دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو پر ایستو د پاکستان د موقت صدراعظم ټینګار

د افغان کډوالو پر ایستو د پاکستان د موقت صدراعظم ټینګار

تاند(یکشنبه، د دلوې ۸) د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم په اړیکو کې د ترېنګلتیا له زیاتیدو سره هم مهاله، د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ یو ځل بیا له دغه هېواده د پاتې افغان کډوالو د ایستو پر دوام ټینګار کړی.

کاکړ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې له پاکستانه به د بې اسناده افغان کډوالو د ایستو په دوام، په ورپسې پړاوونو کې نور افغان کډوال هم وباسي.

هغه په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

له دې سره، د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد له یو شمېر سیمو څخه یو ځل بیا له څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او خپل هېواد ته د شړلو راپورونه ورکړل شوي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغان کډوالو وروستۍ نیونې او هېواد ته ستنول یې تر هغې وروسته دي، چې ویل کیږي د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان افغانستان ته له سفره تش لاس ستون شوی او پاکستاني چارواکي دغه کار غوسه کړي.

تېره چارشنبه، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په یوه پاروونکې وینا کې وویل، چې ټول افغانستان د یوه پاکستاني هومره ارزښت نه ورته لري.

پرون د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د هغه په غبرګون کې د پاکستان چارواکي په « بې کفایتۍ او سپوونکو خبرو» تورن او له پاکستانیانو یې وغوښتل چې د خپلو چارواکو د داسې خبرو پر وړاندې ودرېږي.

پاکستان له تېرو شاوخوا ۵ میاشتو راهیسې څه باندې ۵ سوه زره افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره د دوی هېواد ته وشړل، چې د دوی او نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې یې د فقر او بې کارۍ شرایط نور هم سخت کړي او له کډوالۍ تازه ستانه شوي افغانان هم په ناوړه وضعیت کې دي.

5 COMMENTS

  1. کاکړ نمک حرامی ته شرم پکار دی، کاکړ په انګلستان کی د پناه اخیستلو په خاطر خپل ځان افغان او د افغانستان وګړی معرفی کړی وه. او د انګلستان حکومت ورته د افغان په نوم پناهنده ګی ورکړی وه. هغه ورونه چه په انګلستان کی اوسیږی که د انورالحق کاکړ په نوم افغانی اسناد راوباسی او د فیسبوک له لاری یی د نیاوالو سره شریک کړی. تر څو د دده دوه مخیتوب معلوم شی.

  2. که چیری ورونه د انورالحق کاکړ یا دده په اصطلاح د انګلستان د شناختی کارد افغانی کاپی د انتر نیت د لاری نشر ته وسپاری. مونږ به په همغه ورځ د انورالحق کاکړ دغه کارد د تورخم او نورو دراوزه کی په یوه غټه لوحه نصب کړو.

  3. دا کار ډیر اسانه دي. کوم نر افغان دی شیطان په جزیره (انګلیس) کې د هند له سفارت نه د اسنادو په پیدا کولو کې مرسته وغواړي. خو د ما اټکل دا دي چې دا بواسیري نه شرم لري او نه حیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب