پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه د...

د افغانستان په اړه د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه د کرزي هرکلی

تاند (دوشنبه، د جدې ۱۱ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیکه چې د طالبانو رژیم سره یې د نړیوال تعامل نقشه رسم کړې، هرکلی کړی دی.

د پخواني ولسمشر پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې دغه پرېکړه‌لیک د افغانستان واکمنۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د درناوي څرګندوی او د یوه ثبات لرونکي او پرمختللي افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې د همغږۍ ښودنه کوي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې ملي تفاهم او د خلکو د ارادې تمثیل، لکه څرنګه چې په دغه پرېکړه‌لیک او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په خپلواکې ارزونه کې ذکر شوې، په افغانستان کې د دایمي ثبات د ټینګېدو لار ده.

حامد کرزي ټینګار کړی چې د ستونزو د حل او دایمي سولې ته د رسېدو کلۍ د افغانانو په لاس کې ده.

په دغه پرېکړه لیک کې د طالبانو رژیم سره د تعامل تر څنګ ټینګار شوی چې دغه رژیم دې د نجونو او ښځو حقونه، بشري حقونه او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته غاړه کېږدي.

همدا شان ویل شوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي دې د پرېکړه لیک د موادو د عملي کېدو او څارنې لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

د طالبانو رژیم د پرېکړه لیک له دې برخې سره چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د دې د پرمخ بیولو لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه ده، مخالفت ښودلی.

د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو او څېرو او نورو افغانانو هم د پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلي چې له دې لارې کېدای شي په افغانستان کې د یوه قانونمند نظام د رامنځته کېدو او له سره د یوه نوي ټولمنلي بهیر د پیل لپاره هڅې وشي.

5 COMMENTS

  1. دا رزیل او بی دینه انسان کرزی هیڅ شرم او حیا نلری دا منافق او د ملت دشمن نور حق نلری چی د افغانستان په باره کښی خبری وکړی دا د غله او بیغیرته زوی

  2. دغه خنزیر او دده د کندهاري نه حرامي زیږدلئ عبدالله جان باید د توپ خولې ته برابر سي. طالب ولي دغه مرتدان ملحدان نه غیی ؟😡

  3. کرزی نه اسلامی پوهه لری او نه سیاسی په دی هم نه پوهیږی چې څه ډول تصمیم /پریکړې ته هرکلی ووایی. خو له بلې خوا انسانی کرامت او دمطبوعاتی اخلاقو مراعات کول په هره ټولنه کې معیار ټاکی خو یوشمیر افغانانو دغه اخلاق ډېر ستونزمن کړی چی په تبصره کې بد بریښی که نه خفه کیږی. له دې خبرو هیڅ نه زده کیږی.

  4. شریف‌زاد اکا د کرزي د هغو خبرو مخالفت کړی دی چې د افغانستان د ثبات،د ملي وحدت، او د نجونو د حقونو په حمایت کې شوې دي. خلاصه عقل ښه شی دی.

  5. سید محمد خانه
    ځینو کسانو به ویل چې خلقیان ساده خلک وه او دا ځينې مرتد، ډارن او عقده من کسان په پوست ورننوتل،قتل او وحشت او انتقام او وژلو ته يې وهڅول. ستا تبصرې هماغه خبره يو ځل بيا راياده کړه. د قتل او انتقام بې همته مبلغان يې قتل ګولو ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب