سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد نقیب مسید د وژلو په تور ۷ کسان نیول شوي

د نقیب مسید د وژلو په تور ۷ کسان نیول شوي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۲۰مه) پاکستاني رسنیو د نقیب الله مسید په نوم د یوه پښتون موډل د وژلو په تور د یوه مخکیني پولیس افسر په ګډون د ۷ تنو د نیولو خبر ورکړی.

ویل شوي، چې پخوانی افسر امان الله مروت او کارکوونکي یې تورن دي چې په ۲۰۱۸ کې یې مسید د ترهګرۍ په تور وژلی او باید ځواب ووایي.

د هغوی د نیولو پریکړه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد محکمې کړې ده.

د مسید مدافع وکیل او کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې پر دغه پولیس افسر او منسوبینو یې شکایت ثبت کړی و.

د پاکستان حکومت تل د ملتپالو فعالانو لخوا په دې او نورو قضیو کې په تبعیضي چلند تورن شوی او ویل شوي، چې له پنجابیانو پرته د نورو قومونو حقونو او ان د وژلو قضیو ته پاملرنه نه کوي.

د مسید له وژل کېدو وروسته، د دې پېښې پر ضد پراخ لاریونونه شوي وو.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    که دا خبر رښتیا وي،د پي ټي اېم ادعا نه یوازې د نقیب مسید په اړه او پرلټ پر ځای و؛ د اویا زره پښتنو د وژنو،تریتم کیدلو او د داراييګانو د لوټلو دعوا د ډ.منظور احمد پشتین په مشرۍ د عدالت غوښتنه او دپښتنو او بلوڅو حقه حقونو صحیحوالی ثابتوي.
    اوس د ګکړ مردار سرپرست ،په کوم حق مشر منظور له یو جیل نه بل ته لیږي ،حال دا چې دعوی ې په حقه ده .
    پنجابي جاسوس جرنیل کرنیل چې د پوچ سیاسي ملاوټ اسلام څخه ېې خپل جیبونه ډک کړي مګر ولسونه ې د فیرنګی تر قانون لاندې هره ورځ د تباهۍ کندې ته ټیل وهلي ؛ د دومره شهیدانو کوڼډو رڼډهو ځواب ویلای سي؟؟؟.ملا ډیزلي فضلو پوده! د غزې پسکئ د افغان نجونو له تعلیم او تحصیل نه برتره ګڼي؛ منافق!!
    دا څنګه آزادي ده؟
    اِن قِ لآب !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب