پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهتېر کال له ایرانه ۸۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

تېر کال له ایرانه ۸۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

تاند (دوشنبه، د جدې ۱۱ مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې تېر میلادي کال له ایرانه ۸۰۰ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني که څه هم په خپله خوښه د دغو کډوالو د ستنیدو ادعا کړې، خو ډېر راپورونه او شکایتونه څرګندوي چې ایران افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د خپل یوه سرحدي مقام له قوله ویلي چې یوازې په خراسان رضوي ولایت کې تېره میاشت د ایران پولیسو تر ۶۰ زرو افغان کډوال بندیان او بیا خپل هېواد ته ستانه کړي.

طالب چارواکي که څه هم افغان کډوالو سره د ایران د ناوړه چلند موضوع نه نقدوي، خو خلک شکایت لري چې ایراني ځواکونه افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

ایران ادعا لري چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هره ورځ زرګونه افغانان دغه هېواد ته په قاچاقي لارو ورځي چې بیرته نیول کیږي او ایستل کیږي.

یو شمېر څارونکي نیوکه لري چې طالب او ایراني چارواکي باید په دې اړه اساسي حل ته ورسیږي، ځکه په  خبره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انساني قاچاق شبکې د دواړو لوریو د ځایي چارواکو په همکارۍ د بېوزلۍ ځپلو افغانانو امکانات لوټي او ایران ته یې استوي چې بیرته را شړل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب