چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهله وسله وال بریده یو ځل بیا د مولانا فضل الرحمان روغ...

له وسله وال بریده یو ځل بیا د مولانا فضل الرحمان روغ وتل

تاند (دوشنبه، د جدې ۱۱ مه) د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند پر خپل مشر مولانا فضل الرحمان د برید او له بریده د هغه د روغ وتو خبر ورکړی.

د دغه ګوند ویاند ویلي چې فضل الرحمان پرون د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې له یوه وسله وال بریده روغ وتلی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په برید کې د هغه د کاروان ملګرو ته هم زیان نه دی رسېدلی.

مولانا فضل الرحمان په دغه سیمه کې د خپل یوه خپلوان د واده مراسمو ته روان و.

باکستاني چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه اخیستی.

د پاکستان امنیتي چارواکو تر دې مخکې مولانا فضل الرحمان او د نیشنل عوامي ګوند د پښتونخوا مشر ایمل ولی خان ته خبرداری ورکړی و چې پر دوی د برید احتمال شته.

مولانا فضل الرحمان بیا له بریده یوه ورځ مخکې ویلي وو چې د پاکستان ځواکونه  یې باید امنیت ونیسي، کنه د هر ډول پایلو مسوول به وي.

دا برید داسې مهال کیږي چې نږدې راتلونکي کې کابل ته هم د مولانا فضل الرحمان د سفر تیاری نیول شوی.

کابل کې یو شمېر سرچینو ویلي چې طالب چارواکو د هغه د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب