چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه ویانا کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه

په ویانا کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه) یو شمېر افغانانو نن دوشنبې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د پاکستان د سفارت مخته مظاهره وکړه.

د مظاهرې برخوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر نیول کېدو او له پاکستانه په زوره د افغانانو پر ایستل کېدو اعتراض وکړ.

په دې مظاهره کې، چې د افغان کلتوري ټولنې او پښټون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) له لوري تنظیم شوې وه، شاوخوا ۲۵ تنو ګډون کړی وو او د نن ورځې په خورا سړه هوا کې یې د غرمې له ۱۲ تر دوو بجو پورې اعتراض ته دوام ورکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اتریش د څانګې مشر ستوری خان وویل، په پاکستان کې له پښتنو سره بې عدالتي کېږي او پاکستان یې په دې خاطر نیسي چې پښتانه دي او اوس یې په زوره باسي.

په ویانا کې د افغان کلتوري ټولنې مشر غوث الدین وویل، د پاکستان پوځ او آی ایس آی په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو د ځپلو او بربادۍ مسوول دي.

ده ټینګار وکړ چې پاکستان تل د افغانانو د ګټو خلاف اقدامات کړي دي.

مظاهره چیانو د پاکستان د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل.

دوی وویل تر هغو به اعتراضونو ته دوام ورکړي چې منظور پښتین په زندان کې وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د ۲۰۲۳ د دسمبر په ۴ مه ونیول شو چې لا هم بندي دی.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    پنجابي جرنیل کرنیل غواړي له منظور سره لکه د باچا خان چلند وکړي ! له یو جیل نه بل ته ؛بل نه بلته…ولې ؟ چې حقه خبر کوي ،د پشتون/افغان دشمنانو پټې څېرې ې رسوا کړلې او پخپله خاوره خپل اختیار او آزاد ژوندون غواړي .
    پوکېسټین له فارسیست ایران سره په جوړجاړي، د بلوچانو سیمه هم ګډوډول غواړي.
    ولسونه باید بیداره او ویښ شي. د بابړې،قصه خوانۍ،خړ کمر او… شهیدانو وینې لا اوس هم تازه دي!
    دا څنګه آزادي ده؟
    لر او بر یو افغان/پشتون!
    اې جو دهشت ګردي هی ، اېس کې پیچې پنجاب،اسراییل اور یو کې هین!!!
    لعنت الله علی الظالمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب