دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ساکیان-پارتیان-پهلوایان  

ساکیان-پارتیان-پهلوایان  

۲۳مه برخه

استادشهسوارسنګروال

۱ـ ساکیان :

د هندو اروپایي وګړو یوه څانګه د ساکیانو پنوم یادېده، چې د تاریخ په اوږدو کې له ختیځ نه تر لودیځه پورې په لوې اریایي هېواد کې تګ و راتګ کاوه.

دغه خلک په بېلابیلو وختونو کې به بېلابیلو نومونو یاد شویدي،یوه بېلګه یې دا ده، چې په اوستا کې د «توریا» پنوم یاد شویدي، اثوریانو (اشور) دوئ «اشکوزي» بللي او هخامنشیانو به ورته «ساکا» ویل.

دغه قوم له استوروي تاریخ نه راواخله د دوئ دواکمنۍ تر تاریخ پورې بیلابیل کړاوونه ګاللي او بېلابیل پېرونه او پړاونه یې لیدلي دي.

 پدغه لیکنه کې غواړو، چې د دغه ټبر بیلابیل اړخونه په درې پړاوونو کې وڅېړو:

الف: آیا ضحاک ساک دي؟

یو شمېر داستاني او استوروي انګېرنو، چې په تېرپير کې تر ډېره بریده پورې سیمه ییز ارزښت درلود، ورورو یې د وخت په تېرید و ملي او نړیواله بڼه خپله کړې ده.

هغه ملي اتلان او پهلوانان، چی ولسي او پلکوریکو کیسو کې ستایل کیدل، زمون د استوروي تاریخ پاڼو ته یې لاره پیدا کړه ، لکه بخدي باچا یما (جمشېد) یادوم چې زموږ په استوروي تاریخ کې یو افسانوي اتل ګڼل کېږي. ولی همدغه یما د تاریخپوهانو په اند دافغانستان په لرغوني تاریخ کې، د ټولنیزو ارزښتونو له مخې د مدنیت او ښاریتوب بنسټ ایښی دی.

د ده نوم د یوه افسانوي اتل په توګه د خلکو په زړو کې تلپاتې او د یوه فرانسوي لرغونپوه «بنونسیت» په اند، دی هغه اریايي اتل دی، چې د بلوراو بلورستان ( اوسنی نورستان) خلکو یې لمانځنه کوله او خپل ستر رب النوع یې د «ایمیرا imra» پنوم یادوه.

موږ د پيشدادي واکمنو په تړاو ډېرې کیسې لرو، چې زموږ د استوروي تاریخ یو ستر باب جوړوي.

همدا راز د «اژي دهاکه» د نوم یادونه هم د افغانستان په استوروي او افسانوي تاریخ کې (اژدها=ښامار) یاد شوېد ی، عربو دغه نوم د «ضحاک» په بڼه معرب کړیدی او سامي نژاده یې بللی دی.

د اوستا له مخې داسې انګېرل کېږي، چې «بیوراسپ اژي دهاکه» د ښکلی او ښایسته بخدي پرمدنیت برید وکړ.

د غوري شاهانو د کورنۍ ستر نیکه ضحاک ګڼل شویدی او د مرکزي افغانستان په بامیانو کې د ضحاک په شمول د یو شمېر ښارګوټو یادونه هم په یو شمېر لرغونو متونو کې راغلی ده. «د ساري په توګه د ضحاک ښار، غلغلې ښار، سر خشک ښار، سرخ دره، فولادي دره، ککرک، کالو، سوماره، اهنګران او اغر اباد یادولی شو.»[1]

د سیمې د روایتونو له مخې د هغې تاریخي کلابرنۍ برخه د ضحاک ښار او ښکتنۍ برخه یې د «نریمان» ښارګوټی په نوم یادیږي.

موږ د ضحاک، نریمان او «کاوه اهنګر»په اړه  د ولسي کیسو ډېرې بېلګې لرو، چې له یوې خوا د ضحاک ښارګوټي په کنډوالو کې یې دب دبه له ورایه ښکاري اوله بلې خوا د چنګیز خونړۍ منګولې د هرې ډبرې او لوټې پر مخ تر سترګو کېږي .

 د اریایانو د لرغوني تاریخ په استوروي کیسو کې داسې انګېرنې هم شته چې ضحاک دشجرې او زوزات پر بنسټ «کیومرث» ته ځان رسوي او د جم خور یی بولي.

 د اوستا په وینا د ده په باب ډېرې څرګندونې شتون لري او داسې یو روایت هم شته چې یو پښ «کاوه اهنګر» د خپل «دمن» پوستکی د نېزې په څوکه لکه د بېرغ په څېر پورته کړ او بیا یې ګڼ شمېر خلک په ځان راټول کړل او د ضحاک پروړاندې پاڅون وکړ. فریدون ددغه مهال یو بل اتل د ده ماتې او د خپل بري جشن ونیو او د «مهرګان» پنوم ونومېد.

موږ دا سې ګڼې کیسې د هر اتل او پهلوان په تړاو لرو، ولې د ضحاک نوم په یو شمېر متونو کې د «سهاک» ساک مترادف یا دویم نوم ګڼل شویدی.

یو شمېرپوهانو  پدې اړه کښلي دي:

«همداسې پسې ضحاک (سهاک)، کاسي، کسي غر، ساکزي، ساک، کاسیان … هم درواخله یاد دوریانکوف دا خبره، چې «سکه» ستا ینوم یوازې پښئتو ژبې تر اوسه ژوندی ساتلی دي.»[2] ( په دې اړه دډېرو معلوماتولپاره وګورۍ،تاریخ سیستان ،دضحاک،ګرشاسپ،نریمان ابن کورنګ…په تړاو څېړنه ۵مخ نه واخله… ترلمنلیکونو پورې )

همدا ډول سر محقق دوست شینواري د یوه ایراني استازي په غبرګون کې د ضحاک=سهاک په هکله داسې لیکلی دي:

«د پښتو د نسب په باب هماغه لومړی نظر چې د ایران استازي د توهین په لهجه وړاندې کړی وو، چې پښتانه یې د ضحاک نومې د یو اولاده بللې ده . که د توهین او افسانوي افادې زواید یې صیقل کړو، د پښتو د نسب په باب دغه روایت بې اساسه ندی، ځکه چې ضحاک (سهاک، ساک) د پښتو د توکم یو ډېر موهم توکی دي.»[3]

ډېرو کورنیو او بهرنیو څېړنکو ضحاک، ساک ګڼلی دی، ولې بیا هم ساک هغه ټبر وو، چې د بیلابیلو ټولواکو، د واک د ژغورلو او ټینګښت لپاره اویا د هغود پرځلو،د یوه ځواکمن ټبر په توګه د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کې څرګند شوي او جنګېدلی دي.

ب: ساکان د هخامنشیانو او یونانیانو په چوپړ کې:

د اومې (۷ م ز) مخزیږدي پېړۍ په شاوخوا کې ساکیان د مینځنۍ اسیا او ان د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ودان ول، دوئ په دغه وخت د خپل ټبر بېلابیل خیلونه څانګې او قومونه په یوه مرکز راټول کړل او د یوې اتحادې بنسټ یې کېښود او میرمن( زرینه یې یاzarinaتامیري) د دغه اتحاد مشره وټاکله.

د ساکانو په تړاود اندېښنې خبره دا وه، چې له یوې خوا دوی له خپل دښمن کوروش سره جګړه کوله او له بلې خوا په دوئ کې داسې ډلې هم وې، چې د هخامنشیانو ملاتړیې کاوه ،د اجیرو په توګه د هغوئ پلویان ول او د هغوئ په ګټه جنګېدل.

تاریخپوهان پدې اند دي، چې د هخامنشیانو پاچا کوروش (سیروس) که له یوې خوا په بابل برید وکړ، خو له بلې خوا یې په اریایانو یرغل یووړ او د باختر په شمول د اریایانو په بېلابیلو سیمو کې د هغوئ پر وړاندې ودرېدل.

د سیروس ځواکونو د رنګیانا، ستاګیدیا، ګنداریس، مرکزی افغانستان او د باختري سیستان سیمی ونیولی.

په سیستان کې یو شمېر ساکیان یې د ځان پلوي کړل چې دغه ډله اري اسپ نومېده ( خو بیا هم په پای کې کوروش ووژل شو) او بیا یې په مکران ګروسیا=ګودرزیا یرغل وکړ.

د هېرودوت د وینا پر بنسټ، د ساکو د هغې څانګې نوم مساګیت ساک وو. بېروس beros بیا دوئ داهیان ساکا ګڼي او د« کتسي »په اند دوئ د «یربیکیان» ساک ول.

د یادولو وړخبره خو همدا ده، چې ګڼ شمېر ساکي ټبر د کروش پر ضد ول، چې په پاې کې ووژل شو، ولې یو شمېر نورلږکي ساکیان بیا د هخامنشیانو په ملاتړ د خپلو تر بورانو او وروڼو پر وړاندې جنګېدل.

دوئ نه یوازې د کوروش ملاتړی ول، ولې کله چې یونانیانو په افغانستان برید وکړ، بیا هم یو شمېر ساکیان دجنګیالېیو اجیرا نو په توګه د سکندر د واک د پراختیا لپاره د هغو په لیکو کې جنګ ته ورودانکل «موسیو هاکن »پخپل کتاب چې په افغانستان کې د «فرانسې د لس کلنو کیندنو پایله» نومیږي، دښت مېشتي ساکان له لیږد نه دمخه په باختر کې یونانیانو ته ورتلل او د سرتیرو په توګه د هغو په لیکو کې جنګیدل .

که له یوې خوا «هومه واګه ساک» د دیربیکانو ساکو پر وړاندې د کوروش په لیکو کې دده په ملاتړ ودرېدل، خو له بلې خوا کوروش د یوې بلې ساکي ډلې له خوا د هېرودوت په اند ووژل شو. . .

 د مساګیتو ساکو مشره، چې تامیري tiamiris نومېده او زوی یې «سپرخاپيس» د کوروش له خوا وژل شوي وو، د کسات او غچ له مخې یې کروش وواژه. ( د ډېر ومعلوماتو لپا ره وګو رۍ د هېرود ت تار یخ له ۷۶مخ نه تر ۱۰۴ مخ پورې )

کله چې سکندر د هخامنشیانو واک تر ګواښ لاندې ونیو او له یوی لنډې نښتې وروسته د داریوش کورنۍ د هغه په ولکه کې پرېوته، نو بیا هغه د سولې لاره غوره وګڼله او ان سکندر ته یې وړاندیز وکړ، چې دده د لور سره واده وکړي،خوهغه ونه منله او بېا سکندر د پارس له نیولو وروسته افغانستان ته راننووت.

د سکندرد ستونزو په لړ کې یوه ستره ستونزه، د افغانستان په خاوره کې د باختر او سغدانیه پاڅون وو .

سکندر فکر کاوه، چې د هخامنشیانو ستره ټولواکمنۍ یې لاندې کړې ده او ساکان چې په بېلابیلو ډلو وېشل شویدي او د کوم مرکزي حکومت څښتن ندي، کولی شي، چې په اسانۍ سره یې کابو کړي.

ولې بیا هم سکندر ته د هغوئ جګړه ییزه وړتیا او پیاوړتیا تر غوږو شوې وه او په دې اند وه، چې له یوې خوا ساکان د باور وړ ندي او له بلې خوا د مساګیتانو له برید نه یې وېره درلوده.

سکندر چې وغوښتل له سر دریا نه تېر شي نو دولس زره کښتۍ یې تېریدو ته تیاري کړې او ساکانو هم پرې د غېشو او لیندېیو، بریدونه پيل کړل، سره د دې چې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله واووښتنه، ولې یونانې پوځ پورېووت، ساکانو چې د څومره والي اوڅرنګوالي له مخې د سکندر د پوځ جګړه ییزه وړتیا ولیده د روغې او جوړی وړاندیز یې وکړ. سره ددې چې د هغوې دغوښتنې پخلی یې وکړ … خو بیا هم د «روفوس» په اند د بېرته تګ په لاره کې، «د سیمو د سوځولو او د جنګیالېیو د وژلو امر وکړ.»[4]

مساګیتي ساکانو د کسات او غچ د اخستو لپاره درې (۳۰۰۰) زره په شاوخوا کې سواره تیار کړل او د «ارین» د څرګندونو پر بنسټ مساګیتانو د هغو کمپ چور کړ او چې خبر شول سکندر د دوې خواته را روان دی، سپتامنز یې وواژه او سر یې هغه ته ورواستوو.»[5]

سکندر د درې کالو په موده کې پدې پوه شو، چې له باختریانو او د دې سیمې له خلکو سره جګړه ورته ګرانه تمامه شوه، وې پتیله چې ساکان او یو شمېر نور قومونه د خپلو سر تېرو په لیکو کې ونیسي او بیا پر هند برید وکړي.

د ده پوځ، چې شمېر یې د سلو زرو تنو شاوخواته رسېده، له یونانیانو سربېره ساکا جنګیالي هم ورسره مل شول او د هند هېواد ته یې مخه کړه .

تار یخ ښودلې ده چې سا کان له یوې خوا دسکندرله پوځونو سره په جګړه کې لاس وګرېوان وواو له بلې خوا یې د اجیروجنګیالېیوپه بڼه دسکندرپه ملا تړدهغه له دښمنانوسره جنګېدل .

دپوهاند « پېټرګرین» په اند، دهندوش (هندوکش ) جنګیالي ټبرونو،سکندرله داسې غبرګون سره مخ کړ،چې هغه یې هیڅکله فکرنشو کولی .» (وګورۍ روفوس دسکندر تاریخ ۱۷۱ مخ )

یا هم وګورۍ ارین دسکندریرغلونه ۲۳۲مخ )

سا کا ن له پید ایبښت نه تر واکمنۍ :

ګڼشمېرختیځپوهان ، لرغون پېژ‌ندونکي اومورخین دخپلوڅېړنوپه ترڅ کې، دې پا یلې ته رسېدلی دي چې اسکا یان دهندواروپايي وګړودیوې څانګې په توګه دکسپین سمندرګي،دالتاې غرونو،دیورال غرونواوسیندونو، دخزرسمندرګي اوتورسمندرګي په شاو خواکې ژوند کا وو .

دلرغونواریایا بېلا بېلې څانګې اوټبرونه یوپه بل کې دومره ننوتې دي چې بېلول یې اسانه کار نه دی .

نه یوازې اریایي توکمه وګړي یو په بل کې ورک دي ، بلکې نا اریايي خلک هم چې له دوۍ سره په ګا ونډ کې استوګن ول ، دومره یوبل سره ګډوله شویدي چې ان یو شمېر څېړونکي یې ګډوډ کړې دي،چې په دغه لړ کې یو هم ساکي ټبر دی .

دتاریخ پلار هېرود ت ویلي،ساکان چې سیتیان دي مخروطي ډوله جګې خولې په سر کوي، ګڼ پرتوګونه اغوندي ، لیندۍ ،بېش قبزې اوچمڼډوکونه (تبرګي ) ګرزوي ،چې دوۍ یې ساګاریس بولي . دوۍ امیرګایان ستیان ول .( دهېرودت تاریخ دګرین ژباړه شیګاګوپوهنتون ۱۹۸۷کال ،۴۹۳ )

( پترګرین پروفیسردسکندرتاریخي بیوګرافي ۳۸۳

داچې دلته له سیتیانو سره ګډشویدي ، ولې له دې سربېره په اوستا کې دغه وګړي د« توریا » په نوم یاد شویدي ،اثوریانو دوۍ اشکوزي بللي اوهخامنشیانو« سا کا » ګڼلي دي .

ګوردن چایلډ اوکمبال دوۍ  اوددوۍ په څېریوشمېر نورو څېړونکوپه پراخه سیمه کې « ډینې » تسټونه کړي دي او دشلمې پېړۍ په پاې کې داچې سیتیان اوسا کان دوه بیل ټبرونه ول،د دوۍ قبرونه یې پلټلي وواودا یې وښوده چې دوۍدوه بیلا بېل یانې ( سا کان اوسیتیان ) ټبرونه دي ،چې په لرغونې زمانه کې یوله بله لرې اوسېدل .

که څه هم دهیواد نامتوتاریخپوه کهزاد اسکايي ټبر د «سیتي » کورنۍ یوه څانګه بللې ده . ( دافغانستان در پر تو تاریخ ۱۶۲ مخ اویا دډېرو معلوماتو لپاره وګورۍ جینې ډي  وس کمبال ،جنګیالۍ ښځې،ټایم وارنر کمپنۍ نیویارک ۵۱ مخ )

چینئ لرغونپوهانوپخپلو متونو کې سیت،سیک ،سي وانګ په بڼّه زکر کړیدي … فرانسوي لرغونپوه موسیورونه ګروسه په دې اند دی ساکا یا ساس وګړي دکاشغرپه سیمه کې ،دتپان شاه غرونو،دفرغانې اودسر دریاب او دروسې جنوب پورې ودان ول.  »

که څه هم په دغه یا دونه کې کوم لاسوند ته ګوته نه ده نیول شوې چې سا کان دسیتي کورنۍ یوه څانګه ده !؟ خو یوه خبره چې سا کان دروسې جنوب ته اباد وو،داسې نورو څېړونکي هم داسې ویلي چې سیتیان هم نه یوازې دروسې جنوب ته ودان وو بلکې دوۍ« دسمریانو » حکومت ړنګ کړاو ددوه پېړېیوپه موده کې دومره ځواکمن شول د« کمبال » په اند چې دوۍ داثوریانوټولواکمنۍ تر برید لا ندې ونیوه …

تر مصر پورې پرمختګ وکړاو فرانسې ته یې مخه کړه . (رونه ګروسه داسیا تاریخ ۲ټوک ۵۱مخ )

لرغونپوه سترا بون هم ویلې دي چې سیتیان په اروپا کې ودان وو، داسې انګېرنې هم شته چې دوۍ له بلغاریا نه ختیځ جرمني ته ننوتل .

موسیو رونه ګروسه دسیتي ټبر لېږدداسې انځور کړی دی ، «دهندو اروپا يي وګړو لومړنی ستر لېږد سیتیانو  اروپا ته او ځنې کاشغر،ختیځ ترکستان ،کوتچه ټاپو،قره چار،کانسوته ورسېدل او له چینیاتو سره ښکیل شو .‌»

چایلډ دژبپوهنې له مخې وایي،دسیتیانوژبنۍ نښې نښانې دومره په نشت حساب دي،چې له مخې ددوۍ پېژندنه ستونزمنه کړې ده . . . ګیروشوویچ له انده ،ځنې ساکي زر ماتي ځانګړي نومونه لري لکه «الا ني »، چې داوسیتیانواو«اوسیتي »مینځنی ژبپېرګڼل کېږي ،اریایی نامه سره اړندوي لري » .

چایلډ وړاندې لیکي،دسیتیانودودونه او ان دمړو ښخول داریا یانو له بیلا بیلو څانګو سره بشپړتوپیر درلود ، انګېرنې ښېیي سیتیان دهونیانو، تارتاریانواوپیشنګزانومخکښان ګڼي او شک هم نه کوي » .

« ساک دمینځنۍ اسیا لویه غېږه کې دساک،سهاک،سک،سکیت،سکیف او نورونومونویاد شویدي .

تاریخپوه استاد کهزاد بیا په دې ټینګار کوي، چې د«ستیانوبل نامتو قوم ساک یا اسکایان دي .» تاریخپوه غبارپه دې اړه داسې کا ږلي دي «سیتي قبایل په کاشغرستان کې استوګن وو ،کوشانیان اویوچیان دسیتي قبایلو ختیځه څانګه ده  ،ددوۍ متعدد قومونه مرکزي اسیا نه افغانستان ته راننوتل .»

پوهاند حبیبي بیا په نا څرګندواو څرګندو ټکونه دي ویلي ،چې ساکان یا نې سیتیان !؟ خودا یې ویلي(لنډتاریخ ۶۳ مخ)دساکان، پارتیان اوپهلویان تر سرلیک لاندې سا کان معرفي کړي دي . خو په ۶۹ مخ کې دکوشا نیانو تر عنوان لاندې لیکلي دي ،په مخزیږدي ۱۶۵ کال اریایي سا کانو اوسیتیانویوځاې ؛ګډ ژوند درلود،دوینې اوتو کم ګډون یې لره . »

سره ددې چې یوشمېر ختیځپوهان ساکان اوسیتیان دوه بیلا بیل قومونه ګڼي … ان تر دې چې هېرودت وایي ، تورات جوج ما جوج همدغه سېتیان دي .

د۱۹ مې او۲۰ پېړۍ ډېرو تاریخپوهانو تر ډېره بریده سیتیان یو ستر ټبر باله کوشانیان،یوچیان،ساکان اونورددې قوم بیلا بیلې څانګې بللې ،ولې دشلمې پېړۍ په پاې کې یوشمېر پوهان یوازې دکوشانیانو،ساکانواوپارتیانوڅانګې دسیتیانو پورې نه تړي، بلکې دوۍ لااریایان هم نه بولي .

هاکن په تاشقرغان کې یوه سیکه موندلې وه اوداسې په ګوته کړې چې دوۍ دهریرود ناوې اوبیا هلمند، له هغه ځا یه ارغنداب ته شیوه شول او په پاې کې دیوه سلطنت بنسټ کېښود .

 

 

د ساکانو کارنامې او د دوئ حکومتي چارې

پخوا تردې چې د ساکانو واکمنۍ ته سترګې ورښکاره کړو، پدې باید پوه شو، چې دغه ټبر تر دغه دمه ایاکوم داسې کارونه کړی ول، چې له دوئ سره یې د حکومت کولو خیال او فکر پیدا کړ؟

د هخامنشي پاچایانو د ډبر لیکونو له مخې داسې برېښي، چې دوئ په سر کې د امورود آغاړې ، د پامیر په شاوخوا سیمو، کاشغر، د تپان شان غرونو، د فرغانې په ټاپوګانو، دسر دریا له غاړورا واخله د یورال تر غرونو پورې، چې یوه پراخه سیمه وه، دغه ټبر او د دې ټبر بیلابېلې څانګې، بېلا بېلې پښې او زو زات استوګن ول.

د یادو ډبر لیکونو پر بنسټ اسکایان د پنځمی او شپږمې (۵-۶ م ز) مخزیږدي پیړۍ په شاوخوا کې یو ځواکمن قوم وو او دوئ دومره تیت و پرک پراته وو چې هرې پښې او څانګې یې بېل بېل نومونه درلودل او بېلابیلې سیمی خپلې کړې وي.

ددې ټبر یوه څانګه «ساکي هوماوا ر» نومېده چې هغه مهال د فرغانې او کاشغر په شاوخوا سیمو کې اوسېدل.

د ساکانو دویمه پښه «ساکا تیګرا خوا د» په نوم نامتو وه او دوئ دیورال سیندونو او غرونو په شاوخوا کی ودان ول.

د ساکانو دریمه ډله د «ساکا تارا د رایا» په نامه یادېده او ددغې څانګې وګړي د خضر سمندرګي په ټاپوګانو کې اباد ول . دوی په ټوله کې دغو بېلابیلو څانګو خپل مینځي اړیکې درلودې او هم خپل مینځي جګړې … یانې داسې هم پېښېدل چې پخپلو کې د څاروېیو په څړځایونو یو دبل په وړاندې جنګېدل او دا چې د دوې یو شمېر جنګیالي د هخامنشیانو او یونانیانو په لیکو کې د هغو له مخالفینو، له خپلو تربورانو او ان له خپلو ساکانو سره جنګېدل، د اندېښنې وړ وو .

ساکان چې له کاشغر نه د یورال تر غرونو او ټاپو ګانو پورې ابادول، دارنګه سیتي قوم هم په لږ توپير په ځنو یادو سیمو کې ځای په ځای وو… اوس نو چې یو شمېر څېړونکي، ساکان او سیتیان یو دبل مترادف ګڼي، ښایي یو لامل هم دا وي، چې دوئ او د اریایي توکم نورې ډلې په دغو پراخو دښتو، ورشو ګانو، ټاپوګانو، د غرونو په لمنو او د رودونو په کڅونو کې یو ځاې اوسېدې، چې موږ سیتیان، ساکان، تخاریان، یوچیان، تورانیان، پارتیان، کوشانیان او نور یادولی شو.

سراولف کارو په پټانز نومې کتاب کې د ساکانو په اړه اوږدې خبرې کړیدي او پدې اند دی چې: «ساکان هغه څوک دي، چې خپلو تربورانو پارتیانو له ایران (پارس)څخه وشړل او له اوږدو لوړو ژورو څخه د لومړی مخزیږدې پېړۍ په پيل کې ګندهارا ته ورسېدل او هلته نږدې یوه پېړۍ تر پنځمی زیږدي پېړۍ پورې حکومت وکړ.»[6]

د دوی دواک او ځواک په تړاو یو شمېر یوناني تاریخپوهان، پدې لړ کې «اپولودوروس» او «تروګوس» هم پدې اند دي، چې د باختري یونانیانو د ماتې او سقوط یو لامل د اسکایانو بریدونه ول.

ساکان چې په ډله ییزه توګه له اموروده راتېر شول او ان د هندوکش تر شماله پورې خپاره شول ، خوتخاریان لا تر دغه دمه بیا هم دامو رود پورې غاړې ته پاتی وو.

ساکان نه یوازې د هندوکش شمال ته شېوه شول، بلکی د باختر لویدیځ ته هم مخه کړه، خودوئ د خپلوتربورانو پارتیانو یانې اشکانیانوتر برید لاندې راغلل، دا ځکه چې پارتیان د ۱۴۰ مخزیږدي په شاوخوا کې د دې سیمې واکمن ټبرو. له همدې بابته وو، چی دوئ د خپل واک په ختیځ کې له ساکانو سره په جګړه پرېوتل.

سره د دې چې ساکانو ځانونه د دغې سیمې وارثان ګڼل، چې د دوې یوه څانګه چې د «هوما ورګ» یانې د هوما (سوما) د زوخا او شرابوجوړوونکي ډلې په نوم نا متو وه او ځانونه یې ددې سیمی اصلي اوسېدونکي بلل.

هوما ورګ د ساکانو یوه موهمه څانګه ګڼل کېده، چې هېرودوت دوېته د «امورګي» نوم ورکړی دی. او ویلي دي، چې دوئ اصلي استوګنځی په مرغاب کې وو.(دډېرو معلوماتو لپاره وګورۍ دهېرودت تاریخ له ۲۶۶ مخ نه تر۲۹۵ مخ پورې د جرج راو لین سن ژباړه .)

دغه ساکي څانګه ځکه ډېره نامتو وه، چې د دوئ نومونه د «نقش رستم » اود داریوش په نورو کتیبو کې راغلي دي.

هېرودوت، له مرغاب نه سر بېره ددغو ساکانو بل ټاټوبی چې ده د «امورګي سکیفیانو» په نامه نومولی دي، جنوب ختیځې سیمی په ګوته کوي.

د خوارزم د لرغوني تمدن نومې کتاب کې د ساکانو په تړاو داسې راغلی دي چې: «دغه ساکیان که څه هم د مینځۍ اسیا په ټولو کلتوري برخو او سیمو لکه باختر، سوغه مروه، خوارزم، فرغانه او نورو شاوخواو کی د کوچیانو په دود اوسېدل، خو د مېشت اساسی ځاې د مرغاب د سین وادي وه».[7]

سره د دې چې ساکان یوستر ټبر وو، خو د پارتیانو د واک ختیځ لور ته د دواړو ټبرونو تر مینځ یوه خونړۍ جګړه پېښه شوه. د استرابون په اند. فرهاتس (فرهاد) او «ارتبان» د ۱۲۸-۱۳۰ مخزیږدي کال په شاوخواکی ووژل شول.

په پای کې «میتري داتس» یانې دویم «مهرداد» د ساکانو د پرمختګ مخه ډب کړه او هغو هم خپل لوری واړوه، جنوب پلو ته یې مخه کړه، له هریرود نه ترهلمنده پوری خواره واره شول او ساکانو پخپله ژبه تربوران یانې پارتیان تبعید شوي وګړي ګڼل .

د «سیستان تاریخ» له مخې او یا د نورو تاریخپوهانو اوا جغرافیه پېژندونکود څرګندونو پر بنسټ، هغه اسکایان چې په کوموپراخو ځمکو او ورشوګانو کې میشت شول، نو هغه خاوره یې د سکستانا، ساکستانا او یا هم د سکستان په نومونو یاده کړه.(وګورۍ دسېستان تاریخ،دزاول،زرنګ،ضحاک،ګرشاسپ سرلیکونه له ۲۱مخ نه … ترنسبت بخت النصر۳۴مخ پورې )

د ساکا له یادو ټبرونو څخه هغه ساکي وګړي، چې په دغه ارته او پراخه سیمه سیستان، د هلمند او ارغنداب په ناوونو کې ځاې پر ځاې وو، یو تن چی مایوس mayos نومېده د مخزیږدي ۷۲ کالو په شاوخوا کې د «بازیلیو، زبازیلیون میګالیوس مایوس په نوم د «لوې شهینشاه مایوس» سکه وهلې ده.

دغه ساکي ټبر لکه دمخه چې وويل شول، له پامیر نه نیولې، د امو رود د پورې غاړی یا مینځنۍ اسیا هېوادونو په شاوخوا کې په دودیزه توګه یو خپلواک ژوند درلود، بیا په باختر کی له یونانیانو سره سر تېري ول او دا د دوی د سیاسي ژوند پيلامه وه، چې د حکومت له چارو سره بلد شول.

 ولې کله چې سکستان، سجستان او سکستانا خاوره د دوئ پنوم یاده شوه، تر هلمند او ارغنداب پورې وغوځیدل نو بیا یې یو خپلواک حکومت جوړ کړ چې د واک او ځواک لمن یې ان تر ټکسلا پوري وغوځېده.

«د ټکسلا په موزیم کې (مالیکوال) د یوه ډبر لیک په بڼه یوه سکه ولیده چې اوس هم (mauses king of taxilass be) هملته شتون لري مایوس یې د دغه هېواد پاچا یاد کړیدی او ۷۸ مخزیږدی کال په کې په ګوته شوی دی.» (۱۹) (د ډېرو معلوماتو لپاره وګوری تاریخي جغرافېي …)

نه یوازې د ټکسلا په موزیم کې دغه ډول توکي شته، بلکې د حسن ابدال په شمول یو شمېر نورو سیمه ییزو موزېمونو کی هم تر سترګو کېږي، چې ډېر موهم یې د پنجاب د لاهور موزیم دی.

له دې څخه ښکاري چې د ختیځ پنجاب په سیمو کې د یوناني پاچا واک ښایي د همدې ساکي پاچا مایوس له خوا له مینځه تللی وي او د یو شمېر کندنوله مخې، چې په دې تړاو دمخه څو نمونې وړاندې شوې ،د اوه زره(۷۰۰۰) په شاوخوا کی په یوناني او خروشتي لیکنو سیکې موندل شویدی.

کله چې موږ د ټکسلا موزیم ته سترګې ورښکاره کړو او د کوشانیانو وترین ته ځير شو ګورو چې د ساکانو یو شمېر سیکې او ډبر لیکونه هم تر سترګو کېږي، چې موږ د بېلګې په توګه «د ازیس» azes (1) king of taxila…………40-90 bc او ازیل سېس zileses king of taxila-15-40 bc سیکې یادولی شو. ازېس (۵۸ م ز) د ساکانو دویم ستر واکمن ګڼل کېږي، چې له کیپن نه تر پنجاب او ګندهارا پورې حکومت کاوه او د دوئ په څېر نوری ګڼې سیکې چې ګورو په یوناني او خروشتی ژبو، لیکونو کښل شویدي او دوئ خپل ځانونه شهینشاه ګڼل.

پروفیسر ولسن د اوو (۷) سیکو پېژندنه کړېده او مورګان هم د «ختیځ مسکوکات تر سرلیک لاندې د خپلې رسالې په ۲ ټوک کې د اوو (۷) بېلابیلو موهمو سیکو په اړه څرګندونې کړیدي او په ډاګه کړېده، چې په یوناني او خروشتی ژبوکښل شویدي او دوه بڼې لري، چې ځنې یې ګردې او ځنې یې مربع شکله دي.»[8]

په ۲۶ مه نومره انځور کې داسې سیکې هم تر سترګو شویدي چې د ازیس azes او ازیل سېس azilsis نومونه یو په یوناني لیکدود او بل یې په خروشتی لیکل شویدي.

کمبرج هسټري اف انډیا (Cambridge history of india) په لومړي ټوک د کتاب په پای کې (۶ مه لوحه او ۹ شکل) څلور ضلعي او دایروي سیکی مورګان تشریح کړیدي.(دډېرو معلوماتو لپاره وګورۍ برټش کتابتون انډیا څانګه)

د لاهور د موزیم په کتلاک کې ۳۵ ډوله سیکې معرفي شویدي، چې څو بېلګې د ساري په توګه یادولی شو:

۱ـ د سپین زرو سکه چې ګردۍ بڼه لري او «زوس» پکې تر سترګو کېږي.

۲- د مسوسکه چې ورته بڼه لري.

۳- د مسوسکه، چې ددغې بڼه هم هغو ته ورته ده.

۴- د مسو څلور ضلعی سیکه، چې درې خواو ته یې په یوناني ژبه لیکنه شوېده. چې مایوس یې د مویس لوې شهینشاه ګڼلی دی.(دتاریخي جغرافېې څرنګوالی ۳۹۱مخ نه تر۴۰۱مخ پورې )

د سیکې کیڼ اړخ ته هم یوه لیکنه تر سترګو کېږي، چې په خروشتی لیکدود کښل شوېده.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې سیمه ییزو وګړو په کروندو او یاد کلاګانو د جوړولو په مهال یو شمېر سیکې تر لاسه کولې او په یوې ارزانه بیه به یې د خپلې غریبي او بېوځلي له مخې پلورلې.

په ځنو سیمو کې د کندنو له مخې یو شمېر سیکې تر لاسه شویدي، چې زموږ د لرغوني تاریخ یو شمېر تیاره ګوټونه یې روښانه کړیدي.

په ۱۳۲۶ کال د لومړنۍ بېلګې له مخې یو شمېر نجونو د منګلو په سیمه کې میر زکې رود ټه څېرمه یوې چینې نه اوبه راوړلې په همدې ترڅ کې یوشمېرسیکې وموندلې. له کندنو نه څرګنده شوه چې د چینې شاوخوا یوې لوی کوټې شتون د رلود اومربع ډوله بڼه یې درلوده چې هر بازویې شپږ شپږ متره کېده .

د دغې کوټې شاوخوا څېرمه نوری وړې وړې کوټې هم ودانې وي، چې وروسته لرغونپوهانو د موندل شوو توکو له مخې ډاګیزه کړه چې ښایي ددغو توکو شتون ،دعمر له مخې د مخزیږدي کال څلورمې پېړۍ پورې ورسیږي.

د ځایي خلکو د انګېرنو له مخې له دغې چينې څخه د پنځوس (۵۰) زره په شاوخوا سیکې موندل شوې، چې  دکلیوالو له لوري به په کابل، ننګرهار، پېښور او نور ښارګوټو کې پلورل کېدې.

یو شمېر لرغونپوهانو د خپلو څېړنو په ترڅ کې وښوده چې د میر زکې د خزانې توکې د ټکسلا او د ګندهارا هېواد په نورو سیمو کې چې کوم لرغوني توکي ترلاسه شوي تر ډیره برید سره مشابې او ور ته دي.

د میر زکې په لرغونو توکو کې د اسکایانو او د دوئ د تربورانو یانې پارتیانو او کوشانیانو د واک یو ټاکلی مهال او زمان په ګوته کيږي.

د ګندهارا په بېلابیلو سیمو کې، چې دا ډول توکي ترلاسه شویدي،  داسې لاسوندونه په ګوته کوي، چې شپږمی (۶ م ز) مخزیږدي پېر ته ځان رسوي.

خو د میر زکې سیکې تر ډېره بریده دریمې مخزیږدي (۲۳۰ م ز کاله) پېړۍ یانې له یونانیانو نه وروسته پېر په ګوته کوي او په دغو توکو کې یوازې د ساکانو د واک توکي ندي، بلکې هغه واکمن چې د هندوکش په جنوب کې د واک او ځواک څښتن ول او د زیږدي دریمې پېړۍ پورې حکومت درلود، د بېلابیلو پېرونو او پړاوونو لاسوندونه په ګوته کوي.

خو تر ډېره بریده کوم توکي چې د میرزکې له خزانې نه تر ګوتو شویدي د سپین زرو سیکې دي او د ساکانو (ساکي-پارتی) د واک نښې نښانې په ګوته کوي.

له یوې خوا تر لاسه شوې سیکې دا ښېي، چې د ګومل، پېواړ او په لویه کې د ګندهارا له لارې ساکان تر ټکسلا پورې رسېدلي دي او له بلی خوا، ساکانو چې دهخامنشیانو ،د رنګیانا  (drangiana) او اراکوزیا (arachosia) نورې سیمی ونیولې نو بیا یې پخپل نوم ساکسنان (sakastan) یادې کړې.

که څه هم «مافیس» ټکسلا خپله پلازمېنه اعلان کړې وه او له ده څخه د مخه هلته یوناني باختري پاچایان وو، خو له ده وروسته کله چې د واک تشه رامینځته شوه، د ساکانو خپل مینځي جګړه ونښته او دې جګړې د شلو (۲۰) کالو په شاوخوا کې دوام وکړ، تر هغې چې په ۵۸ م ز کال لومړی آیز (ازیس-۱-azes) واک ته ورسېد او د ساکانو واک یې لا ځواکمن کړ.

ساکانو تر ډېره بریده د سیکو دود له یونانیانو زده کړې وو، خو لکه څومره چې د «مافیس maves» په واک (۹۷ او ۷۷ م ز کالو) کې سیکې وهل شویدی، بیا هم د ازیس سره د پرتلې وړندي، ښایي د دې یو لامل دا وي، چې دی تر ډېره بریده له خپلو سیالانو سره په جګړه بوخت وه.

ازیس azes د سپینو زرو ډول ډول سیکی وهلي دي، له ده وروسته د ده زوې «ازیلیسیس (azilises) او د ده لمسی دویم azes په وار سره پاچاهي کړېده او د ساکانو واک ان تر پنځمې (۵) زیږدیزې پېړۍ پورې وغوځېد.

که چېرې د سیکو پرلپسېې والی وګورو، له دوئ وروسته د کاسیانو (ساکو) تربوران پارتیان واک ته ورسېدل او د دوئ ځای ناستی شول.

که څه هم  تریوه بریده پارتیان له دوېنه د مخه د باختر په شمال لویدیځ کی د واک څښتن ول ،چې له مادیانو،هخامنشیانواوان په راوروسته کې له ساسانیانوسره په ګاونډ کې ول .

نوځکه د میرزکې په سیکو کې هم د ساکانو او پارتیانو د مهال د سپینو زرو سیکو بېلګې موندل شویدی، نامتو لرغون پېژندونکو« موسیو شلو برژه » او «موسیوکوریل» د «افغانستان د سیکو خزانه پنوم کتاب کې هم د ساکانو، پارتیانو، کوشانیانو… د مهال سیکې معرفی کړیدي ولې ساکان او پارتیان دومره یو په بل کې ګډ شویدي چې یو شمېر څېړونکي هم تېرایستي دي.

د ساري په توګه موږد ساکانو یو پاچا، چې مویس (۷۲ م ز کال) نومېده، چې په «کی پن» او د ارغنداب له سیمې نیولې د اباسین تر ښکتنۍ برخې پورې واک درلود، یادولی شو.

کله چې په ټکسلا کې د ده سیکې ولوستلی شوي، په ځانګړي ډول په هغه مسي کتیبه کې چې له ټکسلا نه تر لاسه شوېده او دی پکې د «موګا شهینشاه» یاد شویدی، د یادې نېټې له مخې ښکاري (۷۸ م ز کال) چې دغه یو پارتي واکمن دی ، نو ځکه خو څېړونکي په شک کې و لېدلي دي !؟ولې په پاې د همغې مسې کتیبې له مخې څرګنده شوه، چې مویس هماغه د ساکو لومړنی پاچا دی، چې په مخزیږدي (۷۲ م ز) کې واک او ځواک درلود .

۲ـ پارتیان :

پارتیان د اریایي قبایلو یوه نامتو قبیله وه، چې له یوې خوا د دوی ګڼ شمېردبلخ ( باختر ) لمر پریواته یا نې د یوناني باختر لویدیز کې مېشت او ودان ول او له بلې خوا د هندوکش جنوب لکه د میرزکې په سیکو کې موچې د دوئ یادونه وکړه د اوسنۍ لوی پکتیا (پختیا) په شاوخوا سیمو کې استوګن وو.

د پارت کلمه د تبعید شوي په مانا دی، په لرغونو متونو کې د «ت» ټکی د «ث» په غږ لوستل کېده او د تاریخپوه غبار په اند:

«د دویمې (۲ م ز) مخزیږدي پېړۍ سلطنتي کورنۍ پارتیان (خراسان) د افغانستان اصلي اریایي ټبر وو ، چې د دوئ ځنې د «افغانستان داهای اسکایانو» څخه شمیرل کیدل، له دوی څخه یو تن «ارشاک» بلخي خراسان ته لاړ او د یوه دولت بنسټ یې کېښود.»[9]

یو شمېر څېړونکي انګېري، چې پارتیان د ساکانو یوه څانګه ده، چې په خراسان کې د هریرود له ناوی نه د خزر تر سمندرګي پورې، په دغو پراخو ورشوګانو او کڅونو کی ځای پر ځای وه او دغه سیمه هم د دوئ په نامه یاده شوه اودا هغه سیمه وه، چې په مینځنیو پېړېیو کې د خراسان پنوم یاده شوه .

 پارتیان په مخزیږدي ۲۵۴ کال، هغه مهال د واک څښتن شول، چې د یوناني باختریانو پاچا «دیودوتس لا دمخه واک ته رسېدلی وو.

لکه دمخه چې وویل شول د پارتیانو د دولت بنسټ ارشاک (ارساک ،ارڅک، ارڅاک )کېښود، دی د ارساس arsaces چې په ارساک arsak هم نامتو وه او دپرنای parnae څانګې مشر وو، چې په لویه پښه کې مساګیتا او په وړه پښه کې د پوونده دهای dahae ټبر برخه وه، چې د پارتیانو د واک موسس وو. د مک ګورن د څرګندونو له مخې: «دوئ په اصل کې ساکان وو او د کسپین سمندرګي او یورال تر مینځ په پراخو ټاپوګانو کې ودان وو.» [10]

دا چې د دوئ د واک په تړاو په بېلابیلو تاریخونو کې د امپراتورۍ او یا د ټولواکمنۍ کلیمه کارول شویده، ښایي یو لامل به یې دا و چې د دوئ د واک او ځواک خاوره ډېره پراخه وه، پدې مانا چې پارتیانو په نیشاپور، طوس، سبزوار، دامغان، شاه رود، جوین، دهریرود شاوخوا د «مدیا» له پولو نیولې د خزر تر سمندرګي او په یو شمېر نورو سیمو پاچاهي کوله  .

د یادو سیمو له جملې څخه یو شمېر سیمې لکه دمخه مو چې وویل تر ډېره بریده، په مینځنیو پېړېیو کې د خراسان پنوم یادېدلې.

د اریانا په شمال لویديځ کې د هیرکانیا او پارتیا پنوم دوه ولایتونه وو، چې کله به یوازې د «پارتیا» پنوم یادېدل، چې په اصل کې د پارتي ټبر استوګنځاې وو. د دامغان جنوب ته د دوئ د واک پلازمینه وه، چې د «هکاتومپي لوس» پنوم یادېده او دامغان ته په اته (۸) میلۍ کې پروت وو.

ولې تر دغه مهاله یې د خپل هېواد پلاز د «دجلې» غاړې ته نه وو لېږدولی، خو لوې مهرداد، د پارت دولت پلازمېنه له خراسانه د دجلې غاړې ته یووړه اود ارمنستان او روم له دولتونو سره په جګړو بوخت شو.

پارتیان چې د اریانا په لویدیز کې د یوه پیاوړي ځواک څښتن ول، ډېر ځل پدغه سیمه کې د اریایي بېلابیلو قومونو تر مینځ نښتې شویدي: چې موږ ساکان ،میدیایان، پارسیان او پارتیان د ساري په توګه یادولی شو.

پدغه اریایي ټبرونو کې کومې څانګې چې یو بل ته د ټبر له مخې نږدې دې، یو د بل ملاتړ ته، له یو بل سره د جګړې ډګر ته ودانګل د بېلګې په توګه، هغه مهال، چې د میدیا او پارتیا تر مینځ ناخوالې رامینځته شوې، ساکانو د پارتیانو په ملاتړ له میدیانو سره په جګړه کې کېوتل.

د«دیودور diodor» د وینا له مخې، د ارتین artin پاچا په مهال، چې پارتیان له میدیا څخه بېل شول، ساکانو د پارتیانو په ملاتړ دوېته ځمکې ورکړې او له میدیا سره یې خونړۍ جګړې پیل کړي.

پارتیانو که څه هم د هخامنشیانو په وخت کې خپله لاره له میدیا څخه بېله کړې وه، خو دلته دوئ هم د ساکانو پلویان ول اوهم دوئ ماهر غېشي ویشتونکی درلودل .

سراولف کارو د پارتیانو د جګړه ییزې روحيې په اړه ویلې دي چې :«پارتیان په اصل کې د ساکانو په څېر د مینځنۍ اسیا کوچیان وو، د دوئ د بري لامل یوه ځواکمنه لېږد ېد نه وه، چې له لویدیز څخه پیل شوې وه،په( ۵ م) میلادي کال کې د ارساکید arsacid پارتي کورنۍ، چې ستیفون Ctesiphon یې مرکز وو، د یوی نوې دورې بنسټ یې کېښود او تر اباسین پورې، خپله واکمنۍ پراخه کړه، د پارس د هخامنشیانو د پاچاهۍ د سلطې د بیا را ژوندی کولو هڅه او اراده یې وکړه. دا عملیات د ساکستان (سیستان) له لارې تر سره شول او د سورین suren له کورنۍ سره تړلي ګڼل کېږي. «سورین» د ارساکید د کورنۍ تر ټولو غښتلی مشر وو.»[11]

د پارتیانو په تړاو ډېرو څېړونکو راز راز څرګندونې کړیدي او د دوئ د نامه ريښه یې په نورو بېلابیلو اریایي قومونو کې لیدلې او څېړلې ده.

که موږ خبره د هېرودوت له انګېرنو پیل کړو چې پخپل دریم کتاب په ۹۳-۱۱۷ بند کې پارتیان، خوارزمیان، سغدیان، اریا، هېرکانیان (ګرګانیان)، سرنګیان (زرنج) او تهامنیان (تیمني) اونور یاد کړیدي، چې ټول د اریانا اوسیدونکی ول .( دهېرودت تاریخ دجورج راولین انګلیسي ژباړه )

«پارتیان د اریایي باختریانو بدوي قبایلو څخه یوه قبیله وه، چې له یوې خوا د هندوکش جنوب ته له کډوالۍ وروسته د «پختانه او د پښتون عنصر په ولایت کې، د هغوی نوم و نښان موجود دی اوله بلې خوا د پارت او پارتیا لمر پرېواته خواته د هیرکانیا په علاقه کی ، معلومات ورکوي . پرتیا، پرتو، پشتیا، پشتو،پختیا،پختو سره مشابهت لري …»[12]

همدا ډول تاریخپوه احمد علي خان کهزاد پدې اړه داسې کښلي دي:

«پارت او پارتیا د سیمې او قوم په نوم شهرت درلود، ډېر څېړونکي پدې اند دي چې دوی هم باختریان ول او دغه اریایي څانګه باختري قوم یا «پکتیان» یا پختیان ول، چې پکتیان یا پختیان یانې پختی، چې د هغو نوم په اوستایي بخدیم چې د لرغوني بلخ په نوم یې بشپړ اغیز پروت دی، هماغه نامتو قوم دی، چې په لرغوني کتاب ویدي سرودونو کې، یانې ریګوید، چې په ټولو اریایي لاسوندونو کې د هغوئ نوم او نشان تصریح شویدی.

پختیان لکه د نورو اریایي قومونو په څېر باختري څانګه ده، هغه مهال چې په ۲۰۰۰ م ز کال عمومي مهاجرت پیل شو او په دوه برخو، چې یوه برخه یې د هندوکش جنوب او بله برخه یې پخپله بخدیم کې مېشت او ودان شول.»[13]

د «ژوستن» د څرګندونو له مخې، که موږ پارت (پارتوه) د تبعید شوي یا شړل شوي یا لرکړ شوي وګڼو، نو په پښتو کې اوسنې بڼه د «پردي» شوي (بیګانه شوي)، کډوال (مهاجر) شوي، چې په پښتو کې د «پرته» اصطلاح د لرې کړ شوي په مانا هم کارول کېږي.

په ځنو سیمو کې داسې یوه اصطلاح هم شته، چې څوک ناروغه شي او یا یې خبرې په تول او معیار برابرې نه وي، نو ورته وایي: «دا سړی پرتې وایي». مانا خبرې یې له چوکاټه وتلي دي.

موږ دمخه ووېل، چې هېرودوت دغه وګړي د «پکتوس» پنوم یاد کړیدي او د استوګنې ځاې یې د پکتیکا پنوم په ګوته کړی دی.

کهزاد پدې اند دی چې: «دغه نوم که په ویدی پېر زکر شوی او یا د هېرودوت په څرګندونو کې د «ک» په توري کښل شویدی، ولې پدې توري نه تلفظ کېږي بلکې د «ش» او «خ» د تورو په مینځ کې پداسې توري ادا کېږي، چې د پښتو «س» د هغه استازي توب کولی شي …اوس پوهېږو چې «پخت» او «پختي» یا پختیا، په «بخد» او «بخدي» یا «پارت» او پارتي او یا هم په «پارتیا» اغیزه کړېده او د دې ټولو نومونو ريښه «پخت» دی.[14]

ژبپوهان او لرغون پېژندونکي تر ډېره بریده پدې ټینګار کوي چې د «پخت» ټبر یوه څانګه همدا وه چې له «بخدي» نه د هندوکش جنوب ته شېوه شول او د سپین غره (سپیتاګو ناګیري) شاوخوا سیمې د «پختیا» پنوم یادې شوي.

هغه څانګه چې د هندوکش په شمال کې پاتې شوه په ویدي او اوستايي پېر کې خپل ژوند ته دوام ورکړ. خو هغه وګړي لکه چې پارتیان ګڼل کېږي، د همدې «پخت=پښت یوه څانګه د بخدیم لویدیز ته وکوچېده، د هریرود نه نیولي د خزر تر سمندرګي پورې ځمکې لاندې کړې،  تاریخپوه احمد علی کهزاد هم د څېړنو پر بنسټ ټینګار کوي، د پخت دغه څانګه، چې د هریرود په شاوخوا سیمو کې ځاې پر ځای شوه، ځانونه یې د «پارثیا» په نوم یاد کړل او د جنوب لویدیز «پختیا» او «پرتیا» نه یوازې یو بل ته ګډ وزن او اهنګ لري، بلکې یوه کلمه ده، چې په یوه شکل او ټاکلې بڼه کښل شوېده. پارتیا دبیسټون په کتیبوکې د«ت» په توري نه ،بلکې د«ث» په توري دپرثوپه بڼه راغلی دی . پرثو او پارتیا، پختون او پختیا ته نږدي برېښي…»[15]

اکاډیمیسن ډاکټر جاوید د بخدي او یا بختی کلمو په اړه پخپل کتاب اوستا کي څرګنده کړېده: «بختیان یانې د اوښانو څښتن او تازیان داسونو خاوندان … بختیا یانې پختون، تازیان یانی تاجک یو دبل سره اړیکي لرلي.

فرخي وايي:

تازیان اندر حصاري قافله در قافله

                                 بختیان اندر صحاری کاروان در کاروان

خاقاني بیا «پختګان (پښتانه) رسېدلي او پرمختللي خلک ګڼي.»[16]

د پارتي کورنۍ نامتو واکمن ارساس (ارشاک ، ارڅک ،ارسک )بلخي وو، چې د ۲۵۰ مخزیږدی کال په شاوخوا کې له یوې خوا یې باختري یونانیان او له بلې خوا یې د سلوسي شامي یوناني واکمنو پر وړاندې د یوه خپلواک سلطنت اعلان وکړ.

دی نه یوازې د یوه خپلواک سلطنت موسس وو، بلکې د خپلو پلویانو او پارتیانو په مینځ کې د یوه رب النوع باور څښتن هم وو.

اشک یانې بلخې ارساس (ارشاک-ارساک) چې د «فري یاپت» زوی وو له خپل ورور «تیري داد=تېر داد) سره د باختر لویدیز ته لاړ. د «یوناني پارت» حکمران فریکلیس یې وواژه او خپله واکمنۍ یې اعلان کړه .

پارتیان یا اشکایان چې د یونان د باختري پاچایانو معاصر وو، د یوي سترې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود.

اشک (ارساس)، چې کورنۍ یې د «اشکاني» په نومونو هم یادیږي د یوه شهینشاه په توګه یې د سیمې د نورو هېوادونو په څیر خپلواک دولت درلود او له ده نه وروسته د اشکاني ټبر دغه کسان واک ته ورسېدل:

ـ د پارتیانو دویم خپلواک واکمن د ارساس (اشک) ورور «تري داتس» وو چې د دویم «اشک» او یا ارشاک پنوم هم یادېده.

د ده د مهال یوه موهمه سیاسي پېښه دا وه، چې د اریایي ځمکې دوه واکمنو پاچایانو «دویم دیودوت» له تري داتس سره د شام د سلوسي دولت پر ضد یووالی وکړ او د «سلوسیانو» پوځ ته یې ماته ورکړه.

ده د همدې بریو په ویاړ یو ښارګوټی ودان کړ، چې د «دارا dara» یا د «داریوم dareium» پنوم یادېده او له ده وروسته زوې یې د واک څښتن شو.

ـ ارتبان: (۱۹۶-۲۱۴ م ز)

ارتبان (اردوان) چې په دریم ارساس هم یادېده واک ته ورسېد او د ده د سلطنت موهمه پېښه د دویم انتیوکوس چی ځنو دریم انتیوکوس یاد کړي برید وه، له «هیرکانیا» تېر شو او له هغه ځایه یې د باختر په یوناني پاچا «ایوتیدم» برید وکړ، خو پرته له کومې پایلې بېرته شام ته ستون شو.

ـ فري یات: (۱۹۶-۱۸۱ م ز)

دی د څلورم «اشک» پنوم هم نامتو وه، دغه اشکاني پاچا، پداسې مهال واک ته ورسېد، چې په باختر کې یوناني پاچایان «ایوتیدم» او دمتریوس واکمن ول.

د دوئ د واک په مهال موهمه پېښه د ایوتیدم او د شامي پاچا دریم انتیوم کوش ترمینځ روغه جوړه وه.

له فري یات نه وروسته ورور یې فرهات (لومړی فرهاد ) پاچا شو او د شپږو کالو په شاوخوا کې حکومت وکړ او بیا میتردات (مهرداد) واک ته ورسېد.

ـ مهرداد (میتري دات): (۱۲۶-۱۷۴ م ز)

دی په باختر کې د یوناني واکمن ایوکراتید معاصر وو، ده کوښښ کاوه، چې په هند کې خپل واک پراخ کړي.

همدارنګه د اشکایانو په لویدیځ کې، د سلوسي او رومي واکمنو تر مینځ هم جګړي روانې وې او سلوسیان یې کمزوري کړي ول.

نو ځکه خو میتری دات د خپل ځواک د غځولو په فکر کې شو او د یوناني باختریانو واکمنۍ یې وګواښله او د «تپوریا» سیمه یې لاندې کړه او مروی خواته یې پرمختګ وکړ.

له دې وروسته د خپل هېواد لویدیز او جنوب ته اړم شو، پارس او ورپسې بابل د خپلې ټولواکمنۍ برخه کړه او د واک چاری دشورا او یادوه مجلسونو له خوا اداره کولې … له ده نه وروسته دویم فرهات او دویم ارتبان واک ته ورسیدل، د دوئ د واک په مهال ډېرې موهمې پېښې په باختر کې د یوناني واکمنو کمزوري وه او د همدی کمزوري له کبله اسکایانو او تخاریانو د شمال له خوا په باختر برید وکړ.

پارتیانو د لویدیځ له خوا، له سلوسیانو سره ستونزه درلوده او له ساکانو غوښتنه وکړه چې له دوی سره مرسته وکړي او دا وخت دی چې دوی باختر نیولی دی.

بله کومه لویه پېښه، چې د پارتیانو په وړاندی رامینځته شوه، هغه د ساکانو، تخاریانو او پارتیانو تر مینځ خپل مینځي جګړې وې، چې په پای کې دویم فرهات د اسکایانو او دویم ارتبان د تخاریانو له خوا ووژل شول.

سره د دې چې پارتیان د څلورو کالو په موده کې د تېر په پرتله کمزوري شوي ول، ولې بیا هم دویم میتري دات (دویم مهرداد) د خپلو ځواکونو پر مټ د ساکانو مخه ونیوه او هغوئ د دې وس ونه موند، چې پارت ته ننوځي.

خو کوم څه چې پارتیانو غوره وګڼله، هغه دا وو چې د پارت حکومت با ید د ختیځ په پرتله لویدیځ ته مخه کړي، دا ځکه چې د ارمنیانو او د روم د دولتونو تر مینځ څو پرلپسې نښتې وشوی او دواړه کمزوري شوي ول.

پارتیانو له همدې څخه ګټه واخسته او خبره ان دېته ورسېده چې د پارتیانو پښې له اریایي سیمی نه وختې او «اورودس orodes » د حکومت پلازمېنه دجلې ته څېرمه «استزیفون» ته ولېږدوله.

دغو تاریخي پېښو د نړۍ په دغه برخه کې ډېر ژور بدلونونه رامینځته کړل، چې له یوې خوا پارتیان له یادو سیمو ووتل او له بلې خوا د دوئ تربوران د هلمند او ارغنداب په سیمو کې ځواکمن شو، پهلوانا ټبریا دوم چې واک چارې یې خپلې کړې.

۳- پهلوایان :

تاریخپوه میر غلام محمد غبار، د دغه مهال تاریخي پېښو په تړاو داسې کښلي دي:

«پارتیان د افغانستان د اریایي قبیلو یوه واکمنه قبیله وه او یو شمېر نور دوئ د اسکایانو یوه قبیله ګڼي. بلخي ارشاک خراسان ته لاړ او د پارس په هېواد کې د یونانیانو ځای ناستی شو… له ده وروسته له ۲۵۰ م ز نه تر ۲۲۶ م ز پورې ۲۷ تنو په هغه هېواد سلطنت وکړ .

د پارتیانو استوګن ځای د «پارت» پنوم یاد شو او دا د هېرودوتس «افریدي پشتانه» وه.»[17]

له دغو پارتیانو څخه یوه څانګه د پهلوایانو وه، چې د پارتیانوداستازي په توګه یې د سیستان چارې اداره کولې .

هغه مهال چې پارتیان د اریانا له حددودو څخه بهر شول او خپله واکمنۍ یې په دجله کې ځواکمنه کړه، نو «ونونیس vonones» په هلمند او ارغنداب کې د یوه مستقل او خپلواک دولت بنسټ کېښود، چې اریایانو په تاریخ کې د «پهلوایانو» په نامه یادېږي.

پارتیان هغه وګړي ول، چې اروپایانو به دوئ «هندو پارت» بلل او د مادي (میدي) او یا د مادیانو له ټبر سره په ګاونډ کې استوګن ول او د شتون نېټه یې تر شپږمې (۶ م ز) مخزیږدي پېړۍ پورې رسیږي  .

لکه څرنګه چې د پارتیانوزوزات پهلویان ګڼل کېږي اوهمدارازدماداولادونه بلوڅان اوکوردان ګڼلی شي نوځکه خوله مخزیږدي یانې «په زاړه پېر کی (۵۲۰-۳۰۰۰ م ز) د اریایي ژبو شمېر پنځو ته رسيده :

۱ـ اوستا ۲ـ  د هخامنشیانو ژبه ۳- میدي ۴- پارتي ۵- ساکی یا سکه (سیتي Scythian)…»[18]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب