي، دغه ښار له لسګونو کلونو د خلکو یو هجوم ساتي چې اوس یې هم سړی د پراخوالي له پلوه سر و بېخ په خورا سخته پیدا کولای شي. د اوسني پاکستان د ۶۵ سلنې د نفوس د صنعت، ودې، ښوونې او روزنې، سیاست، ادب، فرهنګ او د کلچرونو د تنوع ساتنې دا ایالتي ښار اوس ښار کم او د صنعت له شور او اوره د لوګیو په ښار زیات نومېږي، چې طبعي اب و هوا یې همدې مصنوعي لوګیو د نړۍ په کچه دویم نمبر ککړې هوا ته رسولې ده. ښايي همدغه ځای وي، چې ځینې میینان یې په زوړ او نوي لاهور هم نوموي.
دوی ته دغه نوی لاهور د زوړ هغه په پرتله مصنوعي او پرتکلفه ښکاري؛ خو د ښار هر دروازه یې لا هم د خلکو له ازدهام خالي نه ده، کوڅې او پخواني بازارونه یې تنګ؛ خو د خلکو ګڼه ګوڼه یې لا هم همغسې ده، ژوند په کې بې سا نه دی، خو سا په کې ناکراره ضرور وي، ډېرې تاندې او ځوانې جذبې او نندارې یې لا هم د کتو دي، پخواني هوټلونه او د خوړو  او کیسو روایتونه یې پکې لا هم ژوندي دي، زړې کلاګانې که څه هم ورنګوي؛ خو د تماشبینو کمۍ یې نشته، جوماتونه، دنګې منارې او پرې امانتورۍ یې اوس هم خلک جلبوي، زیارتونه او د مقدیمینو مقبرو کې یې ملنګان او میینان همغه شان څڼې اچوي، یو نیم ځای یې وړې ریکشې او ویګن موټرونه یې په لوړ غږ د قوالۍ او محلي یا پنجابي سازونو شور او سندرې په همغسې لوړ غږ غږوي، خو له دې هر څه سره ــ سره دوی ځینو یې بیا هم پر زوړ هغه لاهور زړه بایللی دی.
د ګڼو اخبارونو، پخوانیو ادبي او فرهنګي مجلو او د سلګونو لویو اردو ژبیو ادیبانو، لیکوالو، شاعرانو او روښانفکرانو مسکن دی، مشهور ادبي او فرهنګي تنظیمونه په همدغه ښار کې وو او دي، د ټول هېواد په کچه لوی لوی فیسټولونه، غونډې، سیمنارونه، ادبي او فرهنګي میلې او نندارې یې هغه څه دي، چې دغه ښار یې یو ډول د علم او فرهنګ په ښار او مرکز نومولی دی، د سیاست له پلوه هم د سیاسي زلزلو په ښار نومېږي او په لویه کې یې خپل واړه داخلي ایالتونه د اقتصاد او سیاست استحصالي هم بولي، قلندر مومند چې پښتون ملتپال سیاسي لیدلوری درلود، د خپلې پښتني برخې برداشت یې ورسره تړلی دی.
چې په خوشال په راتنبور کې وشوې
هغه کانې په ما لاهور کې وشوې
زه که څه هم د قدیمو ښارونو پر دوړو د میینتوب تر حده ادعا لرم، خو له دې پرته هم له ریاستي او سیاسي بیس ور اخوا د خلکو او اولسونو مینې هم اړولی یم، موږ چې له رواني پلوه او هم په هر څه کې سیاست ځپلي یو، ډېر داسې د خوند شېبې هم نشو اخیستلی، چې په هغه وخت کې مو ورسره هیڅ سر و کار نه وي، د سیاست ځپنې تاو او جذبات به هم زموږ د خلکو حق وي؛ خو مهارول یې مثبته مخه غواړي، کنه پر تاوان نور تاوان هیڅ ګټه نه ده. موږ پر همدغه دا و پيچ کې نه خپلې شيبې ساتلي او نه مو د متنوع ژوند د نورو هغو ډېرو کلتوري، هنري، فرهنګي او تاریخي ارزښتونو په منځ کې د ځان او د خپلو خواو په ګټه کله فکر کړی دی او یا مو هم د نورو د بدو په منځ کې د ښو هغو توپير ساتلی دی. دا د بشر طبعي تقسیم دی، چې نه ټول ښه شته او نه ټول بد دي، په ښو کې هم بد وي او په بدو کې هم ښه وي.
 د لاهور پر اکیسپو سنټر هر کال د کتابونو څو ورځنۍ میله یا نندارتون وي، دوی غالباً له ۳۶ کلونو راهیسې دلته د کتابونو میله لګوي، چې د هېواد او له هېواده بهر خواوشا ۲۰۰ خپرندویه ټولنې او کتابپلورنکي د څو ورځو لپاره په رعایتي نرخونو او سلنې د عامه خلکو په مخ کتابونه پلوري. دلته چې په دغه کتاب میلو یا نندارو کې د خلکو (د پلورنکیو او پېرونکیو) هجوم ته سړی ګوري، پر هغه باورونو او کرښو یې شک پيدا شي، چې دا پيړۍ د انسان د مصنوعي ذهانتونو پر وړاندې د کتابونو د عشق وروستۍ پيړۍ ده. ما د سنګ میل، علم و عرفان او بک کارنر پر کتاب سټالونو سلګونه داسې خلک ولېدل، چې کتاب اخیستنه یې په داسې تلوسه او تجسس وه، لکه د ژوند د کوم ډېر مهم ضرورت شیان چې رانیسي یا لکه بېخي چې خواړه نه لري او په لومړي وار ورسره مخ وي، دا رښتیا هم هغه جدي او مهم ضرورت، جذبه او د جنون تر حده له کتابه سره د دې خلکو مینه او علاقه وه، چې سړی يې په اسانه د خورا ښې ورځې او د بهتره راتلونکې اټکل پرې کولای شي. زه چې د دغه خلکو پر وړاندې د خپلو خلکو ځينې حساسیتونه درک کوم، دا هم اخلم، چې موږ په دغه حساسیتونو کې بلکل په ټول مانا په حقه نه یو، سیال ملتونه کله هم د بل په ولیو کې د عیبونو د لټولو کار دومره جدي نه اخلي؛ بلکې د سیالۍ په کچ و میچ د خپلې هغه بهترۍ ته یې هم پام وي، نور ملتونه که د ځان پر ګټه او جوړونه کار و همت کوي، زه ولې پر خپله هغه تمبلۍ او بې همتۍ نور ملامت او ځان سلامت وبولم. دا خلک اوس بلکل پر دې عقیده دي او موږ یې باید ومنو، چې د هستۍ، نیستۍ او نابودۍ یا د ملتونو د عروج او زوال کرښه او کیسه همدا کتاب اخیستنه، لیکنه، لوستنه او عامونه ده او بس.
 زه ویلی شم، چې ما په لومړي ځل داسې یو کتابي نندارتون هم ولید، چې زموږ د ودونو د تالارونو په اندازې څو برابره لوی تالار وه، چې د زرګونو خلکو داسې بېروبار یې درلود، چې زه یې حتی د خپل یوه نسبتاً ښار او بازار سره مقایسه کولای شم. په دغه میله او نندارتون کې نشي ویلی، چې د کومې برخې د کتابونو پېر او پلور زیات شوی دی، خو د مسلسل څو ساعتونو په ګرځېدا راته محسوسه شوه، چې د خلکو د مطالعې غالب اړخ ټولیز و، چې د مذهبي کتابونو سربیره د ټولنیزو، علمي او سیاسي کتابونو پېر او پلور یې خورا زیات و.
زه چې د اردو ژبي نقاد او لیکوال ناصر عباس نییر په نويو کتابونو پسې د سنګ میل بک سټال ته ورغلی وم، د دوی حسن سلوک او میلمه پالنې حیران کړی یم، دغه اداره د خپل ځانګړي نوعیت د چاپ یو خپل معیار او سټایل لري؛ خو له ما سره د مینې او لورونې دا حد چې علي صاحب د پښتني او افغاني دود په توګه د نه پالنې بخښنه غوښتنه، چې ګواکې موږ ستا قدرداني ونکړه. بېخي بې لفظونو کړم، زموږ د پښتني فرهنګ د پياوړي او رښتوني خدمتګار اسد دانش نیکه یادونه یې وکړه او بیا یې په خورا سخته د سنګ میل د نویو چاپ شویو کتابونو د ډالۍ پيرزو وکړه.
د سنګ میل پر همدغه سټال مې له ښاغلي عباس نییر سره لېدنه وشوه، دا خورا ښه تصادف په دې هم و، چې له څو کلونو ورسره پر فیسبوک او د کتابونو او لیکنو له لارې بلد یم او داسې مې ګڼله، لکه بېخي یو ډېر لنډ دوست او د ډېرو خبرو ملګری چې سړی وویني، نییر د معاصر اردو تنقید خورا ستر نوم او لیکوال دی، دی په ټولو هغه نړیوالو ادبي نظریو او تیوریو بلد لیکوال او نقاد دی، چې اوس یې د نړۍ په ادبیاتو او کره کتنه کې مباحث روان دي، زه چې د نییر  ادبي او نظري لیدلوری ګورم، له دې مباحثو وراخوا د ده خپل لید او ځانګړی نظر او فکر هم ډېر جالب او د بحث وړ دی. زما په لېدو یې خوښي ښکاره کړه، د وضعیت پوښتنه یې وکړه او د خپلو کتابونو د یوه داسې لوستونکي په توګه یې حیراني ښودله. کله چې ځای ته راغلم، په کړي فیسبوک پوسټ یې د پېژندنې د مننې ترڅنګ دا هم راته لیکلي وو، چې:
“کلمې سرحد نه لري او کتابونه له پولو اوړي”
ما چې د سنګ میل او د دوی مینه او قدرداني له ځانه سره ارزوله، خدای شته، چې دې جملو لا نور د کتاب او کلمو، پر حقانیت او تقدس باوري کولم، او د خپلې علاقې، کتاب، قلم او فرهنګ پر دغه بې سرحده او بې پولې ستانونو او وطنونو مې د ژوند امید او ارزو لا پسې تانده او ځوانه شوه. د نییر صاحب دغه جملې او کلمې تشریفاتي او روایتي بلکل نه دي؛ بلکې له معنوي پلوه هم د کلمو او د کتابونو هغه پیغام او مظلوم غږ دی، چې د خپلو غېر فطري نظرياتي او محدودو ایډيالوژیو په سرحدونو مو دغه کتابونه او کلمې بند کړي دي.
خدای دې موږ او دوی په دغه انساني او بې پولې دنیا کې رښتیني اوسوي.
کالم رنسانستان

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    کال ۱۹۹۳ و.زه د ځینو دوستانو لیدلو ته اسلام آبوت ته تللی وم. یو دوست فیصل جومات ته بوتللم ؛ اصل کې مرحوم ملک فیصل غوښته دا مسجد او شاوخواملحقات ېې کابل پوهنتون ساحه کې د س.جمال الدین افغان مزار څنګ کې جوړ کړي ؛خو پاکستانیانو دا آپشن هم پخپله ګټه هلته اړولی و!. په هر حال دوه رکعته نفل نه وروسته هلته یو لوی کتابتون و ما د پښتو کوم کتاب لټول پیل کړل ؛ متاسفانه پیدا می نکړ او مسوول کس نه مې غوښتنه وکړه هغه پس له څو منیټو یو وړکۍ رساله لاس کې راکړه چې زه نپوهیدم اینکو وه؟؛که سندهي ؛ سراییکی ؛ پنجابی یا بلوچي،؟؟؟؟ مګر پختو نه وه! ډیره غصه راغله او د جومات دروازې سره نژدې یو قبر باندې مې ښېرا وکړې چې ځای ېې تحت السقر جهنم شي؛ دومره تعصب او دشمني د یو ویاړلی ولس د ژبې سره!! ؛لاکن له سرزمینی او زیرزمینی پیداوارو څخه ې ضرب غصب کوي او بیګم مریمه ن.ش. اوس ځان د ۱۲۰ میلیونه پوکستیانیانو اعلا وزیره!ګڼي!!! ؛پښتنو /افغانانو د باچا خان او صمد خان شهید بابا په لار برابر شئ!
    پردۍ ژبې زده کول که دی کمال
    خپله ژبه هیرول بیکمالی ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب