جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ۱۰ میاشتو کې افغانستان د ۱۲۲ میلیارد افغانیو صادرات کړي

په ۱۰ میاشتو کې افغانستان د ۱۲۲ میلیارد افغانیو صادرات کړي

تاند (یکشنبه، د دلوې ۸ مه۹ په تېرو لسو میاشتو کې بهر ته د افغانستان صادرات ۱۲۲ میلیارد افغانیو یا څه باندې یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.

د مالیې وزارت نن یکشنبې د دې ارقامو د اعلانولو ترڅنګ ویلي چې د افغانستان په صادراتو کې لویه ونډه د میوو، پنبې او سبزیجاتو ده.

د دغه وزارت پر اساس، افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې د ۴۳ میلیارد افغانیو (۶۱۲ میلیون ډالرو) میوه، د ۱۶ میلیارد افغانیو (۲۱۷ میلیون ډالرو) پنبه او د ۱۷ میلیارد ډالرو (۲۳۱ میلیون ډالرو) سبزیجات بهر ته صادر کړي دي.

اکثره صادرات پاکستان، ورپسې هند او بیا متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

پاکستان ته له دې سره سره افغانستان ډېر شیان صادر کړي چې دغه هیواد په ځلونو خپلې لارې بندې کړي دي.

د تیر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې مالیې وزارت ویلي و چې په ۲۰۲۳ کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.

په ۲۰۲۲ کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۸۳۷ میلیون ډالره وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...