Homeخبرونهپه لغمان او سروبي کې په ګڼو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۳۳...

په لغمان او سروبي کې په ګڼو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۳۳ تنه مړه شوي

تاند (د دلوې ۷ مه) د افغانستان په ختیځ کې په څو مرګونو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۳۳ تنه مړه شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پر خپله ایکسپاڼه کښلي، نن (یکشنبې) د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۱۰ ترافیکي پېښې وشوې چې له کبله یې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۷ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

ځدراڼ همداراز وویل، دا پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه رعایتولو له امله شوي دي.

له بلې خوا په لغمان ولایت کې د کابل – جلال اباد په لویه لاره کې لس ترافیکي پېښې شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس په لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په قول نن راپور ورکړ چې په دغو پېښو کې ۱۵ تنه مړه شوي دي.

یو تن بل د لغمان په یوه بله سیمه کې په ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

د لغمان او سروبي له پېښو جلا د طالبانو د سترې محکمې د عامه امنیت د دېوان ريیس شیخ جلال الدین حقاني پرون ماسپښین په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

سترې محکمې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا پېښه په غزني ولایت کې شوې ده.

د پېښې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...