تاند (چارشنبه، د جدي ۲۰مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند دفتر ویلي، چې د هغه په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
دغه دفتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې منظور شوې پروژې د دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي.
په یادو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.
طالب چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.