پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد افغان ښځو د حجاب په اړه د طالب وزیر شېخ حنفي...

د افغان ښځو د حجاب په اړه د طالب وزیر شېخ حنفي پاروونکې څرګندونې

تاند (د دلوې ۷ مه) د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حنفي نن خوست ته د سفر پر مهال د افغان ښځو د حجاب او په دې نوم د خپلو کړنو په اړه پاروونکې څرګندونې کړي.

نوموړي یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال تور پورې کړی، چې ګواکې د جمهوري نظام پر مهال امریکایانو افغان ښځې په خپلو بېسونو کې بې عزته کولې.

شېخ حنفي ویلي:«هغه خلک چې هغوی د رسنیو له لارې منکراتو ته لمن وهل، زموږ پتمنې خویندې بې عرته او بې حجابه کول او د امریکایانو په بې سونو کې هغوی ته ازادي ورکړې وه، نن الحمدالله اسلامي امارت د هغه خورکۍ پر سر د عزت پړوڼي کېښودل.»

په همدې غونډه کې د طالبانو یوه مهم غړي انس حقاني بیا د خپلو خبرو پر مهال خلکو سره د طالب چارواکو پر نرم چلند ټینګار کړی.

ګومان کیږي، چې هغه دا خبرې د شېخ حنفي د پاروونکو خبرو په غبرګون کې کړې وي.

انس حقاني ویلي: «له یو چا څخه دېرش یا شل کاله پخوا په ژوند کې یوه غلطي شوې وي، انسانانو ټولنه داسې جوړه شوې ده بس د هغې یو غلطۍ له وجې هغه ټکوو، پیغور ورکوو او له خدمت یې محرومه کوو، دا د اسلام طریقه نه ده.»

د طالب چارواکو په ګډون نن د خوست له یوې مدرسې یو شمېر کسان فارغ شول، چې په فراغت غونډه کې یې د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قومي تبعیض خلاف خبرې وکړې او ویې ویل، دوی چا ته د داسې کړنو اجازه نه ورکوي.

3 COMMENTS

  1. د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حنفي به ملامت نه وي ، د هغه ښځه به په پنجاب کې د خارجیانو هډې او بېسونو ته وروړل شوي وي ، او یا به همدا اوس ګڼ پنجابیان پرې سپاره ګرځي . بس ، الله ج د خیر کړي ، چې له دې چاپلوسانو او کا‌ذبینو نه به څه پیدا شي ؟

  2. که افغانانی ښځې د امریکایانو بیسونو ته تللی شاید هلته به یې وظیفه وه یا د خپل په رضا تللی
    ولی ستا خبیث ښځه خو پنجابی په زور ګرو کړی ده او هره ورځ ورسره لواطت او زنا کوې او ته خینزیر دلته په کابل کښې په پتمنو ښځو ملنډی وهې خپله ښځه د پنجابې له لاندی څخه خلاصه کړه

  3. د طالبانو د پاچهی په لومړنیو ورځو کی یو طالب په کوم وِبسایټ کی لیکلی وه چی د جمهوریت په وخت کی د کابل په ښار کې شل مُرده ګو خانی او په لسګونو خانګی کلیساوی فعالی وی خو اوس ټولی ورکی سوی.
    ما ور ته ولیکل:
    ستا خبره به حقیقت ولری خو زما دی پوښتنی ته باید جواب ووائی.
    پوښتنه می دا ده:
    « تاسی د جمهوریت په وخت کی د کابل په ښار کی ډیر استخباراتی ترورونه او قتلونه او همدارنکه انتحاری بینا او نابینا حملی تر سره کولی او بیا مو ادعا کوله چی د قوی استخباراتو په زور مو خپل مخالفین وژل، که ستاسی استخبارات قوی وه نو د مُرده ګوخانو د شتون څخه ولی بی خبره واست؟ که بی خبره واست نو اوس د کوم سند له مخی ادعا لری چی په کابل کی مُرده ګوخانی فعالی وی؟ او که د مُرده ګوخانو د شتون په هکله مو مۇثق خبر درلود نو ولی مو حملی نه پر کولی؟
    ممکن تاسی پر حمام او مسجد او بازار د مُرده ګوخانو ګومان کاوه که څنګه؟
    ګوره شریکه! سم جواب ته دی منتظر یم ».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب