جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ساساني او ترکي ټلواله

ساساني او ترکي ټلواله

۲۸ مه برخه

استادشهسوار سنګروال

افغانان له پارسه تر هندوستانه «د کتاب لیکوال، پدې اند دی، دا چې ولې د یپتلیانو واک له ګواښ سره مخ شو؟ د ډېرو لاملونو په لړ کې یو هم د ترکي او ساسانی ټلوالي ګډ بریدونه ول، چې په پای کې یپتلیان له پښو وغورزېدل.»[1]

یپتلیان د اباسین په وادي کې هم تر برید لاندې راغلل، یو شمېر ټاپوګانی او سیمې یې هم له لاسه ورکړې …

هلته شمالي ترکستان کې ترکانو هم د مینځنۍ اسیا سیمی یو د بل پسې ولکه کړې او په سغدانیه کې یپتلیان وځپل شول ، بل لور ته د هېواد په لویدیز کې ساساني لومړی خسرو (عادل نوشیروان) چې د اوږدې مودې (۵۳۱-۵۷۹ ز) لپاره یې واک درلود او د «بنزانتین» ټولواکمنۍ یې هم ګواښلې وه، غوښتل یې چې د پارس زړه دب دبه بیا راغبرګه کړي او د پارس غیږه د افغانستان لور ټه پراخه کړي.

د افغانستان لویه بدمرغي هغه مهال پيل شوه چې له یوې خوا یپتلیانو مرکزي ثبات له لاسه ورکړ، (که څه هم په باختر کې پیاوړې ول) او له بلې خوا ساساني او ترکي ټلواله د تورکي خان «استامي» سلزبول (دیزابول) او خسرو نوشیروان، چې دولت یې د اوږدې مودې راهیسې د یپتلیانو له ګواښ سره مخ وه تر مینځ جوړه شوه.

ترکان څوک دي؟!

د ترک کلیمه له «توکیو یا تیوکیو toukieu-tu chueho څخه اخستل شوې، چې دغه نوم چینیانو پرې ايښی وو.» دغه وګړي د پامیر له لوړو څوکو راواخله تر بایکل او بیا د چین تر دېواله پورې، ان د خیګان له غرونو، تر ختیځو سیمو چې مغلستان هم د همدې ختيځی برخې شمال کې پروت دی ودان ول .

 د بایکل لومړنۍ سیمه د مغلانو اصلي ټاټوبی دی، خو دویمه سیمه بالخاش بیا د ترکانو اصلي استوګنځاې ګڼل شویدی ، خو د یورال په شاوخوا، کسپین سمندرګي ته څېرمه او د روسې جنوب ته لرغوني اریان ودان ول … »[2]

اسنا assena چې د «هسیونګ نیو» یوه څانګه وه، د التای او «ایرقلیج» په سیمو کې اوسیده او د «توبا toba» د ټولواکمنۍ د برید له امله د دوئ په سوونو کورنۍ یوی بلې سیمې ته کډه شوې او له یوه بل ټبر سره چې «ژوان ژوان» نومېده او منوګولیا کې استوګن ول یو ځاې شول.

دغه «اسنا» وګړي چې چېرته ځاې پر ځاې شول هغه سیمه د تورک پنوم یاده شوه او د فرانسوي «پلیو» په اند، هماغه د چینیانو د «توکیو=تیورک) کلیمه ده چې د «تورک=ترک» په بڼه نامتو شوه.

هغه مهال چې د چین لوې دېوال په دریمې مخزیږدي پېړۍ کې بشپړ شو، د «هسیونګ نو لوی مغولي التاې قوم د کاشغر په مېشتواریانو  او لسونو خپل ګواښونه دومره زیات کړل، چې د کاشغر (کاسغر) اریایي توکمه خلک له خپل ټاټوبي نه کډه شول.

که اریایي وګړي له کاسغر نه تر یورال، هماغسې تر اروپا، مینځنۍ اسیا، افغانستان او تر هنده پورې خواره شول، خو «هسیونګ نو» ټبر هم پخپل ځای پاتې نشو، د دویمې او دریمې زیږدي پېړۍ په شاوخوا کې تر تور سمندرګي، اروپا او مدیترانې پورې ورسېدل. همدغه هسیونګ نو ټبر په تور سمندرګي کې  د «هون huns» پنامه نامتو شول او اریایي «ګاتان goths» او ونډالان vandals یې ديته اړ کړل، چې اروپا ته مخه کړي ،چې وروسته «هون» هم ورپسې شول او تر لویدیځی اسیا ورسېدل.

سراولف کارو د وینسنټ سیمېت له انده کښلي دي، چې د سپینو هونانو یرغلونه او داړې دومره درندې او ویروونکې وې ،چې ان د خلکو ساکان او کوشانیان هیر شول … دغه بریدونه لکه چې انګلوساکسن anglo-saxon پر بریتانې وکړل.»[3]

«کارو» دغه خبره نده سپینه کړې، چې له سپینو هونانو یې موخه، همدغه د تور سمندرګی «هونیان huns» دي او که هغه یپتلیان، چې موږ یې دمخه یادونه وکړه؟ ولې د ساکانو، کوشانیانو او راجپوتانو له یادولو څخه بریښي چې د ده موخه همدغه سپین هونان دي، چې یو شمېر لرغونپوهانو یپتلیان بللي دي، ځکه چې د نوموړې خبرې تر ډېره بریده د هند په نیمه وچې راټولې دي.

د وینسنټ سمیت د انګېرنو له مخې، د لرغونې او مینځنۍ زماني تر مینځ د هند په تاریخ کې داسې وخت تېر شویدی، چې دودونه یې مړه او تر خاورو لاندې دي ،خو د راجپوتانو دودونه لا ژوندي دي .

«د هون قبیلې او لښکرې په اساسي ډول په راجپوتانه او پنجاب کې ځاې پر ځاې شولې اود هونیانو تر ټولو موهم عنصر ګورجرا (ګوجر) دي، چې اوس هم (د افغانستان په ختیځ کې … لیکوال) د هند په شمال لویدیز کې تیت دي ،ګوجر پوینده دي او جټان د بزګري چاري پر مخ وړي.»[4]

د ترک ټبرو وګړو په تړاو، تاریخپوهان په دې فکردي ،«کله چې په اسیا کې اریایي او مغلي ټبرونه سره ګډ شول او پخپلو کې ودونه وکړل، په هغوې د ترک نوم کېښود او کله چې ترک سره مخلوط شول، له هغوئ نه ترکمنان، چې له همدې ترکمنونه بیا سلجوقیان مینځته راغلل ،ازبکان د ختیځو ترکانو څخه ګڼل کېږي، چې ژبه یې «تورکي چغتايي» او له ترکمني سره ډېره نږدې ده، ولې د ترکې، تورکان بیا د لویديځو ترکانو په نوم یادیږي.»[5]

تاریخپوه کهزاد د « رونه ګروسه» له قوله پخپل کتاب کې بیا داسې لیکلي دي، چې «تومن tou-men» ترک خاقان په ۵۲۲ ز کال د ژوان ژوان ټبر پر وړاندې ودرېدل او هغوې ته یې داسې ماته ورکړه چې په پای کې لویدیځ لور ته کډه شول او د اسیا له طبعي سرحد یورال نه واوښتل او په ختیځه اروپا کې ځاې پر ځاې شول .

د یپتلیانو په سغدانیه کی، د اریایي یپتلیانو او ترکانو ترمینځ د نښتو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره په ۵۶۰ ز کال د «ترک» نوم واریدل شو.«یومن لومړی» تورک خاقان» دی، چې په چیني لهجی د «تومن» پنوم نامتو شو.»[6]

دوئ یوه ستره ټولواکمنۍ جوړه کړه او یوه لویه پراخه سیمه یې پخپله ولکه کې راوسته، چې له منګولیانه نیولې، ان د یورال غرونو او سیندونو پورې رسېده او د دوی په تاریخ کې، دا یو طلایي پېر ګڼل کېږي.

دغه «یومن» چې د «توکیوانو» (ترکانو) لپاره د یو ستر دولت بنسټ کېښود، نو بیا په زیږدي ۵۵۲ کال ومړ او له ده نه وروسته دغه ټولواکمنۍ ووېشلی شوه. 

د توکیوانو (ترکانو) ختیځی سیمې د یومن د زوی موهان mouhan (موکان) په واک کې پریوتې او د پلار له مړینی وروسته یې په منګولیا کې د یوه حکومت بنسټ کېښود او د یومن د امپراتورۍ لویدیزه خاروه د ده د ورور «ایستامي» په ولکه کې راغله او د خپلې پاچاهۍ اعلان یې وکړ او د «یبغو» لقب یې خپل کړ. ولی ختیځو ترکانو د «خاقان» او یا د «خان» لقب د ځان لپاره غوره وګاڼه.

ایستامي د خپل واک د پراختیا لپاره پریکړه وکړه چې د اریایانو نوره خاوره هم لاندې کړی، د یپتلیانو سغدانیه او باختر یې تر برید لاندې ونیو.

څرنګه چې دوېته ګرانه وه، چې په یوازې ځان یپتلیان مات کړی، که څه هم چې له ۵۵۰ ز کال وروسته یپتلیان کمزوري شوي وو، خو بیا هم ایستامي وپتیله، چې ساسانیان د ځان ملګري کړي او د اریایي یپتلیانو دولت پخپلو کې ووېشي.

د شمال او شمال لویدیځې ټلوالې پرمختګ

د ساسانیانو او یپتلیانو ترمینځ یو د بل پسې اوږدې دښمنۍ او پرلپسې جګړو دواړو غاړو ته درانه مرګ ژوبله اړولې وه، نو ځکه خو ساسانیانو د غچ او کسات اخستو لپاره د «ترکي خاقان» بلنه ومنله، چې ګډ دښمن یانې يپتلیان په ګډه وځپی.

ساساني پاچا خسرو انو شیروان (۵۳۱-۵۷۹ ز) چې د ترکې خان وړاندیز ته غاړه کېښوده، نو بیا یې په ۵۶۶ ز کال یو تړون لاسلیک کړي . 

دا چې د یپتلیانو واک ولې له ګواښ سره مخ شو؟ د ډېرو لاملونو په ترڅ کې یو هم د ترکي او ساساني ټلوالې ګډ بریدونه ول، چې د یپتلیانو د واک ځمکې یې پخپلو کې ووېشلې او د امو رود او سر دریا یانی مینځنۍ اسیا موهمې سیمې لکه بدخشان، سغدانیه، تاشکند او نورې سیمې لاندې کړي او د همدې لویدیزې برخې له هرات نه تر باختره پورې ساسانیانو ولکه کړي. 

د افغانستان له شمال او لویدیځ پرته، جنوب او ختیځې سیمې، هند او کشمیر هم تر ګواښ لاندې راغلل .

که له یوې خوا د هند او کشمیر پاچا «ماکد» د یپتلیانو زوزات او او اولاده راجپوتان د ځان تابع کړل او ان د هندو دین یې پرې ومانه، خو له بلې خوا ساساني پاچا نوشیروان هرات، سیستان او باختر او د ترکي خاقانو په لړ کې یوه تن «دیزابول خان» د نوشیروان معاصر د پرلپسې بریدونو له امله د افغانستان، شمال او شمال ختیځی سیمې، ان بدخشان او قطغن هم ونیول او هیطله دولت یې نسکور کړ.

ولې ترکان تر ډېره دلته پاتې نشو، که څه هم «هونګ تسان» د خپل سفر په مهال دا خبره کړېده، چې په تخار کې هیاطله سیمه ییز حکمرانان ول چې د ترکانو تابع ول، خو وروسته چینیانو په ۶۳۰ ز کال بدخشان او قطغن لاندې کړ او په همدغه کال یې تخارستان هم له ترکانو ونیوه.

چینیانو نه یوازې له ترکانو نه یادې سیمې ونیولې، بلکی نورستان او چترال یې هم ونیوه . دلته دی چې چینیان، د ترکانو په اړه وایي دوی په ترکي او منګولیایي ژبو غږیدل.

دغه ترکي وګړي د «هېوانګ تسنګ» په اند چې په تخار کې له هیاطله یانې یپتلیانو سره ګډ اوسیدل، یو شمېر تاریخپوهان پدغه لړ کې «کارو» انګيري: «یپتلیان د ترکي نژاده هونیانو په ګاونډ کې اوسیدل، ژبني او نسبي اړیکي د دوئ د یو ځاې کېدوسبب شولې، هر یو پدې ویاړ کاوه چې ځان هونیانو ته منسوب وبولي…»[7]

حال دا چې یپتلیانو یا سپینو هونیانو د څلورمې زیږدي پېړۍ په شاوخوا کې یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه.

د يپتلیانو لپاره «تخارستان» ډير موهم وه، خو کله چې ترکانو دغه سیمه ونیوله یپتلیانو هم خپل سیاسي باور له لاسه ورکړ.

تخارستان چې پلاز یې کندوز وو د ترکانو د لنډ مهاله واک یوه موهمه سیمه وه، او د ترکي خانانو له خوا اداره کېده. 

د هېوان-تسنګ لیکنې پر بنسټ د دغو خانانو شمېر ۲۷ تنو ته رسېده چې پلازمېنه یې د کندوز ښار وو. کندوز له باختر نه سربیره ځکه یو موهم ښار وو، چې له یوې خوا یې جغرافیوي موقعیت د پام وړ وو او له بلې خوا د روحانینو او پوهانو پلاز ګڼل کېده.

کومې کنډوالې چې په په «زال کلا» کې تر سترګو کېږي، دا د دغې سیمې لرغونتوب او ارزښت په ګوته کوي، لرغونپوه هیوان-تسنګ د کندوز نوم «هوه hwoh» ګڼلی دی، چې د تخار پلاز وو.

موږ د روحانیت د کلمې یادونه وکړه، چې کندوز د روحانینو او علماوو مرکز وه، غوره به وي، چې له اسلامه دمخه د یو شمېر عقایدو یادونه وکړو. 

له اسلام دمخه یو شمېر عقایدو ته لنډه کتنه

موږ په تېرو څپرکو کې د ویدي او اوستایي سرودونو په دیني او کلتوري ارزښتونو اوږدې خبرې کړیدي.

ولې له دې سربیره مو نورو لرغونو عقایدو ته هم سترګې ورښکاره کړیدي، خو غوره به وي چې یو شمېر عقایدو ته بېرته ورستانه شو او په لنډه توګه یې یادونه وکړو:

۱— وید ا : ويدي سرودونه، نه یوازې د باختري اریایانو د وخت د تمدن یوه ستره بېلګه په ګوته کوي، بلکې زموږ تاریخي پېر هم له ویدي سرودونو سره تړاو لري. که له یوې خوا دغو سرودونو اخلاقي او ټولنیز رنګ درلود، خو له بلی خوا دغه مهال اریایانو د بیلابیلو ارباب الانواعو لمانځنه هم کوله، دوئ په څلور برخو وېشل شوی ول:

۱ـ برهمن (روحاني) ۲- کشتریه (جګړن) ۳- ویسیه (کسبګر) ۴- سودرا (ناملموس) 

۲— اوستا : د لرغونو اریایانو، نور سپېڅلي سرودونه د اوستا پنوم نامتو ول، چې موږ یې د باختریانو مدنیت دویم پېراودوره بللی شو.

د اوستا کتاب هم لکه د ویدي سرودنو په څېر ډېری اخلاقي او ټولنیزې ښېګڼې درلودې او پنځه بابه لري. پدغه پیر کې د لومړني سلطنتي نظام بنسټ کېښودل شو، چې لومړی پاچا یې د «یما» یا «جم» پنوم یادېده.

د یوازني «خدای ستاینه» پنوم (مزد سینه = مزدیسنا) پنوم یوه مذهبی عقیده رامینځته شوه، چې نه یوازې دیني ارزښت درلود، بلکې مدني، کلتوري، اقتصادي (د بزګري چارو لارښود) او ټولنیز ارزښت یې هم د پام وړ ګڼلی شي.

د دغه مدني خوځښت موسس زردشت (زره توشتره = زرتشت) وو. 

۳— بودیزم : بودایي دین چې په شپږمه مخزیږدي (۶ م ز) پېړۍ کې د لومړي وار لپاره د هند په مد را س (پتنه) کې خپور شو او د اشوکا د واک او ځواک په مهال یې ډېره پراختیا او پرمختیا په برخه شوه.

که څه هم د اشوکا نیکه چندراګوپتا «برهمن» وو، خو اشوکا (۲۶۱م ز) کال خپل دین بودا ته واړوه او بیا یې د مبلغینو پر مټ وځلوه . 

چندراګوپتا په سر کې د نندار قومندان وو او د ټکسلا بهرهمن مشر چا نه کیه chunakya د ځان ملګری کړ او د مګده سلطنت یې له مینځه یووړ.

بودیزم د افغانستان په ډيرو سیمو په تېره ګندهارا او په ځانګړې ډول د کنشکا د واک په مهال دومره نامتو شو، چې ان استوروي بڼه یې خپله کړه.

بودیزم د خپلې کلتوري دب دبې له مخې د «ګوریکو بودیک» (هلنیزم) شهرت هم خپل کړ.

د ګریګوبودیک دغې صنعتي مدرسې نه یوازې (په ځانګړي ډول په بیلابیلو بڼو) له مخزیږدي پېړیو راواخله ان تر پنځمې زیږیزې پېړۍ پورې یو ځانګړې مقام او ارزښت درلود، بلکې د ختیځ او لویدیځ ګډه هنري مینځپانګه یې داسې رامینځته کړه، چې اوس یې څېړنه د لرغونپوهانو او څېړونکو له حیرانتیا او هیښتیا ډکه ده .

دغه کلتوري پرمختګ ان د امو رود دواړو غاړو ته، له سغدانیه نیولې، ترواخا ن، هماغسې تر کاشغر (کاسغر)، ختن او چیني ترکستان پوری پراختیا ومونده او د څېړنو پر بنسټ د ننګرهار د هډې او د ختن توکو پرتلیزه کول دا ښېي چې موندل شوي توکي ډېر سره ورته ول.

برهمنیزم بنسټ په هند کې د اریایانو له خوا کېښودل شو او د ستر اریایي هېواد بیلابیلو سیمو ته خپور شو، همدغسې بودیزم بیا د هند په نیمه وچه کې وزیږید، ولې نه یوازې اریایانو کې خپور شو، بلکې منګولایي مغلي او ترکي توکمو وګړو زهن ته یې هم لاره پرانسته.

دغه ستر توکم نه یوازې بودیزم منلې، بلکې په کومو سیمو کې، چې عیسویت او اسلامیت پیاوړي وو، د خپل واک د پراختیا لپاره یې هغه دینونه هم منلي دي . په هند کې راجپوتانو هم له اسلام نه دمخه او وروسته، مغلي او ترکي توکمو ته ورته بڼه درلوده .

 ځنې توکمونه د عقیدې پر بنسټ، چې له «نژادي» پلوه هم سره بیل وو یو شوې دي او کله بیا د یو توکم وګړي د بیلابیلو عقایدو له مخې پخپلو کې وېشل شوي هم دي، دریمه کومه خبره چې موهمه ده، هغه د واک په سر خپل مینځي جګړې دي چې په دې کې ډير ځله د واک او ځواک لیونیانو، دا ټولې ټولنیزې اړیکې هېرې کړیدي او د قدرت نېشه ورته ټاکوونکې وه .

موږ دمخه د منګولیایي مغولي قومونو څخه یو قوم ، ترکی ټبره یوه څانګه له یوې بلې څانګې سره، چې ژوان ژوان نومېده ښکېل شوه .

کله چې توکیویان (ترکي) واکمن له منچوریا نیولې ترمینځنۍ اسیا او د اریایانو تر پولو پورې ورسیدل او په بیلابیلو سیمو کې د ځواک څښتن شول، ولې په پاې کې د بیلابیلو سیمه ییزه واکمنو له خوا راوپرځول شول.

د سوې و تانګ کورنۍ

که له یوې خوا ترکان د خپلې ټولواکمنۍ په لویدیځ او ختیځ کې له یو شمېر ګواښونو سره لاس او ګریوان ول، خو له بلې خوا د چین یوې ځواکمنۍ کورنۍ «سوې و ټانګ» ټول چینایي ټبرونه یوې ټلوالي ته راوبلل ،هغسې خوله دې دمخه د چین لوې دېوال بشپړ شو او د هند لوې مغولي التاي قوم د کاشغر په اریایانو فشارونه زیات کړي ول .

خو دلته دوی په سر کې د «توبا toba» دولت چې په ۵۷۷ ز کال تشکیل شوي وو، له مینځه یووړ، لومړی د چین په شمال کې یو پوځي حکومت مینځته راغی او بیا یې جنوبي چین هم ځان پسې راکاږه.

له یوې خوا د ترکانو خپل مینځي اخ و ډب وو او له بلې خوا د چینیانو ځواکمنتیا وه چې یانګ کین yang kien نه وروسته yang-ti یانګ ټی (۶۰۵-۶۱۷ز) د پوځي پوهې له مخې د تاشکند خان دېته وهڅوه، چې خپل سیال «ایلی» خان له پښو وغورځوي.

له دې وروسته ترکان ورورو کمزوري شول او د مینځنۍ اسیا واک یې له لاسه ورکړ، ولې چینیان هم له یوه خپل مینځي ګواښ سره مخ شول، خو ډېر زر د «ټانګ» پنوم (۶۲۶ ز) یوه بله کورنۍ واک ته ورسېده.

له دې پېښو نه ترکانو ګټه واخسته او ختیځو ترکانو «هیه یی» د چین په پلاز «سي نګن فو si-ngn-fou» برید وکړ، ولې د ټانګ موسس «تی تسانګ tai-tsong» اود هغه زوې «لې، شو، من li-che-min هغه ته ماته ورکړه او جنرال «لي تسنګ li-tsung» د نیمې پېړۍ په موده کې د ختیځ ترکانو کمپله ټوله کړه، ختیځ او مرکزي مغلستان د چین د یوه ولایت بڼه خپله کړه، بیا یې لویديځو ترکانو ته مخه کړه، هغوئ هم وځپل شول او له مینځنۍ اسیا نیولې تر کاشغره پورې ځمکې لاندې کړي.

تي تسانګ( په ۶۴۹ کا ومړ) او د ټانګ د کورنۍ دویم ټولواک کا وتسونګ (۶۵۰) واک ته ورسېد.

د ټانګ د کورنۍ د واک په مهال د ترکانو د کورنۍ یو تن، چې بودایې دین ته ژمن وو، په کندوز کې د یوه سیمه ییزه واک څښتن وو او چینیانو پخبلو لاسوندونو کې د «شه یي مانګ، کیالو che-li-mang-kialo» پنوم یاد کړیدی.

دغو ترکي حکمرانانو تر هغه مهاله په کندوز کې سیمه ییزه واک درلود، چې په پاې کې د عرب جنرال «قطیعبه» تخارستان لاندې کړ.

که په کندوز او د هندوکش د شمال په ځنو سیمو کې ترکي خانان د واک څښتن ول، ولې په کاپيسا کې هم لا سیمه ییزه واکمنۍ ټینګه او ساسانیانو هم د افغانستان یو شمېر سیمې نیولې وي.

د رتبیل شاهانو واک ولی محدود شو؟

کله چې په افغانستان کې مرکزي حکومت خپل ثبات له لاسه ورکړ، افغانستان نه یوازې د کورنېیو سیمه ییزو واکمنو تر مینځ ووېشل شو، بلکې د ګاونډیو هېوادونو تر برید لاندې هم راغی او د یپتلیانو تر واکمنۍ لاندې یو شمېر سیمې ولکه کړې، د هندوکش جنوبي سیمې له کابله تر اباسینه او بیا له کابله، تر غزني، زابل (زاول)، کندهار او د لوې ګندهارا یو شمېر سیمی د يپتلي او کوشاني سیمه ییزو حکمرانانو تر واک لاندې پا تې شوې .

د هندوکش شمال ته، لکه دمخه یې چې یادونه وشوه د تخارستان په شاوخوا سیمو کې ترکي خانان د واک څښتن ول.

د افغانستان لویدیځ د سیستان او د هرات شاوخوا سیمي بیا د ساسانیانو تر ولکې لاندې راغلي، همدا راز مینځنۍ اسیا او د سغدانیه سیمی هم د سیمه ییزو واکمنو تر ګواښ لاندې پاتې شوې  .

هیوانتسنګ هم ۶۳۲ ز کال د دې خبرې پخلی کړیدی، چې د افغانستان مرکزي سیمې لکه بامیان، غرجستان، جاغوري، ارزګان، بادغیس ان تر کاپیسا، لغمان (لان پو) پورې سیمې د يپتلي او کوشاني پاتې سونو له خوا اداره کېدې او دوئ د ترکانو خلاف وو.

د زابل (زاول=زوبل) یپتلي شاهان، چې پخپله «زاول» د يپتلي قومونو یو ټبر وو، تر ډېره مهاله د واک څښتن ول، تر ډېره بریده یې کوښښ کاوه، چې د سولې په رڼا کې ټول اریایي (کوشانیان، کیداریان، ساکان، پارتیان … ) قومونه یو موټی کړي ، که څه هم دغه مهال یاد شوي قومونه یو په بل کې دومره ګډ شوې ول چې توپير یې په اسانه نه کېده .

ولې بیا هم د یو شمېر نومونو یادونه شوېده، چې موږ د بامیانو شیران، ترکي خانان، د غور شاهان، لویکان، رتبیلان او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.

چینایي تاریخپوه هیوان-تسنګ او یو شمېر عربي تاریخپوهانو «رتبیلان» زړور وګړي بللي دي.

د یو شمېر کندنو له مخې چې کوم لرغوني توکي له بګرام او لوې کاپيسا تر لاسه شویدي، د ساري په توګه،

 صدق اباد، غوربند (قندقستان)، د کابل دهمزنګ، سیستان او نورو لرغونو سیمو نه دا ښېي، چې د رتبیل شاهانو (کاپيسي شاهان) مرکز کاپيسا وو او دغو رتببیلانو، د يپتلیانو د استحکام لپاره د کابل له غرونو او سنګرونو نه استفاده کړې ده.

بیلابیلو چینایي څېړونکو د کاپيسا (کي پن) په تړاو هم دا څرګنده کړیده، چې حکومت یې د خپل واک او ځواک د ژغورلو لپاره، د دې سیمې له جغرافیوي او غرني جوړښت نه ډېره ګټه اخستې ده.

د ساري په توګه «ووکونګ wou-kong» (۷۵۱-۷۶۹) او «فوشه» (۷۹۲) کښلي دي، چې ابراهیم بن جبل د خراسان والي فضل بن یحیی په امر او سپارښتنه د غوربند (غوروند) له لارې په کاپیسا برید وکړ او له دې وروسته د اتمې (۸) زیږدي پېړۍ په پاې کې د حکومت پلازمینه له کاپیسا نه کابل ته ولېږدول شوه.

کابل لرغونی تاریخ لري او په ویدي سرودونو کې د «کوبها» پنوم زکر شویدی او د کابل دغه ټوله ټاپو د «ویکره ته» پنوم د اوستا یې سرودونو په شپاړسو ولایتونو کې هم راغلې ده.

له دې سربیره د کابل نوم د کوفن، کوفس، کاوفو، کابورا، کارورا، (چې وګړي یې کا بولیتي (بولیتي) یا کابولیتیان بلل شویدي ) په نومونو یاد شویدی او له دویمې (۲ مې) مخزیږدي پېړۍ راواخله تر اتمې (۸ می) زیږدې پېړۍ پوری د افغانستان پلازمینه وه. 

دا چې هیوانتسنګ کابل ته ندی راغلی، ښایي لامل به یې همدا وه چې هغه وخت پلازمینه کاپیسا وه او له هماغه ځای ښایي د هېواد ختیځ ته تللی وي.

موږ دمخه ووېل چې يپتلی او کوشاني زوزات دومره یو په بل کې ګډ شوې ول، چې په پاې کې د رتبیل شاهانو پنوم د یوه حکومت بنسټ کېښود، چې پلازمینه یې کاپيسا او د اندوس غاړې ، ان تر ټکسلا (تکزیلا) پورې او جنوب پلوته تر وزیرستان، کرمې، بنو، هماغسې دېره اسماعیل او غازی خان شاوخوا سیمې د دوئ د واک جغرافیه وه.

هېوان تسنګ ، کله چې دی (۶۳۲ ز) هند ته روان وه، دکاپیسا پاچا یې د دغه هېواد په ژمني پلاز «اوند und» (اوسنی اټک) کې ولید.

د اومی (۷) زیږدي پېړۍ په نیمایي کې د «کشاتریه» د سلطنت په مهال کاپيسي (بګرام) د دې هيواد د اوړي (دوبنی) پلازمینه وه.

په اریانا دایرة المعارف کې د هېوان-تسنګ له قوله داسې راغلي دي :

«د کاپيسا پاچایو «کشاتریه» سړی یعنی د نجباوله طبقې څخه یو توریالی فرد  او د هغه د زړور توب او دیانت ستاینه یې کړېده. د کاپيسا پاچا پر کوچنېیو امیرانو باندې، چې د ده د مملکت په بیلو بیلو ځایونو کې نفوذ درلود، لوی امر وو .»[8]

لویدیځ ختیځپوهانو د همدې پاچا کشاتریه اولاده او زوزات د زیږدیزې نهمې (۹) پېړۍ تر پایه پورې د «رتبیل رانت بیل او رتبیل په نومونو یاد کړیدي، چې ټول د یوه نوم بیلابیلې بڼې دی، خو اصلي نوم یې «رتبیل» دی .

 دوئ پدې ټینګار کوي، چې د دوئ د واک سیمې له کاپیسا نیولې تر ویهند، ټکسلا د اباسین دواړه غاړې ،زرنج، بست، مرکزي افغانستان او ارغنداب پورې رسېدي.

موږ دمخه د سیمه ییزو امیرانو او والیانو یادونه وکړه او رښتیا هم دغو سیمه ییزو واکمنو د رتبیل شاهانو د واک په مهال، یو شمېر سیمې په واک کې درلودې، چې موږ بامیان، لغمان، غوربند، غور، ګردیز، جاغوري، غرجستان، زمیند اور او یو شمېر نورې سیمې د ساري په توګه یادولی شو.

دغو سیمه ییزو حکمرانانو، د مرکزي حکومت په دربار کې ځانګړی ځای درلود، ولې د بامیانو «شیران» او د غرجستان «شاران» ډېر نامتو ول. ان تر دې چې هیوان تسنګ بامیانو ته تللی او د دوی سیمه ییزه واک یې پخپلو سترګو لیدلی دی.

له چینیانو لرغونپوهانو پرته، فرانسوي تاریخپوهانو او «موسیو هاکن» دوېته د «ښکاري پاچا» ستاینوم ورکړیدی.

هغه مهال چې طبري او اصطخري د «بامیان شیران» یادوي موخه یې د هغوئ د اولادې او زوزات یادونه دی، دا ځکه چې دوی د هغوئ له واک نه څو پېړۍ وروسته تللې دي.

په یو شمېر لرغونو متونو کې چې د یپتلیانو او کوشانیانو امیرانو واک درلود د یو شمېر سیمو یادونه هم شویده لکه «غرج الشار» ملک الغرج، ملک الجبال، غورشاهان، جاغوري (وجیرستان)، سرپل او بادغیس یادولی شو.

 


)، افغانان له پارس تر هندوستان ۲۶۱ مخ[1]

) شهسوار سنګروال د افغانستان قومونه ۲۹۱ مخ[2]

)سراولف کارو، پتانز ۱۴۱ مخ[3]

)همدغه اثر همدغه مخ[4]

)غبار غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ ۵۶ مخ[5]

) کهزاد علي تاریخ افغانستان ۶۱۶ مخ [6]

) سراولف کارو پتانز ۱۳۵-۱۳۶ مخونه[7]

) دایرة المعارف ۳ ټوک ۳۸۳ مخ[8]

ساسانیان څوک وو؟

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب