شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+و نه، زه یو انسان وټاکل شوم | نظیفه دفتانی

و نه، زه یو انسان وټاکل شوم | نظیفه دفتانی

که زما ټول وجود خلاصه او بدل شي جلا له یو انسان څخه پر يو موټې خاورې، پاڼې، يوې کاڼي او یا هم د ورېځې پر يوې ټوټې؛

زه به اوس لږه خاوره وم د یو کور په جوړ کړل شويو خښتو کې؛

لا به یوه ماڼۍ راباندې آباده وه او یا هم د یو ملنګ خواره جونګړه. شاید پر سر مې نوره خاوره یا سمنټ وو او زه به یی له دید څخه پټه کړې وم د کلنو او یا هم د پیړیو په اندازه.

یا به د یو ګلدان خاوره وم هغه به هم معلوم نه وو چې څه ډول یو ګل؛ استواره به مې ساته او پرې پام به مې کاوو د خونې په کړکۍ کې او یا هم د باغچې په یو ګوښه کې. ښايي هره ورځ به يې زما پالنه کوله او یا هم دا امکان و  چې کله کله به د هغوی د بې غورۍ له امله زما پر تنه ولاړ ګل لومړی مړاوي کېده بیا به یي رنګ زیړ اوښت او ورسته به يې د ګلونو له نړۍ څخه سترګې پټولې او ما به د یو مړه ګل ساتنه کوله. د وچیدو سره سره، زه به ډیر ستړی کېدلم او په دې تمه به وم چې کله بیا راته پام کیږي او د بل فرصت په انتظار به وم.

یا هم د وني یوه پاڼه به وم عمر به مې ډیر لنډ بریښیده شاید شپږ یا هم اوه مياشتي خو اخر او ورو ورو به ژیړیدم او ریږیدم.

او له هغه ونې څخه به لویدم چې ټول دوبی ما ښکلي کړي وه او زما په واسطه به تغذیه کیده.شاید څو ورځې وروسته به یې بیخي په یاد کیدلم هم نه؛ ځکه د هغې تمه به نورو پاڼو ته وه او را روان پسرلي ته به خوشحاله وه.

زه به وروسته له ریږیدلو څخه پر ځمکې لویدم ؛ او وروسته له هغه به د ژمې بارانونو او واورو د ځمکی مینځ ته ننه ايستم او یا هم د یو يتيم ماشوم په لاس به راټولیدم د دې په هیله چې ژمې زما په سوځیدو لږ ګرم شي او یا یوه ګوله ډوډۍ یې پخه شي.

او یا هم شاید یوه ټوټه وريځ وم؛ د شنه آسمان په یوه برخه کې.
زما شتون به هغه بزګر خوشحاله کاوو چی له وچکالۍ څخه یی ګیله درلوده او ورته انديښمن وو خو شاید ډيری به مې له شتون څخه خفه کیدل او ځيني هم بې پروا.

خو بیا هم لا به په هوا کې ټوټه کیدم او یا هم بدلیدم به پر يو څو څاڅکو باران.
چې هغه هم د يوې لنډې مودې وروسته به د لمر په واسطه بدلیدم پر بخار او په هوا کې به ورکېدم.

یا هم شاید یوه کاڼی وم چي د غره تر څوکو لاندې یا هم د غره په مینځ کې وسیدم؛ او یا هم هر چیرې چې فکر یې کولای شو، د سړک په ساختمان او کانکریټ کې،د سړک د غاړی پل لارې کې، د یو روغتون، ښوونځي، پلورنځي او لسګونو نورو ځايونو په بنسټ او دیوالونو کې.

یا هم لرې له خلکو او انسانانو څخه د یو صحرا په یوه ناليدلې ګوښه کې ، د یو لوی سیند په خیټه کې یا د یو لرې غره په لمن کې.

یا هم شاید یوه دوړه به وم د يوې کړکۍ پر چوکاټ باندې؛ بې پروا ، بی خبره له هر څه څخه. چی باد راوستې وم او بیا به باد ته په تمه وم چې وټاکي چيرې ولاړه شم او بل مزل به مې چیرته وي.
خو نه !
زه هماغه یو موټی خاوره یم چې وټاکل شوم د انسانيت لپاره د شرافت او سعادت لپاره.

او لوی رب تعالی پر ما دا پېرزوينه وکړه چې ساه واخلم، ووینم، ووایم، پوهه شم او تر هر څه اړینه دا چې بدلون ورکړم او خپل لوری په خپله وټاکم. نه دا چې تر پښو لاندې ووسم یا هم د تګ او بدلون لپاره نورو ته هیله وکړم.

زه هماغه یو موټې خاوره یم چې اجازه راکړل شوه خپلي کورنۍ سره آشنا شم، ساه واخلم د وخت په تيريدوسره خبرې زده کړم، قدمونه واخلم او وګرځم. ووینم، وخاندم، خپل احساسات ادلون و بدلون کړم، مینه وکړم، جوړ کړم او ….
خو افسوس دې وي پر ما؛ کله چې زه یې په قدر پوهه نشم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب