شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل به سبا د یو شمېر هېوادونو د استازو د غونډې کوربه...

کابل به سبا د یو شمېر هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۸) ټاکل شوې جې سبا د سیمې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د یوې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې د روسیې، چین،، پاکستان او ایران استازي برخه ولري.

د ایران یوه دیپلومات سید رسول موسوي منلې، چې د دوی د هېواد استازی به په دغه غونډه کې ګډون ولري.

هغه او دغه راز د طالبانو د رژیم چارواکو نه دي واضح کړي، چې دغې غونډې ته د سیمې د هېوادونو د کومې سطحې استازي ورځي؟

د دغې غونډې د جوړېدو ابتکار د ایران اړوند ګڼل کیږي.

څه  موده مخکې په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره د دې غونډې د جوړېدو خبره شریکه کړې وه.

ایراني دیپلوماتانو ویلي، چې دا غونډه به په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په محوریت له جوړېدونکې غونډې مخکې وشي.

د دوحې غونډې ته د طالبانو استازي هم بلل شوي.

پرون په چین کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست بلال کریمي، په کابل کې د کېدونکې غونډې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت له یوه مقام سره هم خبرې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب