جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهوچکالي او د افغانستان په نیږدې ټولو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوېنه

وچکالي او د افغانستان په نیږدې ټولو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوېنه

تاند(یکشنبه، د دلوې ۸) په داسې حال کې چې افغانستان سختې وچکالۍ سره مخامخ دی، د دغه هېواد په نیږدې ټولو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوېنه شوې ده.

د  افغانستان د هواپېژندنې ادارې ویلي چې نن یکشنبه هم له کونړ، ننګرهار او نیمروز پرته په ټول هېواد کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی، چې د کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندي حوزو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د هواپېژندنې ادارې د دغو سیندي حوزو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د ناڅاپي سېلابونو راوتلو ته تیار وي او د ځانونو د خوندیتوب اقدامات وکړي.

په وروستیو کې افغان کروندګر د ورښتونو له نشتوالي او د وچکالۍ له شدت څخه په پرله پسې ډول شکایت کوي او وایي د کروندو او حاصلاتو تر څنګ یې د ژوند بېلابېل اړخونه اغېزمن کړي.

طالب چارواکو څو ځله د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د باران غوښتو لپاره خلک ډله ییزو لمونځونو ته هم بللي.

1 COMMENT

  1. د سیلابونو نه دې الله پاک ملت ساتي خو اورښت لوی زیری دی. مننه احمدي صیب چې دې اړه دې مالومات راکړي دي. وچکالي لوی مشکل دی. بل چې د نجونو مکتبونه برانیستل شي.دا بندیز هم یوه خطرناکه وچکالي ده. بل دې خدای افغانانو ته د داخل او خارج د خوا کوم شر نه جوړوي او دغه ډوزمارو وطندارانو ته دې هم الله پاک هدایت وکړي چې وطن ته د دښمنیو د رواړلو خبرې کوي.دا ملت ډیر مظلوم دی. بیا هم مننه په دغو ښو مالوماتو احمدی صیب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب