یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+افغانستان او کوشانیان

افغانستان او کوشانیان

  ۲۴مه برخه

استادشهسوار سنګروال

د یوچې او سیتي بېلابیلو قومونو د سپیناوي لپاره، لکه د نورو اریايي قومونو په څېر بیا هم یو اوږد واټن په مخ کې دی.

د دغو قومونو په لړ کې یو هم کوشاني ټبر دی، چې دوئ د چین په ګاونډ خپل پلرني ټاټوبي کاسغر (کاشغر) کې اوسېدل.

چینایانو دغه وګړي یوچیان بللې دي (yuach-chi)، چې د یو شمېر لاملونو له کبله، له خپل پلرني ټاټوبي نه راختا شول او د امور رود په شمال کي واړول.

یو چینایي استازی (شان=کین) د خپل سفر (۱۳۳ م زکال) په ترڅ کې، چې مینځۍ اسیا ته رسیدلی وه، له یو شمېر قومونو سره مخ شو چې هغه د «یوچي» قومونو په نوم یادېدل.

د دغه سفیر د سفر موخه دا وه، چې د دغو وګړو مرسته تر لاسه کړي، ځکه چې د چین ټولواک «وو-تي wou-ti» د هيوانګ نو ټبرونو تر برید او ګواښ لاندې وو. شان کین له یادو قومونو سر بېره، دې ټکې ته هم ګوته نیولې ده، نو که یو شمېر یوچیان د امو رود شمال ته ودان ول،خو جنوب پلو تې(بدخشان-باخترکې)  تخاریان (تاهیا) اوسېدل.

ولې «مسترکنو» بیا پدې اړه داسې انګېرلي دي چې «چینانو د مخزیږدي دریمې پېړۍ په دویمه نیمه یي کې یوچیان وپېژندل، چې د دوی یانی کوشانیانو او د «هوانګ نو» ټبر تر مینځ اختلاف وو، چې دواړو غاړو تر مینځ خونړۍ جګړې پېښې شوې.»[1]

د همدې خونړېیو جګړو پایله وه، چې کوشانیان دېته اړ شول خپل ټاټوبی پریږدي نو ځکه له «ایلی او تارم» نه تېر شول او په مینځنۍ اسیا کې واړول.

کوشانیان اودځنوپه اند یوچي وګړي، د سیتي قبایلو هغه ختیځه څانګه وه، چې کوچیانو په څېر یې دودیز او وروسته پاتې ژوند تېروو .

موږ دمخه د (شان کین=چان کین tchang-kien) په اړه یادونه وکړه چې نوموړي له ډېرو کړاوونو سره سره سغدانې او فرغانې ته ځان ورسوو، چې د یوچیانو مرسته ترلاسه کړي، خو هغو ونه منله.

ولې بیا هم دی لومړنی یو چینایي وګړی دی، چې د اریایي وګړو په اړه چې د امو رود دواړو غاړو ته اباد ول څرګندونې کړیدی.

د مخزیږدي لومړۍ پېړۍ له دویمي نیمایي نه تر دریمې زیږدي پېړۍ پورې یو شمېر د مینځنۍ اسیا قومونه د «هونیانو» تر برید لاندې راغلل، چې په پاې کې جنوب او جنوب لویدیز لورته وشړل شول.

دغه قومونه وروسته په تاریخ کې د شمال کوچي قومونو nomand trib ) پنوم یاد شول، چې وروسته تاریخپوهانو دوی د «يوچی » قومونو پنوم ونومول. پدغه لړ کې یو شمېر قومونه د ساري په توګه اسکایان او تخاریان یادولی شو چې له امورو ده راپوریوتل او تخار ددوئ پنوم یاد شو.

ولې یوچیان له مخزیږدي لومړۍ پېړۍ نه را پدیخوا (۷۰ م ز کال پورې) د باختر په شاوخوا سیمو کې ودان شول او د تخاریانوپه مرسته یې بلخ ونیو. «دوئ د مهارجرت او کډوالۍ په مهال، د هيڅ دین او مذهب پيرو نه ول، بلکې به طبعي توکو، چې د انسان له واک او ځواک نه برول ستاینه او لمانځنه کوله…ولې کوم مذهب او توکي، چې په باختر کې د نمانځنې وړ وو، په دغو وګړو ډېره اغیزه وکړه …»[2]

دا چې کوشانیان یا د دوی تربوران او په ټوله کې اریایي توکمه وګړي منیځنۍ اسیا او یا باختر (بلخ) ته راورسېدل، د یو شمېر لاملونو په لړ کې یو هم د چین د لوې دېوال بشپړیدل وو.

له دغه دیوال نه دمخه هم د چین په شمال او شمال لویدیځ کې د یرغلګرو مفلي پوونده وګړو له وېرې یو شمېر دیوالونه ودان شوي وو او د «ټي کورنۍ یوه واکمن» شه هوانګ ټی (shih huang ti) په ۲۲۰ م ز کال دغه ستر دیوال، چې اوږد والی يې څوارلس سوه میله وو بشپړ کړ.

که څه هم له دېنه دمخه د دا ډول دېوالونو جوړول په چین کې دود وو او هرې چینايي کورنۍ د «مفلي پوونده» یرغلګرو پر وړاندې، دا ډول خنډونه او دیوالونه درول.

د چین هرې واکمنۍ کورنۍ، یو د بل پسې حکومتونه جوړ کړل، چې پدغه لړ کې «هان» کورنۍ یاد ووچې واک ته ورسېده څلور سوه کاله یې حکومت وکړ.

د دریمې مخزیږدي پېړۍ په شاوخوا کې، یو بل قوم چې «هسیونګ نو (hsiung nu) پنامه یادیده راپورته شو چې وروسته په «هونانو» یاد شول دوی د «ترک مغلي» توکم یوه ستره ډله وه، چې لومړی په ختیځې سایبریا کې اوسېدل بیا لویدیز ته شېوه شول او د «شان یو shan yu» په مشرۍ یې، د ټولو قومونو یووالی ټینګ کړ او یوه ځواکمنه ټلواله یې په پښو ودروله. بیا یې په ۱۷۷ م ز کال د کانسو په یوچیانو برید وکړ اوله دې بابته یوه لویه قومې ګډوډي او لېږد یو دبل پسې پیل شو.

د هونانو د برید په ترڅ کې، چې یوچیان یې وګواښل د همدې بریدونو له امله د دوی یوه وړه ډله د «وړو یوچیانو» پنوم د «تبت شمال ته ولېږدېدله او د لویو کوشانیانو پنوم ډله بیا مینځنۍ اسیا ته کډه شوه، دوئ چې مینځنئ اسیا ته راورسېدل، پدغه وخت کې ساکي توکمه وګړي، دلته استوګن ول او د دوی داخ و ډب له کبله ساکان له اموروده راپوریوتل او سغدیانه، چې د یوه پلاز بڼه یې درلوده د یوچیانو لاس ته پرېوته.

«پال برنارد» په یوې مقاله کې، چې په «ای خانم کې د یونان کالونی او یونانیت په مینځنۍ اسیا نومې کتاب کې خپره کړېده، کښلي دي:

«یوچیانو له دې وروسته په ای خانم برید وکړ او دومره زیان یې ورته واړوه، چې یوازې د یوې غونډۍ په سر یوه ماڼي پاتې شوه چې ان د تیموریانو تر مهاله هم دغه حصار د استوګنې وړ وو.(۳) د یوچي yue-chi قبایلو لېږد، که له یوې خوا دغه تولنیزه ستونزه رامینځته کړه، له خپلې پلرنې مېنې او سیمې جلا شول، خو له بلې خوا د بېلابیلو قومونو او ټبرونو تر مینځ د خونړېیو جګړو لامل هم شول.

یوچي او یا دغه کوچي توکمه وګړی که له یوې خوا له خپلو لرې تربورانو سره لاس و ګریوان شول له بلی خوا له خپلو پنځو، خپل مینځي قومونو او خېلونو سره هم په جګړه کې پرېوتل، چې پای کې یوه ډله وګړي د کیو-تسیو-کیو په مشرۍ پدغو ټبرونو لکه: کوی شوانګ ui-shuang، ټومي ،هیومي hiu-mi، برلاسي شول او د کیو شانګ پاچا په نوم یې د یوه حکومت بنسټ کېښود، اولمس ټيډ olmstaed (A-T) پدې اند دی، چې: «یو شمېر لرغونپوهانو د «توهان نو tuhan-no» پنوم یاد کړیدي او کاږي چې دوئ د بودایي زرو مغارو، چې په «سنکیانګ senkiang» کې وو ژوند کاوه.» (۴) که څه هم دا په بشپړه توګه سپینه شوی نده چې د دغو وګړو اصلي ټاټوبی چېرته وو؟ ولې ډېر څېړونکي او لرغون پوهان همدغه د «بودا زر مغارې» ګڼی، چې په سنکیانګ کې وې.

د کوشانیانو واک او ځواک

دویته ولې کوشان وايي؟ :

د یو شمېر کتیبو او ډبر لیکونو له مخې یو شمېر څېړونکو د ژبني ګړدود او لیکدود پربنسټ، دغه ټبر په بیلابیلو بڼواونومونو یاد کړی دی. د ساري په توګه، کوشانا، کیور شانا، کیو شانا، کهوشانا او نور چې اصلي ریښه یې «کوشي Kushi» ده، په یادو نومونو زکر شویدي.

چینیانو هم په یو شمېر لرغونو متونو کې دوئ د «کوشي» او «یوچي» په نومونو هم یاد کړیدی…

داسې روایتونه هم شته چې، دغه بیلابیلې قبیلې د یوې قبیلې مشر، خان او یا ملک «کوشي» چې دوی د خان تابع کړي نو ځکه دغه نوم ټولو قومونو ته وکارول شو.

سره د دې چې، ګڼو څېړونکو د یوچیانو په تړاو ډېرې څرګندونې کړې دي، خو د همبلي hambly د انګېرنو له مخې: «یوچیان هغه خلک دي چې تر اوسه د دوئ په اړه سم معلومات په بشپړه توګه ندي تر لاسه شوي، خو وروستۍ څېړنې ښېي، چې دوی د سینکیانګ اوسیدونکې ول، لویدیز ته یې مهاجرت وکړ، د تاریم tarim وادي کې، چې د ساکه وګړو استوګنځای وو واړول، هغوي یې په شا وتمبول او د هغوئ سیمې د لنډ مهال لپاره ونیولي» (۵ )

 کوشانیان یا (کوشان) کلیمه له دوه ټکو «کوش» او «نا» نه مرکبه ده یانې د کوش د خلکو ځاې، چې له سینکیانګ نه وروسته په مینځنۍ اسیا، فرغانه، سغدانه او د «سر دریا» په سیمه کې خپاره شول.

که څه هم یوچي، سیتي، کوشاني، ساکي … وګړی د ټولنیزو او جغرافیوي اړیکو له مخې له چینیا یي خلکو سره نږدی ول، نو ځکه یو شمېر لرغونپوهانو او څېړونکي په تېروتنه کې دوی «ترکي» توکمه بللي دي.

ولې د پروفیسر «کنو» د څېړنو له مخې، چې پدې اړه یې غوښنه ځېرنه کړیده، دې پایلې ته رسیدلی دی چې:

«د فزیکی او بدنی جوړښت له مخې… د دوئ لوړه پوزه د مخ کاسه، سترګی او په ټوله کې د دوئ فکر او اند د یو شمېر ځانګړو ټسټونو، خصلتونو او دودونو له مخې… اریایان دي .»[3]

له دغو انګېرنو پرته داسې څرګندونې هم تر سترګو شویدی، چې کله یوچیان د امو له روده تېر شول، د دوی او تخاریانو (تاهیانو) تر مینځ یوه ټلواله رامینځته شوه او یوه پیاوړی، غښتلی او ځواکمن توکم یې د «عرق» پنوم جوړ کړ، چې د «کوشاني عرق» پنوم هم یادیږي.

د چین یو شمېر تاریخپوهان د هغو پنځو قبیلو په تړاو پدې ټينګار کوي، چې کله کیو-تسیو-کیو د یادو قبیلو یو والی ټینګ کړ نو بیا یې ځان د «کیوشانګ» پاچا پنوم یاد کړ.

همدا لامل دی، چې یوچیان له دغې نېټې وروستته د «کوشان» په نامه یاد شول. افغانان له پارسه تر هندوستانه نومې کتاب کې د یوه ختیځپوه «ګاردنر p.gardner له قوله چې د کوشاني ټبر د لومړي واکمن په اړه د یوې سیکې له مخې، چې په «خروشتی» لیک کښلی شویدی داسې ویلی دي:

«کوشانا سا gasnashasa (kushanasa)، ګویالاکاپاسا Gulakapasa (kapashasa)، سچا دراماټسیا sacha-dramatsia د دغو مسکوکاتو له مخې په ډاګه کېږي، چې دغه توکي اولاسوندونه د (۴۰-۵۰-) زکال پورې اړه لري.»[4]

د کوشانیانو د واک پیل

یوچیان چې منځنۍ اسیا ته راورسېدل پخپل پلاز سغدانیه کې ډېره توخته ونکړه او د ۱۲۶ م ز په شاوخوا کې له امو روده راپوريوتل باختر یې له ساکي توکمه وګړو لاندې کړاو بیا یې ورورو د خپل واک بنسټ ټینګ کړ.

ولې یونان تاریخپوهان لږ شاته ځي او هلته د بېلابیلو قومونو یادونه کوي چې د مخزیږدي (۱۴۰-۱۳۰ م ز) په مینځ کې د «ازیوا asioi»، پازیون وا pasionoi، «تخاورا ساکار ولوا-sacarauoi» قومونو په باختر برید وکړ او د یوناني باختریانو واک یې رانسکور کړ.

د اهغه مهال دی، چې یوچیان لا د اکسوس او امو رود په شمال کې استوګن ول او ساکانو بیا د سر دریا او امو تر مینځ ځمکی ولکه کړې وې، چې یوچیان له اموسینه راپورېوتل، «ای خانم» یې ویجاړ کړ، بیا یې باختر له ساکانو ونیو او هغوئ مخ په درنګیانا او اراکوزیا وکوچېدل.

 د یوچي ټبر پنځه څانګې په باختر کې ځاې پر ځای شوې او په سیمه ییزه توګه د هرې څانګې یو واکمن دېته وګمارل شو، چې د تخاریانو د خپلوۍ پر مټ د افغانستان شمالي سیمې تر واک لاندې راولي او اداره یې کړي.

چینایي تاریخپوهان او لرغون پېژندونکي په دی اړه پدې اند دي، چې د دغو پنځو څانګو مشر «کوی شانګ هی هو» نومېده (kieu-tsiu-kiu) او د «کوشان» پنوم یې د یوه سلطنت بنسټ کېښود، چې له همدغې نېټې نه د یوچي د کلمې پرځای، د کوشان نوم دود شو.

دغه کلمه (کوشان) دومره پراخ شو، چې د آریانا ټوله ټولواکمنۍ او امپراتوری یې په سر اخستی وه، ان دا چې کتیبو او ډبر لیکونو ته یې هم لاره پرانسته.

لومړی دغه کلمه کوشي وه، چې له یوچي او کوچي سره هم وزنه او هم اهنګه ده بیا وروسته په بېلابیلو بڼو، لهجو او ګړدود واووښته.

کوشانیان د تاریخ په اوږدو کې، چې په بیلابیلو نومونو یاد شویدي ،همدارنګه د واک په مهال هم په څوبرخو ویشلی شو. یانې کله چې د میلاد لومړۍ پېړۍ نه بیا تر پنځمې میلادې پېړۍ پورې د دئ ټبرد واک پېرونه وڅېړو، نو بیا دې پایلې ته رسیږو، چې دوی د لوی کوشانیانو، وړو کوشانیانو یا کیداریانو او رتبیل شاهانو په نوم یادکړو.

په لویو کوشانیانو کې هم له «۴۰» زیږدي کال نه تر دریمې نیمایي زیږدي پېړۍ پورې موږ دوه سلطنتي کورنۍ د ساري په توګه یادولې شو چې یوه کورنۍ د «کدفیزس»اوبله د «کنشکا» سلطنتي کورنۍ ده.

د چینایي لرغونپوهانو د څېړنو پر بنسټ د لویو کوشانیانو د توکم او ټبر لومړی واکمن «کوزولو=کجولوکدفیزس (کیوـتسیوـکیو) وو، چې د پنځو څانګو سیمه ییز واکونه یې را نسکور کړل او بیا یې د یوه با ثباته مرکزي حکومت بنسټ کېښود.

د کوشانیانو د لومړنۍ کورنۍ واک چې بنسټګر یې هماغه کدفیزس دی، د ۴۰ زیږدیز کال له شاوخوا نه پيلیږي او د ۱۱۰ ز کال شاوخوا پورې دوام مومي.

کدفیزس ډېر زر د پارتیا (خراسان) سیمې لاندې کړې او پارتیان هغه واکمن ټبر وه، چې له باختر نه وکوچېدل، د بلخ په لویدیځ او د پارس په شمال کې یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه، خو کله چې ساساني اردشیر دویته ماته ورکړه او بېرته مخ په باختر را کډه شول، دلته دی، چې د خراسان نوم له دې سره له دغې نېټې نه پیدا شو.

دوی چې د بلخ په څو کیلو متري لویدیز لورته سیمه ییز واک درلود، هغه سیمی او له دې سربیره تر کابل، کاپيسا او ان غزنی پور ې سیمې یو د بل پسې کدفیزس جنګیالیو ونیولې.

یو فرانسوي لرغونپوه او څېړونکی «واله دوپوسن» پدې اند دی، کله چې کوشانیان غزني ته ورسیدل، دغه مهال د دغې سیمې اوسیدونکي «پښتانه» ول.

پخوا تر دې چې کدفیزس (کجولو) د څلورو کوشاني څانګو ملوک الطوایفي واک ته د پاې ټکی کيږدي، دی پخپله هم د یوې کوشاني څانګې ریس وو. وروسته دی دومره ځواکمن شو، چې په ۴۰ ز کال یې د پادشاهي اعلان وکړ او سلطنت یې د «کوی شانګ» پنوم نامتو شو.

دوئ نه یوازې باختري ساکانو ته ماته ورکړه بلکی د هندوکش په جنوب کې د باختري یونانیانو او پهلوایانو سیمه ییزې واکمنی هم لاندې کړې. ده یو شمېر سیکې او کتیبې هم په خروشتي او یونانی لیکدود وکښلې، چې د

«کوزولو کدفیزس »او «کوجولا کاسا » پنوم یادېدې. ما (لیکوال) د ټکسلا په موزیم کې یو شمېر سیکې او کتیبې په څو واری په پرلپسې توګه له پامه تېری کړي. ولې له بده مرغه د کدفیزس له سیکو سره ډېرلږمخ شوم اود ګوتوپه شمېرچې له کنشکا سره دپر تلې وړ نه وې تر لاسه کړې،چې ان له کنشکا پرته  د ویماکدفیزس «vimakadphises» او کنشکا «kanishka»ډېرې سیکې او کتیبی می هم وموندلې.

 ښایي د دي لامل به دا وه چې د کدفیزس واک تر دغه مهاله تر هندوستانه وروسته رسیدلی وي!؟ ولې کومې سیکې چې ما د ده د زوی «ویماکدفیزس» تر لاسه کړي د ده د سیکو په وترین کې داسې لیکل شوي وه . Vimakadphises king of india 85-120AD، دا چې کدفیزس تر دغه مهال د هند د نیمې وچې تر پولو رسېدلی وو یا نه، انګېرنی پدې تړاو داسې دي:

هغه کومې سیکې چې په کابل کې ترلاسه شویدي، داسې بریښې چې د باختري یونانیانو وروستی واکمن «هرمایوس» وو او ښایي چې دی «پهلوایانو» له خوا له واکه ګوښه شوی وي اویا دویم ځل واک ته رسیدلی وي..!؟ دا ځکه کومې سیکی چې له کابله تر لاسه شوې د هرمایوس او د کوشاني پاچا یووالی په ګوته کوي.

له دې څخه بریښي چې دوئ په ګډه «پهلوایان» له واکه بېواکه کړي وي ، د دې په څنګ کې داسې اټکلونه هم یو شمېر لرغونپوهانو په ګوته کړیدي،چې ګنی هرمایوس ،کدفیزس، دېته هڅولی دی، چې هندونیسي.نو بیا خو ښکاره ده چې کدفیزس د ګندهارا سیمی تر ټکسلا پورې لاندې کړي وي !؟. کدفیزس یو ځواکمن ټولواک وه، ده نه یوازې کابل په لومړي سر کې له پهلوایانو (پارتیانو) ونیو بلکې تر اباسین پورې پرمختګ وکړ.

که دی له یوې خواد افغانستان تر خیتځ شاوخوا اندوس پورې ورسید، خو له بلې خواد هېواد لویدیځ ولایت پارتیا (خراسان) یې هم ونیو.

ولې «ګارډنر gardner پدې اړه پدې اند دی چې: «هیرمایوس hirmaius» د هندوکش سهل  کوه دامان، کابل او د کابل په یو شمېر نورو دروکې حکومت او واک درلود او د یوچیانو له خوا له مینځه لاړ.

د کوشاني کورنۍ لومړی واکمن د یوی سیکې له مخې په دغو القابو یاد شویدی:

کوشاناسا- کویالاکاپاسا-کاپاشاسا- سچادرامتسیا kushanasa- ganashasa- kuyulakapasa- kappa shasa- sacha drama tsia.

د دغه مهال سیکی د ۴۰-۵۰ زیږدي کال پورې تړاو لري.»[5]

دمخه وویل شول چې ما (لیکوال) د کدفیزس سیکی د ټکسلا په موزیم کې لږتر ګوټو کړې لکه څومره چې وې!؟ ولې کله چې مې د برټش په کتابتون کې «د سارتر کمبرج هسټري اف انډیا. Shartar Cambridge history of india په لاسوندونو کی ولیدل ډیر څه شته او دغه اثر چې په ۱۹۳۶ ز کال په لندن کی نشر شوی ښکاره شوه چې د ټکسلا په سیمه کې چې کومې کندنې شویدي، د ځمکې په بیلابیلو طبقو کې ډيري سیکې پیدا شویدي او دا په ګوته کوي، چې د لومړي کدفیزس سیکی له «ګندوفارنس» نه وروسته مینځته راغلي دي.

ولې کله چې د کدفیزس د واکمنۍ څلور خواوې، چې شمال ته یې سغدانیه، لویدیځ پلوته پارتیا (خراسان) او ختیځ لورته تر اباسینه پوري ګورو، ښایي تر دغه دمه یې واک تر ټکسلا نه وو رسیدلي او دا ځکه چې له واک نه یې«‍۱۵  کاله » وروسته د یوې خونړۍ نښتې په ترڅ کې ټکسلا ونیوله او په۱۶ شپاړلسم کال مخ په ګنګا روان شو.

خو وروسته یو شمېر څېړونکو او سرچینو، پدغه لړ کې د چین تاریخپوهانو «دیوچي د ټبر مشر کدفیزس یادونه کړیده او کښلي یې دي، چې نوموړي په ۴۰ ز کال سلطنت ته ورسېد، باختر یې ونیو او یوه لویه ټولواکمنۍ یې د هندوکش له سهیل نه تر اوجین او ماتورا پورې جوړه کړه.»[6]

هندي سرچینو، دی د «خدای زوی» یانې دیوا پوترا deve-putra پنوم یاد کړیدی. تر اوسه چې کومې کتیبي تر لاسه شویدي، د ده د واک په مهال کر کیلي او کرهڼې، سوداګریزي پراختیا او پرمختیاوې، د وریښمو کاروانونه د روم او هند سمندرونو له لارې سوداګریزې چارې او د اته (۸) ګرامو په وزن د سرو زرو سیکې دا ټول هغه څه وو چې نړۍ او په تېره روم یې هم تر اغیزې لاندې راوستل.

« پوري (puri b.n) د کدفیزس د پرمختګو په تړاو داسې لیکلي دي: «کدفیزس ده ۷۵ ز کال په شاوخوا کې، چې د کوشانیانو لومړی واکمن او د «شوانګ» قبیلې ریس وو، د خپل سلطنت په مینځني پېر کې لرغونی هند، ګندهارا، اودیانه udyana، سیالکوټ او همدا راز د هند شمالي سیمې تر لویدیزه له باختر نه تر مینځنۍ اسیا پورې ونیولې او یوه لویه ټولواکمنۍ یې جوړه کړه.»[7]

هندي سرچنو، دی دخداې زوې یانې « دیوا پوترا » پنوم یاد کړی دی . تر اوسه چې کومې کتیبې تر لاسه شویدي ،دده دواک په مهال کرکیلي اوکرهڼې وده وکړه،سوداګریزې چارې اود وریښموکاروانونه دهند اوروم سمندرونوله لارې اروپا ته لاره وکړه .

یوشمېرڅېړونکودکد فیزس دپر مختګونو په اړه داسې لیکلي دي :

کدفیزس د۷۵ زکال په شاو خوا کې دکوشانیانولومړی واکمن واو دشوانګ قبیلې رییس و، دخپل سلطنت په مینځني پېر کې لرغونی هند،ګندهارا،اودیانه ، سیالکوټ اوهمدارازدهندشمالي تر لویدیزه له باختر نه ترمینځنۍ اسیا پورې ونیولې اویوه لویه ټولواکمنۍ یې جوړه کړه .» (۱۰)

کدفیزس د باختري ټولواکمنۍ د واک او ځواک د پیاوړتیا لپاره یې له یوې خوا د سیمه ییزو مذهبونو او ادیانو درناوی کاوه او له بلې خوا د شیواییزم مذهب تر اغیز لاندې وو او د «شیوارا» مذهب توکي یې باختر ته لیږدول، لکه له کتیبو او سیکو څخه چې څرګندېږي:

مهاراجاسا – راجاتیراجاسا – کوشاناسا – یاوګاسا – ( یانې لوی بادشاه – شهینشاه – کوشاني – ساتوونکی  )maharaja – rajatir ja – kushanasa – yovog asa په یوې بلې کتیبې کې، چې په خروشتي لیکدود لیکل شوې ده او د باختر دوه څاروې یانې اوښان یې هم توضیح کړیدي، چې داسې یې راپېژني:

Marahasa-rajati rahas kuyula kapasa

Marajasa-mahta skushana kuyula.kushana kuyula 

Kapasa maharajasa-rajati raja kuyla kapasa

مارشال هملستوف mar.humillstov په دې اند دی، چې د کدفیزس سیکې د هرمایوس هلیوکلس heliocles سیکوته ورته والی لري، ولې د کدفیزس د زوې کوشانیانو دویم پاچا «ویما کدفیزس» هغسې سیکې ندي کښلي، په ځانګړي ډول د هرمایوس سیکې چې په خروشتي لیکدود لیکل شویدي.

(کوجولا کاپاسا – کوشانا – یاوګاسا دارمتسیا kuyulakapasa – kushana – yavogasa – drahmatsla ) له بلې خوا «ګاردنر p.gardner» هم زیاته کړېده، چې دغو مسکوکاتو ورته موضوع نقل کړېده او په خروشتي لیکدود کښل شوې ده.

ولې د کجولا کدفیزس د ټولواکمنۍ د ټینګښت په تړاو«ونست سیمت w.n.smith درې سیموته ګوته نیولې ده، چې هغه ترې استفاده کوله :

۱ـ پوتو pootu ۲- کیپن kipan ۳- کاشمورو او ګندهارا kashmor د سپینو زرو کوم توکي، چې د پېښور په تخت باهي او ټکسلا کې موندل شویدي، په خروشتي لکیدود دي، د کوشانیانو ټولواک کدفیزس داسې راپېژني:

مهاراجا – راجاتیراجا – دیوپوترا – کوشان – لوی بادشاه – شهینشاه – د خدای زوی – کوشانا له دې څخه داسې څرګندیږي، چې له حکومتونو د مخه له امو نه نیولي د هند تر شمال لویدیزه پورې، دا ډول عقاید دودول.[8]

د کدفیزس د حکومت پراختیا او څلور خواوې

د نړۍ ګڼ شمېر لرغون پوهان پدې اند دي، چې د افغانستان د لرغوني تاریخ دبدبه اوشتمۍ لا اوس هم په تیارودوړوکې ساه اخلي ، په ځانګړي ډول د یوچیانو او ساکا نوپورې اړوندې پېښې ډېرې سپینې او رڼې نه دي، خو دومره انګېرنې لا په واک کې شته، چې ساکي ټبر د خپلو تربورانو له ګواښ نه دېته اړ شو، چې له امو روده راپورې اوځي او د باختر له واکمن هلیوکلیس heliocles (۱۴۰-۱۳۰ م زکال) نه واک خپل کړي.

داسې هم ویل کېږي، چې ساکان هغه جنګیالي وګړي ول، چې پخپلو جګړه ییزو توکو یې، دباختري یوناني واکمنو واک نسکور کړاوداسې انګېرنې هم شتون لري،چې د آی خانم ښار پاچایې ماڼې یې ړنګه کړه او د اور په لمبو کې لولپه شوه.

ولې کله چې کدفیزس د خپل ټبر ټولې څانګی یو موټی کړې او بیا یې د یوه پیاوړي دولت بنسټ کېښود ، نوځکه

دی ډېر زر د هندوکش له شمال نه جنوب ته واووښت، د باختري یونانیانو د وروستي پاچا هرمایوس hermaeus او د غزنی شمال ته پهلوایانو واک ته دپاې ټکی کېښود او تر اباسینه پورې پرمختګ وکړ.

کوشانیان نه یوازې تر اباسینه راوړاندې شول، بلکې مروې (merw)، امو (oxus) او د ګندهارا اباسین شاوخوا سیمې (ndus)، کي پن ki-pen(کاپیسا)، کاوفو (کابل) او په پای کې ان تر ټکسلا پورې د یوې سترې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود.

یو شمېر څېړونکي پدې ټینګار کوي، کومې سیکې چې د پلټنو په ترڅ کې تر لاسه شویدي، دا ښېي، چې د پنجاب سیمې هم د کوشانیانو د ټولواکمنۍ برخه وه او د وخت کوشاني دولت په ټوله اسیا کې ځواکمن وو.

په دویمې زیږدي پېړۍ کې دیارکند ،ختن،کاشغر،ان تر چیني ترکستان پورې سیمې د افغانستان برخه وه. کدفیزس لکه څرنګه چې د باختر په ګډون یو شمېر سیمې له ساکانو ولکه کړې ، دارنګه ده د «پوتوکیپن» یانې کاپيسا، کابل، کوهدامن او د اباسین له نیولو وروسته، مخ په ټکسلا وخوځېد.

د ټکسلا وروستي واکمن ازس azes چې د ساکې ټبر اخرنی پاچا وه ماته ورکړه او خپل واک یې ټینګ کړ. (azes and aspavama- king taxilla loan) له ټکسلا نه وروسته، مخ په پنجاب رهي شو، د ګنګا وادي يې لاندې کړه او د هند ډېرې سیمې تر بنارس او اله اباد پورې کابو کړې.

له دې څخه بریښې چې د کدفیزس د واک او ځواک جغرافیه او څلور خوایې، شمال ته سغدانیه وه، ختیځ لورته اباسین، جیلم، ټکسلا د ګنګا شاوخوا سیمی وې او لویدیز ته د پارتیا (خراسان) خاوره وه، چې بیا د دوئ حکومت د «روم د قیصر لخوا» تر ګواښ لاندې راغلی وو.

کدفیزس او ټولنیزې هڅې

کدفیزس که له یوې خوا د خپلې ټولواکمنۍ ستنې ټینګولې، خو له بلې خوا یې هڅه کوله، چې له خپلو ګاونډېیو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او دېپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

لومړي یې یو پلاوی چین ته واستوه او دا هغه مهال دی، چې د چین هېواد «هو- تی hui-ti» ټوالوکمنۍ له خوا اداره کېده. ده کوښښ کاوه چې خپله بهرنۍ پالیسي پیاوړې کړي، چې په سوداګریزو هڅو سره د باختر او «تاهاسیه» سیاسي او اقتصادي بنسټونه ټینګښت ومومي.

ولې چیني واکمنو د کدفیزس له ځواکمنتیا نه وېره درلوده، نو ځکه خو یې د هغه وړاندیز ته غاړه کينښوده.

همدارنګه کدفیزس د هېواد لویدیز لور ته لکه د «رومن پارس سیریا syrie سره هم خپله اړیکه ټینګه کړه، چې په سوداګریزو چارو کې د وریښمو لاره ورغاوي او دغه لاره د ده د واک یوه ستره لاسته راوړنه ګڼلی شو اوله دې سربېره کدفیزس په ټولنیزو ارزښتونو ټینګار کاوه:

ـ ده کوښښ کاوه، چې د ټولو مذهبونو درناوی پر ځای کړي .

ـ کدفیزس د باختري ټولواکمنانو په لړ کي یو سیاست پوه شخص وه چې غوښته یې له ګاونډيیو سره ښي اړیکې ولري. په تیره سوداګریزو چاروکې ده هڅه وکړه، چې کورنۍ خپل مینځي هر اړخیزې ستونزې اوارې کړي.

ـ رپسن (erapson په دې اند دی چې «کوشانیان او پدې ترڅ کې کدفیزس د ځانګړي ادب څښتن وه، په ټولنیز یو والي یې باور درلود، فردي خپلواکي یې غوره ګڼلي په ټولنیز نظام یې ټینګار کاوه …»[9]

ـ د هغه مذهب معقتد وه، چې له سکندر نه راواخله د دغه ټبر وروستی واکمنۍ هرمایوس پورې، چې د ده معاصر وو د مذهبي دودونو د ادا لپاره یې هراړخیزې اسانتیاوې رامینځته کړې.

ـ کومو لرغونپوهانو، چې یو شمېر سیکې پلټلي دي، کدفیزس یې د یوه سخاوت مند مودب پیاوړی او په ځان متکي انسان بللی دی.

ـ د ده په وخت کې تجارت، په ځانګړي ډول د ورېښمو سوداګریزه پراختیا، د لاجورد و وده او پرمختیا، لاسی صنایعو ته کلکه پاملرنه، د کرهڼې دود او د پنبېې کرکیله… ده د وريښمو لاره په دوه شاخو شمال ختیځه او جنوب ختیځه برخو ووېشله .

ـ د هغو کندنو له مخې چې له پمپي (pompai) نه تر لاسه شوي پدغه لړ کې سري لکشمی sri-lakshmi هندي مجسمه چې د هندیانو یوه سپېڅلې «الهه وه، د دغه مهال یوه ځانګړتیا په ګوته کوي.

کدفیزس د زیږدیز کال په څلویښتمه (۴۰ ز کال) واک ته ورسید او په ۷۸ زیږدی کال، د اتیا (۸۰) کالو په عمر ومړ او له ده نه وروسته د ده زوی «ویما کدفیزس» د ده ځای ناستی شو.

ویما (ومو) کدفیزس

ویما کدفیزس (oemo-wima)، چې په دویم کدفیزس هم یادیږي، په ۷۸ زیږدیز کال د خپل پلار له مړینې وروسته په تخت کیناست.

ده د خپل پلار ټولواکمنۍ نه یوازې وساتله، بلکې په ټوله سیمه کې سوله او امنیت ټنیګ کړ.

ویما کدفیزس د سیمه ییزه واکمنو پر مټ (waisi) د برهمني مذهب پیرو او پلوی شو،که څه هم د کدفیزس (د ده پلار) په اړه داسې انګېرنې شتون لري چې:

«نوموړي چې کله جنوبي هندو کوه ته نه وه رسیدلی، دی د هغو عقایدو پیرو وو، چې په باختر کې دود وه. خو چې هند ته ورسېد د برهمني مذهب له جملې څخه یې شیواییزم shivaismus ډېر پیاوړي کړ.»[10]

ولې بیا هم تاریخپوهان په یوه خوله ندي، چې کدفیزس آیا زرتشت وو، او اوستایي ادیانو ته ژمن وواو که څنګه؟ خو د ده په سیکو کې داسې برېښي، چې دی یوناني مذهب، د هراکلس Heracles او همدارنګه هندي رب النوع «شیوا» یا نا تاراجا (Okro-nataraja) ته هم هوډمن وو!؟

ویما کدفیزس په چینایي سر چنو کې د ین-کاو-چن yan-kau-chin په بڼه زکر شویدي. هغه کتیبي چې په ټکسلا او تخت بایي کې تر لاسه شویدي چې ۱۰۳ زیږدي کال سره تړاو لري، داسې ښکاري چې:

«د ازس azes حکوت (۵۷ ز کال) سره هم مهاله واک ته ورسېد(کدفیزس لاژوندی وو سنګروال ) .

 د افغانستان په جنوب کې ساکان له مینځه یووړل او د سلطنت واک یې تر «متهورا» پورې رسېده.»[11]

په برهمني کتیبو کې چې اوس موندل شویدي، هندیانو دی د ځمکی واکمن او او ښاغلی انسان بللی دی، خو چینایې سر چنو او لاسوندونو کې، دی د «خدای زوی» بلل شویدی.

رپسن «rapson» پخپل نامتو اثر Cambridge history of indian oxfort 580 کې دی د شهینشاه او یا شاه شاهان پنوم یاد کړیدی.

هغه وخت چې یوه سیمه ییز واکمن «ماویس» ټکسلا او د پارا پامیزاد سیمی د لنډ مهال لپاره لاندې کړی وې ویما کدفیزس بیرته ونیولې .

همدا راز د هېواد په لویدیز کې، هغه مهال چې پارتیان له «روم» سره په جګړه بوخت ول ده په هغو برید وکړ، اریا، خراسان، سیستان، اراکوزیا او یو شمېر نورې سیمې، چې د پلار له مرګه وروسته بی ثباته شوې وی، بیرته یې د مرکزي حکومت تر اغیز لاندې راوستي.

ولې د هېواد په ختیز چین کې حالات کړکېچن ول، دا ځکه چې چیني واکمن غوښتل چې د خپل هېواد لویدیزې سیمې وګواښي . دوې د همدې موخې لپاره په ۷۳ زیږدیز کال د خپل نامتو جنرال پان-چاو pan-chao پر مشرۍ، چې لا لومړی کدفیزس ژوندی وو، د افغانستان ختیځ سیمې ولکه کړې، چې موږ ختن او سینکیانګ د بېلګې په توګه یادولی شو.

 دوی د چین شمال لویدیز ته لارې پرانستې چې د خپلو پوځونو او سوداګریزو هڅو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې.

دا هغه لاره وه چې وروسته د «وریښمو لار» پنوم یاده شوه .

ویما کدفیزس بیا هم خپل ځان د چین له «خاقان» نه کم نه ګاڼه نو ځکه یې یوه استازی هلته د چین دربار ته واستوه چې د چین له شهزادګۍ سره واده وکړي او د «ونسنت سمیت» په اند، د ۹۰ زیږدي کال په شاوخوا کې یې «ایلچي» د چین دربار ته واستوه او په لاره کې د جنرال پان چاو ځواکونو ونیو، د ا کاریې دچین هېواد لپاره ، د ځان او د خپل دولت سپکاوی وګاڼه،  ځکه یې له نیمې لارې بیرته راوشاړه .

 ویما کدفیزس د جنرال «پان-چاو» دغه چلن د ځان لپاره نا سم وباله، نو د اویا (۷۰) زره جنګیالیو په شاوخوا کې پوځ یې د واخان له لارې د جنرال «ستي» په مشرۍ د هغه (wi-su-risti) مقابلې ته واستوه، خو د ډېرې یخنئ له کبله د ده ځواکونو ته درانه زیانونه واوښتل.

« دویم کدفیزس غوښتل چې د کاشغر په نیولو د وریښمو لاره خپله کړي ،ولې ځواکوو یې په کاشغر کې د چینایي سر تېرو له لاسه ماته وخوړه، سره د دې چې ویماکدفیزس د ستر ځواک څښتن وه، خو د چینایانو باج ته یې غاړه کېښوده. »[12]

ولې پدې تړاو داسې روایتونه هم شتون لري چې کوشاني پاچا تر هغې له چینایي پوځ سره وجنګېد، چې په پاې کې ووژل شو.

کله چې د کوشانیانو یو بل واکمن چې چینایي تاریخپوهانو د «خویین تسو» پنوم یاد کړیدی، د چین حکومت ته غاړه کېښوده.

چینایي ځواکونو پدغه مهال دومره پرمختګ وکړ، چې د پارس خراسان یې له پارتیانو ونیو او بخارا یې هم تر خپلې ولکې لاندې راووست.

خو له دېنه دمخه لکه څرنګه چې مو ووېل ،په دویمې زیږدي پېړۍ کې کوشاني پاچا په چیني ترکستان برید وکړ، ختن، یارکند او کاسغر (کاشغر) يې له چینايي حکومت نه بیرته ونیو.

ولې څومره چې د« ویما » خبره ده پّه دې‌اړه رپسن rapson پدې اند دی چې «ویما کدفیزس» په لومړي سر کې د اکسوس له لارې جنوبي هندوکش ته واووښت او پر هند یې برید وکړ، پشکلا واتي یا چارسده charsadha او «اوجین» یې لاندې کړ.»[13]

د پنجتار panjtar inscription د کتیبی له مخې په دغه وخت کې کوم پاچایان چې د شمال له لارې ټکسلا او ګندهارا ته راننوتي دی ۱۲۲ زیږدي کال په ګوته کوي، له دې وروسته کوم پاچا چې واک ته رسیدلي دی د سنګ sing په اند، د هغه نوم تر اوسه په لاسوندونو او ماخذونو کې په څرګنده توګه ندی کښل شوی. خو نوموړۍ د هند په تاریخ کې د ویما کدفیزس په اړه لیکلی دي:

«دی د پلار په څیر یو دینداره، مدبر او پياوړی انسان وو، چې دولتي چارې یې په ښه توګه سمبال کړې وي لرغونپوهانو دی د شیوا او د «شیوا ییزم» مذهب پېرو بللی دی.»[14]

د ویما کدفیزس غوره پرمختګونه

د دویم کدفیزس (ویما کدفیزس) په تړاو یو شمېر څېړونکي انګېری، ده د لنډ مهال لپاره، چې لښکر یې د ډېرې سړوخې له امله د چین د ځواکونو له خوا ماته وخوړه، د هغه هېواد باج ته غاړه کېښوده.

ولې بیا هم د ده په اړه لرغونپوهان پدې اند دي، چې ویما کدفیزس د خپل پلار نه ډېر نامتو وواوپه اریانا دایرة المعارف کې پدې اړه داسې لیکل شویدي:

«ویما کدفیزس یانی دویم کدفیزس له خپل پلار نه ډېر مشهور وو، ده لومړی پخپل هېواد کې مرکزي حکومت ټینګ کړ او بیا یې بهرنیو هېوادونو ته پام واړوه . په هند کې د ګنګا تر وادي پورې پرمختګ وکړ.کومه مجسمه چې بنارس ته نږدې د «مات» په کلي کې پیدا  شویده، د اریانا هېواد او د چین ترمینځ د سختې جګړې یادونه شوېده او دا داسې مهال وو چې چینایان د هېواد لویدیز ته ډېر متوجې ول. د ۷۳ او ۹۲ زیږدي کالو تر مینځ یې ختن او کاشغر ونیول.»[15]

ولې سره د هغې هم ویما کدفیزس کوښښ وکړ، چې له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره سیاسی، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري:

۱— پروفیسر پورې (b.n-puri) د ویماکدفیزس او د چین هیواد د اړیکو په اړه کښلي دي، چې ده له چین سره سوداګریزی اړیکی درلودې، د واک جغرافیه یې له ختیځه «واراناسي Varanasi» نه د پارت تر ځمکو رسیده. دونست سمېت w.s.smith په اند د ده ټولواکمنۍ د اوسني افغانستان نه نیولی تر مینځنۍ اسیا پورې موقعیت درلود، نو ځکه خو د همدې جغرافیوي ارزښت او جوړښت له مخې له چین او روم سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې درلودلې.

۲دویم_ کله چې د هند استازي د ویما کدفیزس دربار ته راتلل، نه یوازي دا چې د یو شمېر سیاسي او سوداګریزو اړیکو په تړاو د دواړو غاړو تر مینځ خبرې اترې کېدی، بلکي یو شمېر سوغاتونه یي هم کوشاني سردارانو ته ډالۍ کول. د «دیون-کسیوس dion-cassios» په اند پدغو ډالیو کې د ښکار شوو څاروېیو بېلګې هم وې، چې ساری یې لږ لیدل کېده.

۳- د روم له ټولواکمنۍ سره اړیکې، لومړی دا چې دواړو هېوادونو له پارتیانو سره ستونزې درلودې، دویم د روم سردارانو د هند او چین سوداګریزو توکو ته اړتیا درلوده او یوازېنئ غوره لاره همدا وه چې کوشانیانو د ټولواکمنۍ له لارې خپلو موخو ته ورسیږي.

ویما کدفیزس، چې د هند شمالي سیمې یې ولکه کړې وي یو استازي یې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیګو په موخه د روم مشر «تراجان=تراژان» (۹۹ زکال) ته واستوه.

چین د کوشانیانو له دغو پرمختګونو نه وېره درلوده، چې له یوې خوا د روم له امپراتورې سره اړیکې ټینګولې او له بلې خوا یې د هند شمالي سیمې لاندې کړې وي او غوښتل یې چې جنوبي سیمو ته هم لاره وکړي، نو ځکه د دوئ تر مینځ ناخوالو شتون درلود.

دوګلاس duglas پدې اند دی، چې هغو د کسپین سمندرګي په ټاپو ګانو خپل بیرغ ځړولی و.

بل لور ته د روم امپراتورۍ د مدیترانې اسیایي ټاپوګان خپل کړي ول، چې د وریښمو د سوداګریزې لارې ارزښت خوندي کړي.

کوشانیانو هم هڅه کوله کاسغر (کاشغرستان) پخپله ولکه کې وساتې او د وریښمو سوداګریزه لاره چې ارزښت یې د پام وړ وه وژغوري.

۴- د روم د امپراتورۍ معاصر تاریخپوه «فلوريد florid» (۱۱۷-۱۶۸ ز) پدې ټکې ټینګار کوي، کوم بهرني استازي به چې روم ته راتلل، د نورو هېوادونو په پرتله هندي استازي ډېر ول، دا ځکه چې رومیانو هندي توکو ته ترجیع ورکوله.

ویما کدفیزس د هند په ارزښت پوه شوی و نو ځکه یې هڅه کوله چې هند پخپله ولکه کې وساتي. د پلیني pliny په اند، رومانیانو ډېرې پيسې درلودې، فیشنی او ښکلو توکو ته یې د رانیولو مینه ډېره وه، وریښمین توکي دواګانی او ډبرین شیان چې له چین او هند نه روم ته راتلل، د باختر لاره ورته موهمه وه او په دی کوشانیان پوهیدلی ول نو ځکه خو د دوی په مهال ورېښمو لارې پراختیا او پرمختیا ومونده.

۵- ویما کدفیزس په وخت کې د سرو زرو سیکو ډېر ارزښت پیدا کړ او ډېر سره زر یې زخیره کړل او دی لومړی ټولواک وو چې د سرو زرو لېږد او را ليږد ته یې وده ورکړه او سیکې یې وپنځولي.

«د مک کرینډل macrindle» په اند، د رومیانو د وزن په مقیاس اوروس oureus یا ایورا iora یا اوري aurei یو سلو څلور ویشت جه (ga) یا د نخود دانې په اندازه وه چې د نورو توکو او شیانو لپاره ومنل شو.[16]

دا چې سرو زرو ارزښت په روم کې زیات شو، نو په ختیځو هېوادونو یې هم اغیزه وکړه او دویم کدفیزس د همدې ارزښت له مخې د طلا وزن له رومیانو سره یو شی کړ.

ـ ویماکدفیزس له مسو سربیره په سرو زرو هم سیکې ووهلې او معمولاً دغه سکو لیکدود په یوناني، سنسګرت او خروشتی ژبو وه، چې د افغانستان، د هغه وخت ژبې وي.

په یوه سکه کې، چې تر اوسه تر لاسه شوی «لوی بادشاه» کوشان، دوا پوترا devaputra یانې د اسمان زوی کلمې کښل شویدي.

زوتر میګاس (سوترمګاس) soter megas:

د ویما کدفیزس له مړینې (۱۱۰ ز کال) وروسته د کوشانیانو په لومړي پیر کې د لسو کالو په شاوخوا کې د واک تشه په ګوته شوېده، خو بیا هم سوتر یازو تر میګاس د واک د کنترول هڅه کړیده.

رپسن rapson پدې اند دی چې سوتر مګاس د ویما کدفیزس حکمران و، سوتر=زوتر د پاچا (سلطان) په مانا او میګا=میګاسو د لوی ساتوونکي ستر ژغورونکي په مانا راغلی دی.

سربیره له دې چې دی د دویم کدفیزس حکمران و، بلکې د هند نایب الحکومه هم ګڼل شوې دی. خو کومې سیکې چې د ویما کدفیزس او کنشکا د وااک او ځواک تر مینځ کښل شویدي او په هند او افغانستان کې چې د کندنو له مخې (موسیو هاکن او موسیو کرل ۱۳۱۶) په زیار کومي سیکي تر لاسه شویدی د «لوی منجي» نوم تر سترګو کېږي.

رپسن e.t rapson انګېري چې ښایي سوتر مګاس د پارت قبیلې ته منسوب وي، ځکه چې د ساکانو او پارتیانو واک ړنګ شوی وو، خو د سیمه ییزو واکمنو په توګه د کوشانیانو له خوا په دندو ګومارل شوي ول.

رپسن rapson زیاتوي، کومې سیکې، چې له کابله (kohpen) کیاوار (kiawar) او بهاولپور (bhaolpur) نه تر لاسه شویدي «لوی منجي» کلمه پری انځور شوېده.

«منجی» کلمې په تړاو لا بشپړ سپیناوی نه دی شوي. چې آیا دا د هغه چا نوم دی، چې سیکه یې انځور کړې او که د دغه مهال واکمن حکمران وو؟ خو که چیرې پاچا وه، نو ولې یې خپل نوم د یوه خپلواک پاچا په توګه ندی یاد کړی؟ حال دا چې د هغه مهال واکمنو دا یو غوره دود ګاڼه چې په سیکو کې خپل نوم په ویاړ سره وکاږي.

دا چې د «منجی» کلمې یادونه شوېده، ښایي موخه ترې د هند د نیمې وچې لاند ې کول وي، لکه چینایي سرچینو چې ډاګیزه کړېده، ویما کدفیزس د هند خاوره د والیانو په وسیله اداره کوله. کومې وروستۍ کندنې چې د یوې وروستۍ پېړۍ (۱۳۱۶ه کال) په موده کې تر سره شویدی، د سوتر مګاس ډېرې سیکی په مسو او سپین زرو وهل شویدی. په بنارس، مالوا، ان په بګرام کې یو شمېر توکي دا راښېي، هغه چې په یوناني او خروشتی لیکدود کښل شویدی د سوتر مګاس له واک سره تړاو لري.
دا چې «لوی منجي» یادونه شویده، ښایي لقب یې سوتر مګاس او مانایي، په یوناني ژبه کې «لوی منجي» وي!؟

ساکیان-پارتیان-پهلوایان  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب