جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د کوشانیانو سیکې او کتیبې د تاریخ په هنداره کې

د کوشانیانو سیکې او کتیبې د تاریخ په هنداره کې

۲۶مه برخه
استادشهسوار سنګروال
یو شمېر کوشاني سیکې ځانګړی نوښت نه لري، بلکې د روم او یوناني باختر سیوری پرې پروت دی، خو یو شمېر نورې یې د پام وړ دي.
ددویم کدفیزس لرغونې سیکې، چې له «ایرتام» نه تر لاسه شویدی، پداسې حال کې چې پاچا د «اورتون» په څنګ کې ولاړ دی او شاته یې د یوه هندي رب النوع انځورلیدل کېږي، دغه منظره بیا ځانګړې هنري دب دبه لری او هر چاته د پام وړ ګڼلی کېږي … له دې سربیره د ویما کدفیزس سیکی د دویم کدفیزس په پرتله لا ډېرې معیاري دي.
د سوتر میګاس سیکی چې د شهینشاه نامه ورسره کښل شویده ، پدې تړاو بیا لرغوني سیکه پيژندونکي ويشلي بريښي، یو شمېر لرغونپوهان د همدې سیکو له مخی سوترمیګاس د شاه ولیعهد ګڼي، ولی یو شمېر نورو بیا د هند حکمران او والي بللی دی.
په ټوله کې کومې سیکې، چې له بیلابیلو سیمو د ساري په توګه د کنشکا سیکې تر لاسه شویدی پخپلو کې توپير لري، چې موږ د خوارزم او ایرتام irtam سیکی د بېلګې په توګه یادولی شو.
د کوشاني ټبر په سرکې د لوې کنشکا کومې کتیبې او سیکې چې د دوئ د ټولواکمنۍ په بېلابیلو حوزو کې تر سترګو شویدي د هنري ارزښت له مخې ځانګړی ارزښت لري، لکه سغدانیه، شور تپه تاجکستان او ایرتام، بګرام، درونټه، کندوز شترک، د هندوکش سهل، د ماتورا له «انیور anyor» نه، ټکسلا، سیدا zeda، کاپيسا او په لسګونو سیمې یادولی شو.
د سیکو او کتیبو ژبه:
کوشانیانو په بیلابېلو فرهنګي او مدني برخو کې د پام وړ پرمختګ کړي وو، د ساري په توګه د ژبو او لیکدودونو څرګنده وده او پراختیا، چې دوئ به په سیکو او د مزدکونو په ډبر لیکونو کې، بیلابیلې ژبې او لیکدودونه کارول، چې موږ خروشتي، یوناني، برهمني، تخاري، سنسګرات، پراکریت د بېلګې په توګه یادولی شو.
د یو شمېر کندنو له مخې ګورو چې، د ګریکوبودیک له پېر نه وروسته، په افغانستان کې د اریایي ټبرونو تمدن، کلتور او فرهنګ ځانګړې دب دبه خپله کړیده.
فرانسوي لرغونپوه موسیوفوشه انګېري کوشاني لاسي صنعت او د هغه پېر هنري نوښتونه د ډېرې پا ملرنې وړ ګڼلی شو.
دې کې شک نشته، چې د اشوکا د واک په مهال د هند موریایي هنر ډيره وده وکړه، خو کله چې کنشکا او نورو کوشاني سردارانو او واکمنانو، د اباسین پورې غاړي ته لاره ومونده او خپل هنري نوښت یې وځلوه نو بودايي هنر لا پرمختګ وکړچې موږ د کشمېر د «هروان» په مزدکونو کې دغه نوښت او هنری ارزښت ګورو، چې یوشمېر کندنو او پلټنو د بغلان د «نوشاد د مهادژ مزدک» کندډوالو ته لاره وکړه او بیا ډېر لرغوني توکي، چې د بغلان په سره کوتل کې تر سترګو شول، د یوه څرګند تمدن ښکارندويي کوي.
«کله چې د سرخ کوتل په مزدک (معبد ځای) کې د کنشکا هغه مشهوره او لوی کتیبه، چې د ده نوم پکې کښل شوې وو، تر لاسه شوه لا د پام وړ وګرځيده چې دلته یو لوی مزدک د «بغولانګو» پنوم اباد وو، چې پدې حساب د بغلان اصلي بنسټ ايښودونکی کنشکا وو او د اوسني بغلان لرغونی نوم (بک لنګ) دی، چې د اور ځای مانا ترې اخستل شوی دی … »[1]
له دغه اورتون نه ښکاري، چې د هغه مهال د واکمنو ځانګړې نمانځنې جشنونه د سیکو، کتیبو او مجسمو په جوړولو پيلېدي او دغه دود لرغونی تاریخ لري، چې نه یوازې په بغلان کې، بلکی د هېواد په نورو سیمو کې هم دې ته ورته بېلګې لرو، چې موږ د ساری په توګه غزنی کې د «لویک» کورنۍ د لوی واکمن مجسمه یادولی شو، چې د عرب مسلمانانو له ویري دسپينو زرو په تابوت کی خوندی وه.
کوشاني پير چې څه ناڅه د زیږدي درېمه پېړۍ رانغاړي په ډېرو سیاسي، مذهبي، اقتصادي او فرهنګي چاروکي پرمختګ ټولنیز شعور وده وکړه، لاسي صنعت پراختیا ومونده. همدا ډول دینی، ادبی او د بیلابیلو مذهبونو وده او پرمختګونه غوره لاس ته راوړنې ګڼلی شو.
پدغه پېر کې زرګونه عبادت ځایونه ودان شول، په سلګونو راهبان او د بودیزم مبلغین او روحانیون وروزل شول، د علومو دودی لپاره یو شمېر کتابونه وژباړل شول او په پای کې ویلی شو، چی په لویه ګندهارا کې یو شمېر ګنداري پوهان چې موږ «مانتاګا mantaga» او ګوبهارانا cobharana یادولی شو، مینځته راغلل.
همدارنګه د کنشکا مذهبي سلاکار ګندهاري «پارسوا parcva» یو بل نامتو بودایي عالم وو چې کوشاني دربار کې د ډېر باور او درناوي وړ وو. د ګندهارا په بېلابیلو سیمو ګڼ شمېر ژباړن، پوهان، روحانیون روزل شوی ول لکه په ننګرهار (نګاراهارا)، لغمان (لمپاکا)، کابل، کاپيسا، بامیان (بامیکان) کې چې د بودیزم ښېګڼې خلکو ته ورسوي .
دوې نه یوازې ګندهارا، بلکې چین، هندوستان او یو شمېر نورو سیمو ته تلل او بودیزم به یې تبلیغوه ، که څه هم تر ډیره بریده د کوشانیانو او نورو ټبرونو پرمختګونه ندي لیکل شوي، چې د دې یو ستر لامل نالوستي وه .
تر دا وخته لا هم زموږ لرغونپوهان او ژبپوهان د دې جوګه شوي ندي، چې د لرغونو اریایانو رښتنی لیکدود په ګوته کړي، چې څه وخت، کله او کوم لیکدود په افغانستان کې دود وو؟
خو که په ځانګړي ډول د کوشانیانو د پېر لیکدود را وسپړو، کولۍ شو چې درې ډوله لیکدود ته مخه کړو :
لومړی خروشتي لیکدود دی، چې د اریایانو یو پخواني لیکدود ګڼلی شواو د لومړي ځل لپاره باختري واکمن «ایوکراتیدس» پخپلو سیکو کې وکاروه، چې د هندوکش په جنوب ختیځ کې عمومیت درلود.
خو په ټوله کې خروشتي لیکدود له مخزیږدي پنځمې (۵) پېړۍ نه راپدېخوا په لرغونې اریانا کې دود وو، چې په ګندهارا، کاپيسا او پنجاب کې ډېر د پام وړ ګڼل کېده، نو ځکه خو د هخامنشیانو د واک په مهال (۵۰۰ م زکال) له ارامي الفبا نه، دغه خروشتي ژبه چې په ټکسلا کې دود وه لیکد ود مینځته راغی ،هغه وخت چې د موریا د کورنۍ ټولواک اشوکا د واک او ځواک څښتن وو .
 په هند کې دوه لیکدودونه کارول کیدل، چې یو یې خروشتی لیکدود وو، چې لکه د هخامنشی ارامي په څير له ښي نه کیڼ ته لیکل کېده او بل برهمي (برهمني) لیکدود و.
یو شمېر څېړونکي که دا خبره کوي چې په ټکسلا کې له ارامي لیکدود نه، خروشتي لیکدود مینځته راغی او هغه وخت چې سرجان مارشال ارامي کتیبه په تکسلا کی ومونده نو خروشتي اصلی سرچینه هم تر لاسه شوه.
ځنې لرغون پېژندونکي او ژبپوهان، په دې لړ کې «موسیو واله دوپوسن» او یو لړ نور ختیځپوهان، پدې اند دي، چې خروشتي د «خره پوست پرمخ لیکدود» مانا لري او ځنې ورته د «خره شونډه »او ځنو نورو ترې د کاشغر مانا اخستي ده.
بیولر «پدې اند دی، دا چې خروشتي لیکدود په شمال لویدیز کې د پراختیا او پرمختیا جوګه نه وو، لامل یې دا وو، چې د جمنا په سیمه کې د «برهمني» لیکدود شتون وو.
خروشتي لکیدود، د اشوکا د واک په مهال (۳ مې م ز پېړۍ نه راپه دې خوا په پرتلیزه توګه) ډېره وده وکړه، ولې د اشوکا هغه فرمانونه چې په مانسره mansehera او شهباز کړۍ کې وموندل شول، داسې پایله تر لاسه شوه، چې لا هم ارامي الفبا د استعمال وړ وه، خو خروشتی لیکدود بیا هم په ټول اریایي هېواد کې خپور شو .
خروشتي لیکدود سوونه کاله کارول کېده او وروستۍ کتیبې، چې تر ګوتو شوې هغو ان څلورمې او پنځمې زیږدیز پېړېیو پورې تړاو درلوده دا یوه دفتري ژبه وه، نه یوه مذهبي ژبه، چې په ټوله کې اریايي وګړو کاروله او ان په ارغنداب او سیستان کې هم دود وه.
د خروشتي لیکدود کومه کتیبه، چې یو ازینی قلمې نسخه ګڼلی کېږي له ختن نه تر لاسه شویده، چې ښایي خروشتي لیکدود هندي کډوالو چیني ترکستان ته وړی وي، له نیکه مرغه په افغانستان کې هم د خروشتي لیکدود نښې نښاني موندل شویدی، چې موږ بلخ، بامیان، د ننګرهار هډه او ورد ګ د ساري په توګه یادولی شو.
له خروشتی لیکدود پرته، چې کوشانیانو د واک په مهال کوم لیک دود وو یو هم «برهمني» لیکدود ګڼلی شو.
برهمني لیکدود له سیمه ییزو شرایطو سره سم په هند کې مینځته راغی او په اریانا کې خپور شو.
که څه هم د برهمني ژبې په تړاو ختیځپوهانو اندونه او نظرونه ویشلي دي، ځنې انګيري چې د سمندري اړیکو له مخې له عربستان نه راغلې ده او اصلي ریښه یې هماغه «هیمیاریت himyarile» ده … کله چې خروشتي لیکدود له مینځه لاړ او برهمي لیکدود پاتی شو، ډېر ژر د هند د نیمې وچې د ټولو لیکدودونو د سرچینې په توګه تبت، سیام برما او سیلان کې دود شو.
دې لیکدود ډېرې بڼې درلودلې، چې بودایې ، ګوپتایې ، کوتیلا او کوشاني پېرونو کې دود وې . د دې لیکدودونو تر ټولو نامتو بڼه «دیواناګری» لیکدود وو، چې په تېروتنې سره د سنسګرت په نامه هم یا د شو.
بوهلر buhler پدې اند دی، دا چې خروشتی لیکدود په شمال لویدیځو سیمو کې محدود پاتې شو یو ستر لامل یې دا وو، چې د جمنا په شاوخوا سیمو کې د برهمي لیکدود شتون او وده وه. ولی بیا هم خروشتی او براهمي لیکدودونه په ډېرو سیمو کې یو له بل سره خوا په خوا کارول کېدل، د ساري په توګه د پنجاب کانیګرام کې دوه کتیبې وموندل شوې، چې په خروشتي او برهمني کښل شوې وي کومې کتیبې، چې له ګدروزیا نه تر لاسه شویدي او په بلوچستان کې دود وې هغه د خروشتی، پهلوی او برهمي لیکدودونو شتون په ګوته کوي … خو په تاریخي لحاظ د برهمي او خروشتي لیکدودونو تر مینځ تاریخ اونېټه توپير لري.
برهمنی لیکدود د مخزیږدي ۷-۶ پېړیو تر مینځ را په دې خواهند کې دود وو او خروشتی لیکدود بیا د پنځمې مخزیږدی (۵ م ز) پېړۍ په شاوخوا اریانا کې مینځته راغی.
له خروشتی او برهمني لیکدودونو پرته، دریم لیکدود، چې د کوشانیانو د واک او ځواک په وخت کې دود وو، یو هم یوناني لیکدود وو، چې د سکندر له زمانې نه یې په سیمه کې شتون پيدا کړ.
لکه څرنګه چې افغانستان د بیلابیلو یرغلګرو تمځاې وو، دارنګه افغانستان د بېلابیلو کلتورونو، میتولوژیو (افسانوي فرهنګ)، ژبو او نورو ټولنیزو ارزښتونو ټاټوبی هم ګڼلی شو.
هغه وخت چې سکندر (۳۳۱-۳۳۶ م ز) له لویدیز نه افغانستان ته راننووت ، سره د دې چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو، ولې بیا هم د هېواد سیمو کې کلاوې او پوځي چوڼې ودانې کړي.
یوناني وګړي او د سکندر پوځونه (۳۳۰-۱۳۰ م ز) تر ډېره پخپلو چوڼېیو او سکندریه ودانیو کې پاتې شول چې د دوی شتون د افغانستان د خلکو په ټولوکړو وړو او فرهنګي مناسباتو اغیزه وکړه، ان تر دې چې یوناني لیکدود او یوناني الفبا د دوه پېړېیو په شاوخوا کې خپل اغیز په میراث پرېښود.
د اشوکا د نامتو کتیبو-کومې سیکي، چې د کندهار په «چهل زینه» کې وموندل شوې، څرګنده شوه، چې یوناني لیکدود، څرنګه د دریمې مخزیږدي پېړۍ له لومړنیو لسیزو نه، په هېواد کې خپور شو؟
نه یوازې یوناني واکمنو یوناني لیکدود ته لاره پرانسته، بلکې کوشاني واکمنو دغه لیکدود وپاله. ان تر دې چې یونانی الفبا په ۲۴ ټکو یې د «ش» غږیز ټکی ورزیات کړ او هغه سیمه ییزه باختري ژبه، ددې جوګه شوه، چې د لیک لوست وړتیا ومومي.
ګڼ شمېر کتیبې او ډبر لیکونه، چې د کندنو په لړ کې ترلاسه شویدي. په ځانګړي ډول د کوشانیانو په پېر کې، دا ښېي، چې یوناني الفبا او یوناني لیکدود، د کوشانیانو د واک او ځواک په مهال څومره موهم او ارزښتناک وو؟
په ۱۸۳۸ ز کال چې لا دافغان وانګلیس لومړۍ جګړه نه وه بیل سوې یو شمېر بریتانوي لرغونپوهانو د خپلو کندنو پر بنسټ، یو شمېر مسکوکات، چې د افغانستان له بېلابیلو سیمو نه راټول کړي ول، تر څېړنې لاندې ونیول. د بنګال اسیایی شاهي انجمن یوه غړي جمس پرن]jamsسیپ princeدغه توکي ولوستل او د هغه پاملرنه یې دومره جلب کړه لکه څرنګه چې میخي او هیروغلیف لیکونه د هغه وخت کار پوهانو تر لاسه کړي ول.
هغه وخت چې فرانسوي لرغونپوه «شامپيلون» د مصر هیروغلیف لیکونه په خبرو راوستل، مانا دا چې وې لوستل، همدا راز میخي لیکونه هم د هخامنشی واکمنو د نومونو په وسیله وڅېړل شول.
د نقش رستم په پهلوي کتیبو کې، دوه بیلابیل لیکدودونه، چې یويې کلده او پهلوي او بل یې پهلوي ساساني ول، د دې لپاره په خبرو راغلل او ولوستل شول، چې له یوناني ژبې او لیکدود سره یې تړاو درلود.
دا ډول ډېرې بېلګې لرو چې د یوې ژبې په مرسته، د ځانګړي ژبني مېتود له مخې بله ژبه موندلی کېږي، چې موږ خروشتي لیکدود د بېلګې په توګه یادولی شو، چې د یوناني لیکدود له مخې، چې له یو بل سره ګاونډ کې نږدې وې ،لومړنۍ هڅه د سیکو په لوستلو پيل شوه .
د دې ټولو لیکدودونو سره سره، د کوشانیانو د ټولواکمنۍ په پېر کې د «کوشانا» پنوم د یوه لیکدود یادونه هم تر سترګو شویده، چې د موندنې نښي نښانې همداسې را په ګوته کړیدي.
په ۱۹۳۰ کال د یو شمېر کندنو په ترڅ کې، چې د موسیو هاکن له خوا دغه کندنی وشوې، د بامیانو له لرغونو سموڅو، له هغې استوپې نه چې د معبد په مینځ کې موجوده وه، یو شمېر لیکنې چې دونو په پوټکو کښل شوي وې وموندل شوې.
سره د دې چې لنده بل اونمناکه خاورې ورته زیان رسولی وو، خو بیا هم د ښوونې او روزنې وزارت دغه توکي فرانسی ته ولېږل او د «موسیو سلیون لوی» له خوا تر مطالعي لاندې ونیول شول او د څېړنې په ترڅ کې په ډاګه شوه چې دا یو ډول ځانګړی لیکدود دی، چې بیا یې دغه لیکدود د «کوشانا» په نوم یاد کړ.
له دینه سربیره له بامیانه څخه یو شمېر نور توکې هم تر لاسه شول، چې له دریمې زیږدي پېړۍ نه تر اتمې زیږدي پېړۍ پورې داسې نښې نښانې په ګوته کوي، چې نه یوازې په دی کې د کوشا نا«لیکدودو نه تر سترګو شویدي، بلکې د سنسګرت لیکدودونه هم د بامیانو له کندنو څخه تر لاسه شویدي.
د سنسګرت دغه لیکدودونه چې نه یوازې د کوشانیانو د واک او ځواک ټاکلی زمان په ګوته کوي، بلکې ان د اسلام د دین تر خپریدو پورې زمانه هم راپېژني.
تر اوسه داسې انګېرل کېږي، چې یوناني کتیبې د یوناني ژبې په تړاو په افغانستان کې ندي موندل شوي، خو د یو شمېر واکمنو له خوا د یوناني ژبې، سیکي کارول شویدي.
څېړونکي او لرغونپوهان پدې اند دي، چې د «ایوکراتیدس »له زمانی وروسته، پراکریت او خروشتي لیکدودونه په سیکو کې دود شول او کوشانیانو هم د هغو باختري یوناني سیکو له مخې پخپلو سیکو کې یوناني لیکدودونو ته لاره پرانسته. په اریان دایرة المعارف کې پدې اړه داسې لیکل شویدي:
د لویو کوشانیانو په زمانه کې، له مسکوکاتو څخه د خروشتی رسم الخط رواج وغورځېد او زیاتره به د متبرک رسم الخط په حیث په مذهبي لیکنو کې استعمالیده … له دې سربیره د سنسګرت یو ډول رسم الخط چې اثار یې په دریمه او څلورمه مسیحي پېړیو پورې مربوط دی هم له بامیانو نه موندل شوې ده. چی مدققین هغه د کوشانو رسم الخط بولی … ځنې د کنشکا عصر د سنسګرت دا دب د رنسانس دوره او نور یې پراکریت دوره بولي.دارنګه ګریکوبودیک صنعت د افغانستان د هیکل جوړولو مخصوصه مدرسه وه.»[2]
د پښتو او پارسي ژبو په اړه هم لرغونپوهانو یو شمېر څرګندونې کړیدی، چې موږ پدې لړ کې ډورن، راورټي، بلیو (د یو شمېر ختیځپوهانو سنسګرت او پراکریت ژبې زده وې)، دارمستر، کایګر او مورګنستیرنی یادولی شو.
دارمستر (۱۸۸۸ ز کال) پښتو له اوستا سره هم کورنۍ وګڼله او وې وېل له هندي ژبو سره په ګاونډ کې اوسېدلې ده، نو ځکه خو یې د دغو ژبو اغیزی راخپل کړیدي . په پای کې داسې وګڼلی شوه چې پښتو اریاني او بیا شمال ختیځه اریایي ژبه ګڼلی شي.
پښتو ژبه بیا له پارسي سره یو څه توپير لري، که څه هم دواړه ژبې اریایي ریښه لري او د یوې اریايي کورنۍ ژبي دی خوپوهان عبد الحي حبیبي د پارسي ژبې په اړه داسې لیکلی دي:
«په لومړۍ او دویمې زیږدي پېړۍ کې درې ژبه په همدې لرغونې شکل په تخارستان او کوشاني دربار کې د لیکنو او دفتر ژبه وه. حال دا چې په همدغو وختو په لویدیز او شمالي ایران کې په پهلوي ژبې خبرې کېدي. دینی او درباري ژبه وه. پر یو مهال په دوه ختیزو او لویدیزو دربار کې د دوه ژبو له دغه نژدې والي څخه پوهیږو چې دري ژبه له پهلوي ژپې څخه زیږیدلې نده او له لویدیځه ختیځ ته نه ده راغلې، بلکې د افغانستان وطني ژبه او له پښتو سره یې ريښه یوه او نژدي ده.[3]
په کوشاني پېر کې بیا سنسګرت او پراکریتونه، په ځانګړي ډول سېتې لهجې په اریانا کې دود وې. بودایي ادبیاتو هم د زرو کالو په شاوخوا کې شتون درلود چې په سنسګرت او پراکریتونو کښل شوي ول.
کوم توکي، چې په ګلګت کې موندل شوي، سربیره له دی چې د ونو په پوټکو لیکل شوی دي، بلکې د څاروېیو په پوستکو یې هم کاږلي دي او رنګونه یې له زېړو کاغذونو سره ورته بريښي … د ختني اوسکی پنوم ژبې، چې ځنو ژبپوهانو تخاري بللی دی هم دپام وړ دي .
په ټوله کې د کوشانیانو په پير په ځانګړي ډول د کنشکا د ټولواکمنۍ په مهال ادبیاتو، هنر، مذهبي ارزښتونو، تجارت، کورنۍ او بهرنۍ پالیسي او سیاست، فرهنګي پرمختیا، د جامو اوبدلو لاسي صنعت، او نورو ټولنیزو ارزښتونو ډېره وده او پرمختګ کړی وو.
د کوشانیانو د ماتې لاملونه
کوشانیانو د واک له پيل نه یو شمېر پرمختګونوته مخه کړه او د خپل واک په جغرافیه کې یو شمېرتاریخي ویاړونه اویاد ګارونه په میراث پرېښودل، چې لنډیز یې داسې دی:
۱ـ لومړی د یوې لوې ټولواکمنۍ ټینګښت، د سیمه ییزو او ملوک الطوایفی حکومتونو له مینځه وړل … د سیکو او کتیبو وده او پرمختګ، چې له بېلابیلو فلزاتو تهیه شوې وې، د بیلابیلو لیکدودونو پراختیا او پرمختیا، د بېلګې په توګه یادولی شو.
۲ـ د کورني او بهرني سیاست شتون، چې د نړی له یو شمېر هېوادونو سره یې سیا سي، تجارتی او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې، چې روم او چین د ساري په توګه د یادولو وړ دي.
۳ـ د کلتوري او فرهنګي ارزښتونو پراختیا، ټولنیز اخلاق، قضا او عدالت، دیني او مذهبي دودونو ته پاملرنه، د روحانینو روزنیز مرکرونه، زده کړې او مدرسې، په هنري ادبیاتو کې نوښت او پايښت او د خلکو راز راز ټولنیز ارزښتونه یادولی شو.
۴- په باختر کې د لاسی صنعت وده او د ګریکو بودیک مدرسو رغاونه، د یوناني کلتور و فرهنګ کره کول، د بودیزم پراختیا، ګندهارا یې د یوه موهم سیاسي او کلتوري مرکز په توګه وځلوو…
همدا ډول په کندوز کې د یوه ستر معبد جوړول، په ننګرهار (ناکي هډه …) توپ دره، په لرغونې کاپیسا کې (توپ دره) د بګرام مد نیت او د پوزه شترک معبد، په غزني، بامیانو، کندهار، بغلان او په لسګونو نورو سیمو کې ډول ډول مد ني او کلتوري پرمختګونه په کوشاني پېر کې لیدلي شو.
دا چې ولې دغه ستره ټولواکمنۍ له ماتې سره مخ شوه څو لاملونه یې د بېلګې په توګه د یادولو وړ برېښي:
 کوشاني واکمنۍ د ۳۰۰-۳۵۰ ز کالو په مینځ کې ورورو مخ په ځوړه وښوېیده، د دې کمزورېیو یو ستر لامل د ستر کنشکا له ټولواکمنۍ وروسته خپل مینځي ستونزې وې، چې ورورو مرکزي ثبات له مینځه لاړ او هر سیمه ییز واکمن هڅه کوله، چې د خپل ځواک جزیره او جغرافیه بېله کړي او هغه ستره کوشاني ټولواکمني، چې د واک څلور خواوې د سیستان له هامون نه نیولې د تارم او ګنګا تر ټاپو، هماغسې د چین له پولو نه تر مینځنۍ اسیا پورې غوځېدلې وه، له ماتې سره مخ شوه.
د دغې سترې ټولواکمنۍ مرکزي ثبات، هغه مهال له ګواښ سره مخ شو، چې د دولت چارواکو د هند نیمې وچی ته ډېره پاملرنه وکړه، چې هلته ځانونه ځواکمن کړي ، د ځواکونو غوښنه برخه یې په هندوستان کي تر ډېره بریده بوخت پاتې شوه.
دا چې د کوشانیانو وروستی واکمن «دویم واسودیوای» کوښښ کاوه، چې د ګندهارا سهل اوجین ujin ته خپل واک او ځواک پراخ کړي، ولی دا هغه مهال وو چې ساسانیانو د افغانستان لویدیز ته مخه کړه او له دغې تشې یې استفاده وکړه او د سیستان (feradata) له لارې په کوشانیانو برید وکړ.
د ساساني ځواکونو پر وړاندې د کوشانیانودماتې یوبل لامل د برهمنانو خوابدي وه، چې د کوشانیانو لپاره، هغه د
« ا ګنی پورانه »خبره بودایي دین منل و.
ساساني واکمن دویم شاپور sapurii د ساکستا (سیستان) لور ته مخه کړه او له سیمه ییزو کوشاني واکمنو یې کیپن kiapan او کوفی kohopenځکه لاندې کړل چې مرکزي حکومت (کاپيسا-پېښور) ورسره پوځي مرسته ونشوه کولی. د کوشاني واکمن «واسودیوا » مخ په سهیلي ګندهارا روان وو، خو ساساني واکمنو خپل ځواک له کپکاس لوري نه راټول کړ او ټوله پاملرنه یې ځکه کوشاني واکمنو ته کړه، چې ساسانیانو نشو کولی، په دوه جبهو کې وجنګېږي … که له یوې خوا هېواد، له لویدیزه وګواښل شو، خو بل کوم ګواښ، چې کوشاني ټولواکمنۍ یې وګواښله، هغه د هېواد شمالي سیمې وي، چې له مینځنۍ اسیا نه یې دیپتلیانو راتلو ته لاره پرانسته.
لکه څرنګه چې کوشانیانو، په سر کې پنځه (۵) سیمه ییز او ملوک الطوایفي حکومتونه درلودل او بیا یوه واکمن ټول د ځان تابع کړل او یوه ځواکمنه ټولواکمنۍ یې جوړه کړه.
 خو کله چې له بده مرغه دوئ له برم او دب دبې نه ولویدل نو یو ځل بیا کوشاني ټولواکمنۍ په ملوک الطوایفی ووېشله شوه او ساسانیان پرې واکمن شول، نه یوازې دوئ، بلکی ګوپتا کورنۍ او یپتلیان د جنوب او شمال له لارې را دمخه شول بلخ او کشمیر یې ونیوه .
 د افغانستان د تاریخي جغرافیې څرنګوالی ۱۷۵ مخ[1]
(دایرة المعارف ۳ ټوک ۳۸۰ مخ[2]
(حبیبي عبد الحی د افغانستان لنډ تاریخ ۷۸ مخ[3]

د افغانستان یو نامتو ټولواک، کنشکا

 

1 COMMENT

  1. ښاغلي استادشهسوار سنګروال ته د الله تعالی د خضر ع په شان اوږد عمر ورکړي . ښکلی او هر اړخیز معلومات دي . د هېواد تاریخ لوستل او بیا د استاد په ښکلي قلم لا خوندور وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب