یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهښايي جهاد ایرګینای د افغانستان لپاره د م.م. ځانګړی استازی وټاکل شي

ښايي جهاد ایرګینای د افغانستان لپاره د م.م. ځانګړی استازی وټاکل شي

داسي ښکاري چې ممکن د افغانستان لپاره د ترکیې پخوانی سفیر د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی وګومارل شي. دا خبر هغې سرچینې، چې پر وضعیت واقفه ده ورکړی.

د سرچينې په ​​وينا، جهاد ارګينای، چې په ۱۹۶۶ زېږديز کال کې زېږېدلی، تر وروستیو پوری په افغانستان کې د ترکيې سفير و.

سرچينې زياته کړې: “اوس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره د جهاد ایرگینای نوماندي لومړيتوب ګڼل کېږي.” سرچينه همدا راز کاږی چې، “نور کانديدان هم په ځانګړي توګه له اندونیزيا څخه شته”.

له طالبانو سره د قطر په منځګړتوب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د راتلونکي ځانګړي استازي په اړه د پردې تر شا سلا مشورې روانې دي.

که څه هم طالبان په ښکاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کوي، خو د پټو مشورو په ترڅ کې د دې پوست لپاره له احتمالی نوماندانو څخه پر خپلو غوښتنو غوَر کوي. په ځانګړي ډول، طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راتلونکی ځانګړی استازی باید سُني مسلمان وي.

د سرچينې پر اساس، طالبانو په مقدماتو کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په توګه د جهاد ایرګینای پر ټاکل کېدو اعتراض نه دی کړی.

د دې ترڅنګ قطر هم د نوموړي د نوماندۍ ملاتړ ته چمتو ښکاري او فکر کیږي چې د طالبانو لپاره به د دوحې دریځ کلیدي اهمیت ولري.

نوټ: دا ليکنه د افغانستان د پالیسیو د څيړنيز مرکز مدیر ښاغلی آندری سیرینکو Andrei Serenko ده.
ژباړه : غ. ج.


لطفاً په وټس اپ کې راسره یوځای شئ: دا ځای کېکاږئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب