Homeخبرونهافغان بوکسر هلمند الکوزي خپل سیال مات کړ

افغان بوکسر هلمند الکوزي خپل سیال مات کړ

تاند (یکشنبه، د دلوې ۸ مه) افغان لوبغاړي هلمند الکوزي خپل تانزانیايي سیالي ابراهیم مکوبي ته ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې وشوه، هلمند الکوزي په پنځم پړاو یا راونډ کې خپل سیال ناک اوټ کړ.

ابراهیم مکوبي تر دې وړاندې یوولس نړیوالې سیالۍ کړي چې یوازې یوه یې بایللې وه.

خو هلمند الکوزي تراوسه دوولس نړیوالې مسابقې کړي چې ټولې یې ګټلي دي.

ده ۵ تنه ناک اوټ کړي او له ۵ نورو یې د امتیازونو په توپیر مسابقې ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....