دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغانستان یو نامتو ټولواک، کنشکا

د افغانستان یو نامتو ټولواک، کنشکا

۲۵مه برخه   

  استادشهسوار سنګروال

لوې کوشانیان په ټوله کې په دوه سلطنتي کورنیو ویشل شویدی، یوه کورنۍ یې د کدفیزس، چې د کوشان د سلطنتي کورنۍ موسس ګڼل کېږي او بله یې د کنشکا kanishka سلطنتي کورنۍ وه، چې د افغانستان په تاریخ کې د یوې سترې ټولواکمنۍ بنسټ کيښود.

ده د یوه ستر واکمن په توګه (۱۲۰-۱۶۰ ز) د یوې لوې ټولواکمنی بنسټ پداسې وخت کې کېښود، چې افغانستان د یو شمېر ګاونډیانو تر ګواښ لاندې وو.

کنشکا د ګندهارا د شهزاده پنوم هم نامتو وو، د ی د یوه ځواکمن واکمن په توګه وځلېد، ان دا چې د ټولواکمنی پولي له اریایي هېواد نه هم واووښتې.

ده په هند کې د هندي موریایانو پلازمېنه «پتالي پوترا» هم ونیوله ،ماتورا، بنارس او د ګنګا شاوخوا سیمې هم لاندې کړې له هند او تبت نه نیولې د چیني ترکستان او د روم د امپراتوریو پولي هم کنډوې او ړنګې کړې.

په ټوله کې دغه ستر ټولواک ختن، کاسغر، یارکند، د اکسوس او اندوس تر مینځ خاوره، ګنګا، له تارم نه تر ایرانه، سنکیانګ او یو شمېر نورې سیمې د یو بل پسې کابواولاندې کړې .

د ده ژمنی پلاز «پورا شاپورا» (پېښور» او د اوړي پلازمینه یې بګرام (کاپیسا) وو، چې له دغوپلازونو یې خپله ټولواکمنۍ اداره کوله .

که موږ د کوشاني کورنۍ دریم حکمران سوتر میګاس شاه وګڼو نو له ده نه وروسته کنشکا د دي کورنۍ څلورم واکمن دی چې د افغانستان او سیمی په تاریخ کې یو نوی څپرکی پیل کړ او د ختیځو هېوادونو په تاریخ ، اقتصاد، سیاست او په مذهبي او فرهنګي چارو کې یو ستر انقلاب رامینځته کړ.

«افغانستان له پارس نه تر هندوستانه» کتاب لیکوال د هغه لاسوندونو له مخې چې د «درونټې له ستوپونه تر لاسه شویدی، دا په ګوته کوي، چې په دغو سیکو کې د کوشاني او «رومي» واکمنو د مهال د هوا کي huvirky او کنرکي kenerkky په نومونو لوستل شوي توکي، د کوشاني واکمنۍ پورې اړه لري . له دغو ستوپونه نور یو شمېر توکي بیا د روم ټولواکمنۍ سره تړاو لري، چې موږ د «دومسیانو dumisiano» سبیانو sbiano او د میرمن «تراینو trayno سیکې د بېلګې په توګه یادولی شو.»[1]

دا چې څرنګه د روم د ټولواکمنۍ د سردارانو سیکې په درونټه کې تر لاسه شویدي لامل یې دا دی، چې د کنشکا د ټولواکمنۍ په مهال د وریښمو سوداګریزه لاره دومره نامتو او ګټوره وه چې له چین نه راواخله تر روم پورې کاروانونه به د افغانستان له بیلابیلو سیمو تېرېدل، چې د دغو کاروانونو یو موهم تمځای درونټه وه، نو ځکه خو د رومیانوچارواکو مجسمې دلته موندل شویدی .

د کنشکا د ټبر سلسله

د کوشانیانو د ټبر په تړاو ډېر څېړونکي او لرغونپوهان وېشل شویدي ، یو شمېر تاریخپوهانو انګېرلي، چې دوئ د ترکانو او هونیانو huns یوه څپه وه، چې دغه پراخه سیمه یې لاندې کړه.

ولې یو شمېر نور، پدغه لړ کې ګرشمن ghrishman او مک ګورن macgovern پدې ټینګار کوي، دوئ د سیتیانو یوه بله پښه ده، چې د ساکانو، پارتیانو او پهلوایانو نږدې تربوران ګڼل کيږي.

یو شمېر ختیځپوهان پدې اند دي، چې له زیږدیز یانې له عیسوي پېړۍ دمخه دغه وګړي چې په مینځنۍ اسیا کې ودان ول د سیت (سیتیانو) پنامه یادېدل.

یو شمېر نورو بیا دوئ «تورانیان ګڼلي دي، اوستا هم د دې خبرې پخلی کړیدی خو په اوستا کې ساکان د «توریا» پنوم یاد شویدي، خو په تورات کې او همداراز «اثوریانو=اشوریان» دوی اشکوزي بللي دی او هخامنشیانو ورته «ساکا» ویل .

دلته دغه ټکی د پام وړ دی چې په اوستا او شاهنامه کې د «توراني=تورانیان» یادونه شوې ده!؟

د نړۍ ختیځپوهانو په شمالي او مینځنۍ اسیا کې د یو شمېر قومونو یادونه کړېده چې تاریخپوه کهزاد پخپل کتاب «افغانستان در پرتو تاریخ» کې د دوئ له اند ه داسې لیکلی دي:

«له زیږدیزو پېړېیو دمخه یو شمېر وګړي د «سیت» ټبر (سیتی قومونو) په نوم شمالي سیمو یانې د امو رود غاړو ته نږدې استوګن ول، چې توراني (تورانیان) یې بلل.

د لویدیز والو په اند «سیتیان« او زموږ په عرف توریان، هغه وګړي ول چې د اسونو په ځغاستو او د غیشو په ویشتلو نامتو ول …»[2] چینایي تاریخپوهان، پدغه لړ کې یو هم د «لویدیزو هېوادونو» د کتاب لیکوال دی (۲ م ز پېړۍ) او د لومړي ځل لپاره یې زموږ د هېواد یادونه کړېده.

ده کوشانیان، یوچیان بللي دي او په دوه لویو او وړو کوشانیانو یې وېشلی دي داسې څېړونکي هم پېژنو، پدغه ترڅ کې ګوردن چایلډ او «کېمبال j.d.kimball» یادولی شو چې د قبرونو د لوڅولو له مخې سیتیان او ساکان دوه بیل ټبرونه ګڼلی دي . پوهاند حبیبي د کوشانیانو په اړه، دچینایي تاریخپوهانو له قوله داسې کښلي دي:

«هغه ټبرونه چې د ۱۶۵ م ز کال پر شاوخوا یې له اریایي ساکانو او سیتیانو سره د وینې او توکم (نژاد) ګډون لاره … چینیانو دوئ یوچي وګړي بللي دي …[3] »

چینیایانو سربیره له دې چې دوئ یې یوچي yueh-chi وګړي ګڼلي دي، بلکې «ګوی شانګ gwei-shang» یا کوشان د هغې یوه غښتلې قبیله شمیري د پنځو قبیلو په مینځ یوه قبیله هم د «کوي شوانګ» وه، چې د نورو پر وړاندې برلاسي شوه، له امو روده راپورېوته، په باختر کې د یوناني چارواکو وروستي واکمن «هلیوکلیس» ته ماته ورکړه، د کوشان (کوشاني )پنوم نامتو شول.

د کنشکا د واک پراختیا

که څه هم یو شمېر څېړونکي کنشکا د کوشاني ټبر دویمه سلطنتي کورنۍ ګڼلي ده، خو موسیوا لفرد فوشه لیکلی دي، :«کله چې موږ د ویما کدفیزس او کنشکا سیکې او کتیبې ګورو، د دوۍ ترمینځ کوم اختلاف نه سترګو کېږي، بلکې بشپړ مشابهت لري، دوی دومره سره ورته دي، چې د یو شمېر انګېرنو له مخې کنشکا د ویما کدفیزس زوې ګڼلې شویدی او هغې لس کلنې تشې او خلا ته هم د شک په سترګه کتل کېږي.

دا چې د کنشکا (کانیشکا، کهنشکا، کنشکی، شاهي کنیکه) د تخت ناستې نېټه ۱۲۰ ز کال په ګوته شوې، نو ځکه خو لس کلنه تشه په ځای ګڼل شوېده.

که څه هم یو شمېر ختیپځپوهان او لرغون پېژندونکی په دغه لړ کې ګوبل gobl د ده د واک نېټه:

د کنستنتین او یا هدریان (Hadrian) د روم له امپراتورۍ (۱۱۷-۱۳۸ ز) سره معاصره ګڼي.

ولې هوګو h.hugo په دې اند دی چې:«د کنشکا د واک موده او دب دبه د شرقي بیزانس=بیزانش د ټولواکمنۍ په وسط کې اوج ته رسیدلی وه.»[4]

دغه څرګندونې د پام وړ ځکه دي، چې، د کوشانیانو ټولواکمنۍ په مهال په ځانګړي ډول د کنشکا د واک په موده کې د وریښمو سوداګریزه لاره له بلخ (بلهیکا balhika) تېرېده، سرې بحیرې او تور سمندرګي نه وروسته د مصر سکندرې ته څېرمه دروم سره وصل کېده، نو ځکه خو د سوداګرو د کیسو له مخې تاریخي ډوله انګېرنی او استوري د پام وړ ګڼلی شي. (د ختیځ روم مرکز بیزانس یانی اوسنی استانبول وه).

 له سوداګریزو چارو سربیره، د کنشکا د واک پراختیا له دې څخه هم ډاګیزه کېږي، چې د ده د واک په مهال د افغانستان په جنوب ختیز د هند د نیمې و چې په ګډون په یو شمېر سیمو کې رغاونې وشوی، چې موږ د کاپیسا ښار بګرام، د ټکسلا ښار سېرکپ اونورې سېمې  د ساري په توګه یادولی شو.

موسیو فوشه د ګندهارا پاچا تر سر لیک لاندې کښلي دي، چې کنشکا د لرغونې اریانا له پولو واوښت، د هند شمالي او شمال لویدیزې سیمی او د کنګا حوزه ولکه کړېوه، جنوب پلو ته له ګندهار نه تر «وندهیا» له لویدیز نه تر پامیر، سینکیانګ، چینی ترکستان، ان د تارم تر حوزی پوری، د ده د ټولواکمنۍ جغرافیه وه.

د اریایانو لویدیز ته پارتیان له اریایي پولو لرې له ارمنیانو او د روم ټولواکمنۍ سره ان تر دجلی پورې په جګړه کی وو ، د ده سیمی کنشکا ونیولې … کشمیر یې د خپل واک په لومړي کال ونیو او هلته یې د «کنشکا پورا» پنوم د یوه ښارګوټي بنسټ کيښود،

«راجاترانګیني» د کشمیر تاریخ په متن کې دېته ګوته نیولې ده، چې هلته درې واکمنو هر یوه «هوشکا»، «جوشکا»، او کنیشکا په خپلو نومونو ښارګوټی ودان کړیدی.

کشمیر د کنشکا د ټولواکمنۍ په وخت کې ډېر موهم و، ان دا چې د څلورمه لویه جرګه یې هم د کشمیر په «سرینګر» کې، چې پنځه (۵۰۰) پوهانو پکې برخه اخستې وه جوړه کړه.

کوم ښار چې هلته رغاول شوې و، د «کانیشپور» پنوم نامتو وه، چې د دوه رودونو په مینځ کې، د «سرینا ګار» لور ته چې د کشمیر پلاز وه غوځیدلی وو.

کنشکا د هېواد لویدیز، جنوب او جنوب ختیځ نه سربیره د افغانستان ختیځ او شمال ختیځ ته هم پاملرنه درلوده. کوم فتوحات چې د هېواد ختیځ کې ترسره شول، په دغه ترڅ کې یو شمېر چینایي وګړي هم یرغمل شول، ان داسې انګېرنې هم شتون لري، چې پدغو یرغلمیانو کې د چین د امپراتور زوې هم وو. ولی د «شاهانو تاریخ» نومې اثر کې چې تر ۱۱۳ ز کال پورې یو شمېر موهمې تاریخې پېښې پنځولې او کښلي دي، داسې تر سترګو کېږي، چې د کاشغر پاچا خپل یو نږدې دوست «شن-پان ch-en-pan د یرغمل په توګه د «یوچي پاچا» دربار ته واستوو.

څرنګه چې پدغه یرغمل کې د چینیانو یو شمېر شهزادګان او د دوئ د ټبر مخور کسان وو. د کنشکا په ځانګړي کوښښ، چې دوېته زیان ونه رسیږي، ان تر دی چې دوې به په اوړي کې کاپیسا او په ژمي کې پېښور کې ساتل کېدل، دا ځکه چې کاپیسا او پېښور د کنشکا د واک پلازمینې وي.

د کنشکا د واک په مهال مذهبي او فرهنګي ارزښتونه

هغه مهال چې کوشانیان د باختر په شاوخوا کې واکمن او استوګن ول، د هغه وخت لرغون پوهنې اود کندنو له مخې، تر ډېره بریده، دوی د اور لمانځنه کوله او د مازاد mazad طریقه یې غوره ګڼله.

کله چې د اباسین په شاوخوا کې، کوم توکي چې د دوی مېشت ځایونو، څلیو، کورونو او منارو کې تر لاسه شول، ښکاره شوه چې دوئ د اباسین په سیمه کې له راز راز ادیانو سره مخ شول او په دوئ یې اغیزه وکړ.

دادهيښتیا او حیرانتیا خبره نده، چې ولې په لرغوني افغانستان کې د بیلابیلو ادیانو پیروان او پلویان موجود وو؟ د دې یو ستر لامل د بهرنیو هېوادونو یرغلونه او بریدونه ول، چې دغه هېواد یې لاندې کړی وو او بیا یې خپلو مذهبونو ته لاره پکی اوراه کړی او پرانستې وه، چې موږ یې په څو برخو وېشلی شو:

ـ لومړی یوناني ادیان او خدایان چې یوناني وګړو یې پالنه او لمانځنه کوله:

ـ هیراکلس herakles

ـ ماوو mao

ـ اورګلانا orgalana

ـ اودو oudo

۲- هندي ادیان او خدایان داسې په ګوته شویدي:

ـ نانا nana

ـ بودا Buddha

ـ شیوا shiva

ـ سکنډا skanda

۳- کومو لرغونو اریایانو چې بیلابیل خدایان او ادیان پالل:

ـ اردکشو (اردکسو ordoxo)

ـ میرو miro

ـ پرو paro

ـ اپرو apro

کومې کتیبې او سیکې چې د کنشکا تر ټولواکمنۍ لاندې په هند، باختر او ختیځ ترکستان کې په ځانګړي ډول، چې په «ماتورا» کې تر لاسه شویدی، چې موږ د «ارا ara» کتیبه د ساري په توګه یادولی شو، په متن کې دغه عبارت تر سترګو شویدی:

مهاراجا – راجاتیراجا – دیواپوترا – کیزارا کنشکا – لوی پاچا – شهیشناه – د خدای زوې – قیصر کنشکا

Maharaja – rajatiraja deva – putra kaizara – kanishka

له دغو سربیره نورې کتیبې چې په «شابهار shabahar، په ماتورا کې بیدا شویدی، د بیلګې په توګه د کنکالیتیلا kankalitila پنوم، د ماتورا یوه بله کتیبه چې په هغې کې د کراوشیکا kraushika یادونه شوېده.

یوه بله کتیبه چې بهاولپور کې کشف شوې ده او همدا راز په بهاولپور او یو شمېر نورو سیمو او ان افغانستان کې چې کومې کتیبې تر لاسه شویدي، د کوشاني ټولواک کنشکا یوه فرهنګي دب دبه په ګوته کوي.

پدې ډول کومه کتیبه چې د «فوسمن fusman» له خوا د غزني په یوې دښتنه کې کشف شوه، په دوه خروشتي او یوناني ژبو کښل شوې وه، چې د کنشکا واک او ځواک (۶۵ ز کال) په ګوته کوي.

سراولف کارو پخپل نامتو کتاب «پټانز» کې د کوشانیانو د ادیانو په تړاو داسې لیکلی دي:

کوشانیان چې کله د اباسین وادي ته راورسېدل نو له ډول ډول ادیانو سره مخ شول ، ډول ډول مذهبي شخصیتونه وزېږیدل، لکه هراکلس heracles، هیپاستس hephaestus، میتراس mithras، شیو shiv او بالاخره بودا Buddha .»[5]

د دغو ادیانو په لړ کې یو هم بودیزم وو، چې د کوشانیانو ستر واکمن کنشکا د بودیزم تر اغیز لاندې راغی او بودیزم ته ژمن شو.

آشوکا، چې له کوشانیانو نه شاوخوا څلور پېړۍ دمخه تېر شوی وه اود بودیزم دودې او پرمختګ لپاره یې لاره پرانستې چې کنشکا بودیزم ته بیا دومره پرمختیا او پراختیا ورکړه، چې ساری یې له ده نه دمخه او وروسته لږ لیدل شوی وه او یا هیڅ هم نه وو لیدل شوی . د بېلګې په توګه د هند په سهل او شمال کې د لوې او واړه مذهب پنوم اصطلاح کارول کېده. د هند په جنوب کې دواړه او کوشني مذهب ژبه«پالي » وه او د شمالي مذهب «مهایانه» خو کله چې لوې کوشان شاه بودایي دین ومانه ،نو بیا نه یوازې د هند د سهیلی ژبې پالي پر ځاې سنسګرت ژبه مذهبي بڼه خپله کړه، بلکې په سیکو کې د بودا بشپړ انځور هم وکاږل شو.

 دلته دی چې د کنشکا د واک په مهال ارت او هنر ډېره وده وکړه او د ګندهارا هنر د اسیا نورو برخو ته هم لاره ومونده، ان تر دې چې د کوشان شاه د حکومت په موده کې، دغه پېر د بودیزم په تاریخ کې یوه طلایي دوره ګڼلی کېږي.

هغه وخت چې په ټوله مانا کنشکا دغه دین ومانه نو بیا یې یو شمير سیمو ته د باختر په شمول مینځنی هند، چې په یوه حساب د ادیانو ټاټوبی، د افکارو سرچینه او د شخصیتونه دودې او پرمختګ ځایګوټی و، لیکونه واستول چې د بودیزم پراختیا ته لاره اواره کړي .

که د هندوکش په جنوب کې چې مګده magda، پورا شاپورا purashapura او ماتورا Mathura یې ښې بېلګې وي او د بودا دین پوهانو هڅه کوله چې وده ورکړي، ولې د هندوکش په شمال کې زردشت له بودیزم سره موازي حرکت کاوه .

کنشکا لا د واک په سرکې یو پلاوی د دوه ګندهاري پوهانو په ملتیا چې «مونتاګ Montag او ګوبهارانا gobaharana نومېدل د چین ټولواک «منګ-تی ming –ti» ته واستول، چې له چینیانو سره مذهبی او دېپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

دا داسې وخت دی چې کنشکا واک د هند لورته تر ماتورا، مرکزي اسیا پلوته له کاسغر نه تر فرغانې (د نقش رستم د توکو پر بنسټ) رسیدلی وو.

هغه کنفرانس چې په ۱۹۱۳ ز کال په لندن کې د کنشکا د پيژندنې په تړاو جوړ شوي وو، د ګریکو بودیک هنر او د ګندهارا دارت په اړه هم چې کومې څرګندونې د بیلابیلو ختیځپوهانو او لرغون پېژندونکو د خوا وشوې هم د پام وړ وې.

همدا ډول یوه چینایي سیلاني «هیوان تسنګ او هغه کندنې چې بګرام کې تر سره شوی دی، د دواړو سرچینو پربنسټ داسې انګېرنې شوېدی، چې د «۳» او «۴» کیلو مترو په واټن د غره په لمنه کې چې د اوړي له خوا پکې چینایي یرغمل شوي وګړي ساتل کیدل ودان وو او د «۳۰۰» په شاوخوا کې راهبان به پکې دېره ول .

په هغه کتاب کې، چې د «هیوان تسنګ» ژوند نوميده راغلي دي، چې دغه معبد د «شا-لو-کیا sha-lo-kia» پنوم یادیده.

دغه چینایي یرغمل شوي وګړي، که داوړي په موسم کې به د بګرام په شا-لو-کیا مزدک او معبد کې استوګن ول، خو د ژمي له خوا بیا د «پارو شاپورا=پيښور کې ساتل کېدل.

هغه مهال د ګندهارا لوی مرکز او پلاز پيښور وواو له اوسني پيښور نه ډیر لوې او پراخ ګڼل کیده. ځکه خو چینایي لرغونپوهانو دلته یوه سیمه «شیناپوتي=چیناپاتی» یاده کړیده، چې «امرت سر» ته څیرمه په ۱۱ میلی کې پرته وه او کننګم «چیناګاري» نومولی ده.

«د سکري بابا شاوخوا د پيښور سیمې اوسیدونکو، مشرانو او سپین ږیرو دا خبره ما (لیکوال) ته وکړه، چې یو مهال دلته، د کندنو په ترڅ ، یوه قبر کی د سرو زرو کفن وموندل شو …»[6] ولی سراولف کارو بیا په پټانز کې داسې کاږلي دي:

«د اوسني پېښور ګنج ګیټ ganj gate د باندې په ۱۹۰۹ کال د کنشکا یو ډیر ښایسته لرغونی او تاریخي تابوت وموندل شو، چې د پېښور په موزیم کې ساتل کېږي.»[7]

د شا-لو-کیا sha-lo-kia له مزدک او معبد پرته نور مزدکونه هم تر سترګو شویدي، چې پدې ترڅ کې پېښور ته نږدي د ۱۵۰ فوټه په اندازه معبد او مزدک وو چې د بودا د کچکول patrachit د ساتنې لپاره ودان شوی وو، پدې کې هم لکه د بګرام د ستر معبد په څېر «راهبان» اوسېدل او دغه مزدک ته نږدې د سل فوټه په لوړوالي د «پيپل» ونه ولاړه وه.

د بودا په مذهب کې داسې ډېرې انګېرنې شته چې بودا ډېر ځله د پيپل او بوهي ونې ته ډډه لګولې او د هغو ونو سیورو ته یې دمه جوړه کړیده.

په یو شمېر بودایي ادبیاتو کی د کنشکا د ځایګوټو، مزدکونو، سیکو، کتیبو او هنري اثارو او توکو په تړاو یو څه خبری اترې شویدی، هغه هم د چینایي سرچینو پر بنسټ، چې تر یوه بریده تتی برېښي، خو د ټبر، ژوند، ژبی او نورو ټولنیزو ارزښتونو په تړاو د یوې سلطنتی کورنۍ په توګه بشپړې څرګندونی لا تراوسه هم ندي شوي چې موږ یې لږ تر لږه له هخامنشي، یوناني، رومانی او موریایي کورنېیو او ټولواکمنیو سره پرتله کړه.

هېرودوت، چې څومره د ساکانو، پارتیانو، کوشانیانو، ستاګیدیانو، دادیکانو، اپریتیانو، پاکتیانو، ګندهاریانو، پختیانو او نورو ځایونو، قومونو او د هغوئ په کړو وړو، دودونو او نورو ټولنیزو ارزښتونو رڼا اچولې ده، پخپله یادو سلطنتي کورنېیو د خپل واک او ځواک په اړه دومره څه ندي ویلی، چې اوس پرې تیاره ګوټونه روښانه شویوی.

له دغې څرګندونې نه موخه دا ده چې د افغانستان آرکیولوژي یا لرغون پېژندنه موهمه ځکه برېښي چې افغانستان د مینځني اسیا، چین، هند او پارس په مینځ کې د څلورو لارو هېواد دی او پرته له افغانستانه د دوئ تاریخ نیمګړی دی، نو ځکه افغانستان پېژندنه ډېره موهمه ده .

که چېرې لرغونپوهانو د ملګرو ملتو (یونیوسف او یونسکو …) پر مټ ستر واکمن کنشکا، چې د خپل مهال د نړۍ له سترو واکمنو څخه ګڼل کېده، څېړل شوی او پېژندل شوی وی، نو اوس به موږ د چین «فغفور» او د روم له امپراتورانو سره پرتله کولی شو.

که موږ یوازې د بغلان د «سره کوتل» ننداره مخې ته کېږدو،چې د اورلمانځنی یو مهم پلا ز وو او د وخت یو مهم هنري ارزښت یې په ګوته کاوه نو ډېر څه به مو ترلاسه کړي وی…

انګېرنې پدې تړاو داسې دي، چې د «بفولانګو» په اورتون کې به د کنشکا جوړې شوې مجسمې داسې بريښې دې، چې نندارې ته به یې خلک له چین او هنده راتلل.

«کله چې د سرخ کوتل په مزدک کې د کنشکا (هوویشکا) هغه مشهوره او لویه کتیبه چې د ده نوم پکې کښل شوی وو، تر لاسه شوه، ښکاره شوه چې دلته یو لوی معبد او مزدک د «بغولانګو» په نوم اباد وو».[8]

دا چې کنشکا د یوه ستر ټولواک په توګه، چې د اریانا په لرغونی تاریخ کې او یا د لرغوني افغانستان په بېلابیلو پېرونو کې ساری لږ اویا نه لري، چې د واک جغرافیه یې تر ګنګا، تارم او لویدیزی پارتیا پورې رسیده، ولې بیا هم څېړنیز تاریخ د ده حق نه دی ادا کړی .

د دې خبرې مانا دا هم نده، چې پدې باب بیخي څېړنې او کندنې ندی شوي، شویدي، خو له هغوهېوادونو سره د پرتلې وړ ندی، چې د افغانستان سره همزولي او معاصر تاریخ لري.

کومو کسانو چې د کندنو او څېړنو پر بنسټ بیا هم خپلې هڅې کړیدي د ستاینې وړ دی، چې موږ چارل مسن، موسیو کیو داګوست کورت، موسیو ژاکه، ولسن wilson، مورسیو فوشه، موسیو هاکن، هیوان تسنګ، موسیو ګریشمن، داکتر اسپونر dr.d.b.spooner ونسنت سیمېت، موسیو سیلون لوې، پرزي لوسکي (دی د سودارسانا  پنوم د یوه عالم او پوه نوم اخلي چې ټولواک یې بودایې دین ته هڅولی وو.) اونوردپام وړدي

په لرغوني افغانستان کې نه یوازې بودایی دین خپور شو بلکې له دېنه وړاندې وروسته نورمذاهب او ادیان هم ول، لکه د ساري په توګه میرو (میترا=لمر لمانځنه)، ماآو (سپوږمۍ)،اترو (اورتون = اور لمانځنه)، ارواسپو (اروت اسپه) او نور د یادولو وړ دي.

لکه څرنګه چې افغانستان د بېلابیلو فرهنګونو، مذهبونو او هنرونو وطن وو، دارنګه د ګڼو ژبو لرغونی هېواد هم دي، چې موږ ویدي او اوستایي ژبې، سنسګرت، پراکریت، خروشتی، برهمني، یوناني، تخاري، پارتي، پهلوي، ساکي او د کوشانیانو ژبه چې د یو شمېر ژبپوهانو په اند «ختني» نومیږي او یو شمېر نورې سیمه ییزې ژبې د بېلګې په توګه یادولی شو.

کنشکا یو صوفی او بودیزم ته ژمن انسان وو، چې د خپلې شهینشاهي په وروستیو کې د ګنج ګیټ ganj gate نه بهر یې یوه ټاپو ودانه کړه چې بیا یې د یوې ماڼۍ بڼه ورکړه.

پورتني پوړونه یې له لرګیو څخه اباد کړل، «۴۰۰» فوټه جګه وه او «۱۳» منزلونو اوپوړېیو ته رسېده، چې شاوخوا کې ورته اوسپنیزې کټارۍ لګولې وي، ټاپو کې دننه یو مزدک هم جوړ وو او د بودایي زده کړو یو ستر پلاز ګڼل کيده.

(وینسنت سمېت Vincent-smith» پدې اند دی، چې یوه چینایي سیلاني سنګ یون sung yun د شپږمې پېړۍ په شاوخوا کې دا ټاپو لیدلي وه.

یوه بل بودایی عالم ویرادیوا viradeva هم دغه ځای لیدلی وه او داسې انګېرل کېږي، چې دغه بودایي مدرسه تر «۹» می پېړۍ پورې اباده وه. ولې کله چې برهمنیزم را ژوندی او ورغول شو، تر یوه بریده د بودایي مذهب اغیزي لاوې او لمانځنه یې کېده ، خو د غزنوي سلطان محمود د واک او ځواک په مهال د بودایي مذهب پلویان او پيران له مینځه لاړل.

د کوشانیانو د واک وروستۍ شېبې

د کنشکا او په ټوله کې د کوشانیانو د واک په مهال، چې بودایي مذهب ته پاملرنه ډېره وه، ولې زرتشي او برهمني همدا راز نورو سیمه ییزو مذهبونو هم خپل درناوی په بشپړه توګه له لاسه نه ووورکړی. کوشانیانو خپلو سیکو او ډبر لیکونو، خپله ژبه، چې د ختني پنوم یادېده ډېره کاروله، چې یوناني، پراکریت او سنسګرت ژبې هم دودوې، خو تر ډېره بریده لیکدود په ډېرو سیمو کې هماغه پخوانی «خروشتي» وو، چې له ښي نه کیڼ لورته لیکل کیده.

خروشتي لیکدود چې له مخزیږدي پنځمې پېړۍ نه تر زیږدي پنځمې پېړۍ پورې پوره لس پېړۍ، له باختر نه تر سیستانه او ان د هند تر پنجابه پورې لیکل کېده.[9]

د کنشکا د واک پیل ځکه ۱۲۰ ز کال په ګوته شویدی، چې پدغه نېټه د کوشاني شاهانو د واک لومړی پېر پایته رسیدلی دی، خو سراولف کېرو په the pathans کې یو شمېر څېړونکو له انده د ده د واک پيل ۱۲۸ ز کال په ګوته کړیدی.

تر ډېره بریده لا دغه خبره سپینه شوې نده، چې د ده د واک نېټه په بشپړه توګه یقیني شي. همدا راز د ده د مړینې په تړاو هم انګېرنې وېشلې برېښي .«کېرو» ټینګار کوي، چې د وروستیو څېړنو له مخې کنشکا پر ۱۵۱ ز کال مړ شویدی.

د ده له مرګه وروسته دا خبره هم سپینه شوی نده او لا تته ده چې څوک واک ته ورسېد؟

ولې یوه خبره ښکاره ده، چې څېړونکي د «واسیشکا vasishka»، هوویشکا huvishka» او دویم کنشکا نومونه یو د بل پسې یادوي.

یو شمېر لرغونپوهان، پدې اند دي، چې له کنشکا نه وروسته «درې تنو واسیشکا vasishka» هوویشکاه huvishka» واسودیوا vasudeua» یو پر بل پسې تر ۲۲۵ ز کال پورې پاچاهي وکړه.»[10]

«واسیشکا د هغو کتیبو له مخې، چې په ګندهارا-ماتهورا کې موندل شویدی، د دویم کنشکا پنوم یاد شویدی او د لوې کنشکا زوې بلل شویدی.»[11]

د ساري په توګه هغه کتیبه، چې د کنشکا د سلطنت په ۲۴ کال، په ماتورا کې تر لاسه شوېده او اباسین ته څېرمه د  ارا ara په کتیبه بیا د کنشکا زوی، کوشاني واجیشکاه پوترا ګڼل شویدي:

مهاراجا – راجا – تیراجاه – دیوا پوترا کیزارا واجیشکاه پوتر maharaja – raja – tiraja – devaputra kaizara vajishka kanishka – putra یو شمېر لرغونپوهانو پدغه لړ کې، ک – ن بنرجی g.n.banerjee پدې خبرې ټینګار کړیدی، چې واسیشکاه (واجیشکاه vajishka) د خپل پلار کنشکاه د واک په مهال د سلطنت نایب او مرستیال وو.

دی سربیره له دی چې د سلطنت نایب وو، د هند حکمران هم ګڼل شویدی. اباسین ته نږدی پنجاب لور ته د «ارا» پنوم ډبرلیک کې چې دده نوم په خروشتي لیکدود کې د واجشکا پوترا کنشکاه په بڼه کښل شوی دی د پام وړ دی.

«ونسنت سیمت» د یادو کتیبو په رڼا کې داسې لیکلی دي چې «واسیشکاه» د ۲۴ تم ز کال په شاوخوا کې او هوویشکاه د ۳۳-۶۰ ز کالو تر مینځ د «ماتورا» حکمراني په غاړه درلوده.

همدارنګه دویم کنشکا بیا په ۴۱ زیږدي کال د پنجاب په ارا ara کې حکمران وو.»[12]

ګڼ شمېر برتانوي تاریخپوهان ډاډمن ندي،چې د واسیشکا سیکه چا لیدلي وي، ان پخپله ونسنت هم ډاډه نه ښکاري، نو ځکه خو انګېری، چې ښايي دغه شهزاده د کنشکا له مرګه د مخه له مینځه تللی وي او د کنشکا ټولواکمنۍ د ده یوبل زوې «هوویشکا» ته پاتې وي!؟

احمد علي کهزاد دمستر «کنو» له انده چې د خپل کتاب «په ۸۰ مخ کې» چې خروشتي کتیبې نومیږي د پروفیسر لیودر luders له خولې کښلي دي، چې د لوې ټولواک کنشکا له مرګه وروسته، د هغه امپراتورۍ په دوه برخو وویشلی شوه، دویم کنشکا د واسیشکا زوی په شمال او«هوویشکا»په هند کې سلطنت کاوه ،

چې لږه موده وروسته د شمال سیمې هم د «هوویشکا» له خوا، اداره کېدي، ځکه چې د وردګو په کتیبه کی په «۵۱» کال دی د امپراتور په نامه یاد شویدی.»[13] له دې څخه ښکاري،چې دی له کنشکا نه وروسته واک ته رسېدلی وي،داځکه چې دغه نېټه دده دمړینې نېټه هم ګڼل شوې ده .

د دې ټولو څرګندونو سره سره بیا هم د واسیشکا په اړه بشپړ معلومات په واک کې نشته خو د بیلابیلو، پرلپسې سیکو له مخې سړی دې پایلې ته رسیږي، چې دی د کوشانی واکمنانو په لړ کې یو پیاوړی واکمن وګڼل شي.

د کوشاني کورنۍ یو بل تن هوویشکا huvishka نومېده تر لاسه شو لیکدودونو او کتیبو کی هوشکاه او «هواوشکا hua-ushka» په بڼه هم راغلي دي.

«د kanka-tila او ماتورا کتیبو نه څرګندیږي، کله کله واشیکاه د «واجیشکا پوترا کنشکاه په نوم هم یاد شوی دی.»[14]

«کنو s.know» پدی اند دی، چې دی د کنشکا له خوا په ماتورا کې د یوه پوځي مشر په توګه ګمارل شوی وو او کشمیر یې تر خپلې ولکې لاندې راووست. ده څلویښت کاله د مهاراجه-دیوپوترا، د اسمان د زوی پنوم پاچاهی وکړه، خو لا په بشپړه توګه د کنشکا مقام ته و نه رسید، ولې له ۴۰ کالو وروسته یې بیا سکه پخپل نوم ووهله، نه یوازې د هند واکمن شو بلکې اریانا یې (افغانستان) هم تر خپلې ټولواکمنۍ لاندې راوسته.

دا ځکه چې له دېنه دمخه هوویشکا د هند په خاوره کې او دویم کنشکا د اریانا واکمن ول.

لکه دمخه موچي وویل، د یو شمېر کندنو له مخې، په وردګو کې یوه کتیبه تر لاسه شوه، چې دی په «۵۱» کال کې د ستر ټولواک پنوم، چې له کابل نه نیولې ان تر کشمیر او هند ماتورا پورې د واک او ځواک څښتن وو یاد شویدی.

دی د کنشکا په څېر بودیزم ته ژمن وو او ان دا چې ده د یوه ستر مزدک او معبد بنسټ کيښود او د «هویشکاپور uvishkapur» پنوم یې یاد کړ.

د دې مانا دا نه ده چې ګنې په نورو عقایدو بندیز لګیدلی وو، بلکې د او «هراکلس- سیراپلس sirapls – سکاندا skanda – ویزاکا visaka – پارو pharo او یو شمېر نورو سیکو کې بیلابیلو ارباب الانواعو لمانځنه کېده.

ولې هغه کتیبه چې له کنکاتیلا kankatila نه تر لاسه شویده، هویشکا داسې راپيژني:

مهاراجا – دیواپوترا – هویشکا maharaja devaputra همدا راز نورې کتیبې چې په ماتورا، جیل موند چې په لکنهو موزیم کې شتون لري، یوه بله کتیبه چې له ماتورا نه تر لاسه شوېده، د یوې میرمنې بڼه راښيي او د «مورا» پنوم یې راپيژني، چې د هوویشکا یادونه یې په دغو ټکو کړی ده:

Maharaja – rajatiraja – devaputra huvishka
چې موخه ترې ستر واکمن، لوی شهینشاه، د اسمان زوې او هویشکا بلل کېږي.

د کوشانیانو د کورنۍ یو بل شهزاده د «واسودیوا vasudeva» پنوم یادیږي. دی په ځنو لرغونو متونو کې د واسوشکاه vasushka» پنوم هم یاد شویدی او په ۱۸۲ ز کال له هویشکاه وروسته د ستر کنشکا په تخت کیناست.

د ده په لومړي نوم «واسودیوا» هندي اغیز لیدل کیږي، ځکه چې په هندي اثارو او توکو کې د ده دغه نوم، چې هندي ریښه لري وار وار زکر شویدی، «وشنو Vishnu» له کلمې سره خپلوي لري او دغه هندي مقام پالي.

هغه کتیبه چې په ۶۷ یا ۹۸ ز کال له ماتورا څخه تر لاسه شوېده په دغه کتیبه کې د «واسودیوا» نوم زکر شوی دی او د ده په مسکوکاتو کې د «نانا nana»، اناهیتا anahita او شیوا shiva شکلونه تر سترګو شویدی.

په یوې کتیبې کې د لوی شهینشاه، د اسمان زوی، واسودیوا راغلی دی.

Maharajarajatiraraja devaputra vasdeva.

داسې نورې بېلګې هم لرو،خو د اوس لپاره د «کمارا داتا kumaradatta مجسمه د ساري په توګه یادولی شو. «واسودیوا» ۲۵ کاله سلطنت وکړ، ولې د دې کورنۍ یو بل تن، د کوشاني ټبر د واکمنانو په لړ کې هم تر سترګو شویدی، چې د دویم اشوکا په نوم نامتو دی.

موږ دمخه ووېل، چې «موسیو کنو» د هغو کتیبو له مخې چې په خروشتي لیکدود له ارا ara نه تر لاسه شوي دي، داسې په ګوته کوي چې ښایي همدغه دویم کنشکا دي.

د همدې کتیبې پر بنسټ یو شمېر ختیځپوهان نور هم پدې ټینګار کوي، چې همدغه دویم کنشکا دی.

ده ته ځکه دویم کنشکا ویل کیږي، چې پلار یې واسیشکاه پخپل زوی د خپل پلار کنشکا نوم کېښود او له هغه وروسته د خپل نیکه پنوم یاد شو.

د دې لپاره چې د ده نوم له لومړی کنشکا بیل وګڼل شي نو د دویم کنشکا په نامه نامتو شو.

کوشاني واکمن هم لکه د روم او چین امپراتورانو په څېر چې دوی هم د امپراتورۍ ویاړ درلود په یو شمېر افتخاري نومونو یاد شول.

د ساري په توګه، د روم امپراتور د قیصر (کیزارا) پنوم، مهاراجا د هند مذهبي مقام (دواپوترا) د اسمان زوی، د چېن د خاقانو لقب، راجاتي راجایانې شهینشاه ، چې هماغه د اریایانو لقب دی، چې لوی کنشکا به (شا او نانو شا او) ځانته شهینشاه وایه.

د لویو کوشانیانو پېر، چې د کنشکا (۱۲۰ ز کال شاوخوا) له واک نه پيلیږي او تر واسوشکا (۲۵۰ ز کال تر شاوخوا) پورې دوام کوي. دوی د خپلی ټولواکمنۍ په ټولو تاریخي، پوځي، اقتصادي، فرهنګي او په بیلابیلو ټولنیزو چارو کې د پام وړ پرمختګ کړی وو، چې څو بېلګې د ساري په توګه دیادولووړدي



) سنګروال شهسوار، افغانستان له پارسه تر هندوستانه ۲۵۰ مخ[1]

) کهزاد د احمد علي، افغانستان در پرتو تاریخ ۱۲۰ مخ[2]

) حبیبي پوهاند عبد الحی د افغانستان لنډ تاریخ ۶۹ مخ[3]

[4] ( hugo (m)- indische raum, 1970, baden. P 7-13

) سراولف کارو پټانز ۱۲۴ مخ[5]

)سنګروال، د افغانستان تاریخي جغرافیي څرنګوالې ۳۵۴-۳۵۵ مخونه[6]

) سراولف کارو پټانز ۱۲۵ مخ[7]

) سنګروال د افغانستان تاریخي جغرافیې څرنګوالی ۱۷۵ مخ[8]

) سنګروال شهسوار، افغانان له پارس نه تر هندوستانه ۲۵۳ مخ[9]

) کیرو سراولف پټانز ۱۳۰ مخ [10]

) نظر محمد عزیزي، تاریخ امپراتوري کوشانیان لومړی ټوک ۴۳ مخ[11]

[12] ( Vincent smith, early history of india p. 286

) کهزاد احمد علی د افغانستان تاریخ ۴۶۷-۴۶۸ مخونه[13]

[14] ( rapson (r.t) Cambridge history of india vol.1 cam 1922, p. 67

افغانستان او کوشانیان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب