جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهتر ۱۲ میلیون زیاتو افغانانو برېښنایي پېژندپاڼې اخیستي

تر ۱۲ میلیون زیاتو افغانانو برېښنایي پېژندپاڼې اخیستي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۸) د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي چې ۷ میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي.

د دغې ادارې لپاره د طالبانو چارواکو ویلي چې د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو له ډلې یوازې ددوی له واکمنۍ تر اوسه په ټول هېواد کې ۶ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، په هرات کې څه ‌باندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څه ‌باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

یو شمېر خلک د دغو پېژند پاڼو د وېش د دوام لپاره د طالبانو د رژیم هڅې ستایي، خو نیوکه لري چې د پېژندپاڼو د بیې لوړولو او دغه راز د مرکزونو کموالي او په چارو کې ځینې بې نظمۍ د چارو د ځنډ سبب شوي.

1 COMMENT

  1. کندهار کي په ۶ میاشتي نوبت رسیږي په ټول ولایت کي دوه مرکزه لري هر حکومت چي راسي کندهار ته خپل حق نه ورکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب