پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+هیله ده تندی مو تریو نه شي

هیله ده تندی مو تریو نه شي

متقاعد جنرال دولت وزیري

د ستر خدای «ج» په لوی فضل افغانان له ادمه بیا تر دې دمه ډیرې ویاړنې لري. یو خو خدای «ج» افغانان مسلمانان پیدا کړي دي او بل خو يې د هر چا سره ډغرې او سر جنګوني ټولو ته ښکاره دي. د ډیرو ټینګو ډغرو له امله يې د امپراتوریو د ادیرې ویاړ هم ګټلی دی.

د مقدوني سکندر له مهاله خو يې د تاریخې او ټینګو ډغرو هیڅوک سترګې نه شي پټولای او نه يې هم پټوي.
سکندر د ملکنډ په کوتل کې نیږدې و، چې خپل ابدي کور ته کډه وکړي. د سکندر را وروسته بیا ایرانیانو، تورانیانو، هندیانو، عربانو، مغلو، تیموریانو، انګریزانو، روسانو، امریکایانو او نورو ډیرو دلته خپل آسونه ځغلولي دي، خو بیا یا پلي او یا په خپلو ماتو ګوډو اسانو يې له دې خاورې پښې سپکې کړې دي.

د چنګېز لومړنۍ ماته هم په پروان کې وه، تیمور هم په خپل کتاب «منم تیمور جهانګشا» کې له غوریانو ډیر شکایتونه کړي دي. عربان خو دلته ۴۰۰ کاله په جګړو بوخت وو. له انګریزانو او روسانو خو پوښتنه مه کوه چې زړه چاودي له دې جادويې هیواد څخه يې پښې سپکې کړي دي.

امریکایانو خو دا هیواد د امپراتوریو ادیره وبلله او دا په دې معنا و، چې ټوله نړۍ دلته په افغانستان کې مات او ګوډ شوي دي. ځکه چې دلته د نړۍ له لویدیز څخه تر ختیځ او له شمال څخه تر سهیل پورې ټولو خپل ځانونه ستړي کړي دي. که لږ ورته دقیق شو دلته ټولو عربانو، مغلو، روسانو، اروپایانو، امریکایانو د نړۍ د ستر پوځي ځواک د ناتو سازمان، د اروپا د اتحاديې او د نړۍ نور ستر قوتونه لکه استرلیا، کاناډا او نورو د امریکا دوستانو په ټول قوت ځانونه ستړي کړي دي.

د تندي د تریوولو خبره مې ځکه وکړه، چې سره د دومره ویاړونو زموږ لاسونه ولې ټول وخت همغوی ته چې دلته يې خپل سرونه بایللي دي، د خیرات لپاره اوږده دي.

یوه چاره شته، هغه دا چې راځئ دا د ټولو ویاړونو لپاره یو څلی« منار » جوړ کړو او نور ډیر «د خاندان په خولۍ» د وياړنو له یادولو تیر شو.

ځکه دا ویاړونه خو له موږ څخه څوک نه کمولی شي او نه يې له موږ څخه اخیستی شي، ځکه دلته د خپلو سرونو بايلونکو ځواکونو زموږ پر ویاړونو په خپله اعتراف کړی دی.

اوس زموږ لپاره پکار ده، چې له خیرات غوښتنو څخه ځانونه وژغورو او په نړي کې د دې ډیر بد نوم څخه چې « خیرات غوښتنه » ده ځان بېغمه کړو.

د جمعې په ورځ لمانځه کې ملا صاحب د خیرات غوښتني په هکله وویل: هغه څوک چې سالم وي او د کار کولو توان ولري، که چیرې د خیرات غوښتنو لپاره خپل لاسونه چاته اوږدوي، د محشر په ورځ به يې پر مخ غوښې نه وي.
نو شکر دی افغانان خو جوړ او په تنه هم سالم دي. که چیرې هیواد مو د نورو لپاره ادیره کیدای شي د خیرات ورکولو توان هم که وغواړي په ځان کې لري.

یواځې یو ټینګ هوډ او کلکې ژمنې ته اړتیا ده، تر څو ځانونه د خیرات اخیستنې له لست څخه وباسي او خپل هیواد د خیرات ور کوونکو په لست کې شامل کړي.

فکر کوم د نورو ټولو تاریخي ویاړونو تر څنګ به د یوه ستر ویاړ خاوندان هم شو. راځئ چې سره یو واحد ملت شو، د پرمختګ لاره غوره کړو. هر څه ته بې له جګړې یو او بل سره د ورورۍ او درناوي په چوکاټ کې د حل لارې چارې ولټوو.

پرمختګ او بری په یووالي کې دی.
مننه

4 COMMENTS

  1. جنرال صاحب ټولې خبرې مو درسره منم/ خو په دې ویلو ته هم تندی مه تریوی کوه.
    ۱- که له بهرنیانو سره په جګړو کې له خپلو بایللو ککریو منارونو جوړو کړو څو زره منارونه به ولرو.؟
    ۲- که له بهرنیانو سره په جګړو کې را رسیدلي رواني کړاونه محاسبه کړو تر موږ به په نړۍ کې نور دومره په رواني کړاو اخته وي؟
    ۳ـ کاشکي موږ له زبرځواکونو سره جګړې په خپل هنر، کمال، مدیریت، او تدبیر سره کړې وای. زموږ د جګړې شاته به د وارسا تړون غړي هیوادونه او د ناتو تړون غړي هیوادونه ولاړ و. موږ به د خشاک غوندې سوځیدو.
    ۴ـ زموږ ګاونډي هیوادونه، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او نور… اویا کاله د روسانو تر سلطه لاندې و. پاکستان لا اوس هم د انګریزانو تر سلطه لاندې ژوند کوي. ایا اوس همدومره بدبخته دي لکه موږ…ځواب مو خامخا نه دی.
    ۵ـ په خپل کور کې د جګړې ګټل نه ویاړ دی او نه هم میړانه، ویاړ به دا وای چې موږ له غزنویان، غوریان او ابدالیان په نورو سیمو کې واکمن وای. موږ دومره کمزوري او در بدره خلک يوو چې د نړۍ هر هیواد کولای شي خپل عسکر دلته را ولیږي. موږه مړه کړې، کور مو را خراب کړي وسلې راباندې وازموي او لاړ شي. همدا اوس اوس یوه بی پیلوټه الوتکه راځي ستا د کابل په زړه وزیر اکبرخان کې ستا میلمه وژلای شي. او ته د امپراتوریو هدیره يي. عجب
    ۶ـ په همدې لاپو شاپو باندې خلک مه غولوئ او نه هم موږ د امپراتوریو د ماتي وس لرو. له روسانو سره په جګړه کې د هغوئ د تلفاتو او خپلو تر تلفاتو مقایسه وکړه. له امریکایانو سره هم همداسې بیا به درته معلومه شي چې مات څوک دي او هدیره د چا له ککریو جوړه ده.
    ۷- موږ هرې جګړې ته د احساساتو په بنا دانګلي نه د عقل او تدبیر په بنا/ کله چې ستا د ولس مارشال فهیم وي ستا مارشال دوستم وي، ستا رهبر سرټمبه ګلبدین او مسعود یا نجیب یا نور سر ټمبه ګان وي. ته بیا هم لا ویاړ کوي.
    ۸ـ یرغل بهرنیان وکړي. ماته هم ولس ورکړي، شهیدان هم ولس ورکړي خو له جګړې وروسته دلته د واک په ګدۍ ناست چارواکي ظلم په ولس شروع کړې. حقوق يي ترې واخلې لومړني حقوق هم نه لري. صحت او روغتیا ته يي پام نه کیږي او آن چې د زده کړو حق هم تر واخلي که له جګړې وروسته ستا هیواد جوړ وای، ستا وګړو ته خدمات وړاندې شوي وای بیا دي لیکنه او شاپی درسره د منلو وړ وي.
    چابان چې په جګړه کې ماته وخوړه، د بریا له پاره یې بله کړکۍ خلاصه کړه، هغه کار او صنعت کړکۍ، اوس به نړۍ راج چلوي. موږ چې تر ماتو هم پسي مات یوو بیا هم د جګړو ادبیات کاروو او همداسې چیغې مو سر کړي. د امپراتوریو هدیره، ها او دا… کاشکي موږ د کمال له پاره یوه بله لاره غوره کړو.

  2. عبدالجبار صیب
    جنرال صاحب وزیري همدا ستا خبره په بله بڼه کړې ده. تاسې یې په دقت ولولئ.

  3. انګريزانو ته مو ماتي ورکړه نيم افغانستان مو وبايلل
    روسانو ته مو ماتي ورکړه مجاهيدينو مو کوم ظلمونه قتل او قتال په افغانانو ونه لورول…………
    ناتو مو وشړله تالب جان يي را ته په تخت کينول.
    افغانان له هيڅ چا سره جوړ نغله.
    که څوک په رښتيا د افغانستان په غم کي وي لار د يووالي او مسوليت بايد ولټوي او منظم کار ورته وکړي ، د تاريځ نازول موزته نه مکتب ، نه ډوډی، نه پوه …………….را کوي.

  4. سلامونه،
    جنرال صاحب دولت وزیری ښې چارې. هغه آخرنۍ خبره دې صحیح ده ( ملی یووالی)!
    زما په فکر، دتیرو پېړو جګړو کې چې د احمد شاه بابا نه تر داوود خانه پورې په دې خاوره شوې وې ، ملي یووالي په قوت ې هندوانو،فارسیانو، ثمرقندیانو تیموریانو او… انګریزانو!ته X۳ پخپل مټو ماتې ورکړه
    مګر ، د راوروسته ۴۰ کلونو کې د سوپرپاورانو سره په نوم جهادونو کې د عبدلجبار ورور خبره ،مونږ ملیونونه مړي ورکړل او دشمنانو نهایت لس زره!! ؛
    معلولین او بیکوران او مهاجر سوي خو لسهاوو ملایین دي. یو غټ علت د تلفاتو، زمونګ خپل منځي اختلافات او د شاهي-جمهوري؛خلقي-پرچمي؛ هفتګانه-هشتګانه ؛ حزبي-جمعیتي؛ اتحادي-وحدتي؛ غَین –عین او …ط ط په بیځایه غرور او قدرت طلبئ خپل وطن وران کړی دی.
    د بیګانه ګانو په لمسون او جاسوسیو ،وژنې ،او کودتاوې کړي دي…
    باقي مو دې خدای خیر دارین نصیب کړي. آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب