سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهخوست کې پر یوې سیمه ییزې راډیو د طالبانو چاپه او غبرګونونه

خوست کې پر یوې سیمه ییزې راډیو د طالبانو چاپه او غبرګونونه

تاند (سې شنبه، د جدي ۲۵ مه) راپورونه وایي چې خوست کې نن د طالبانو ځواکونو د نن په نوم د سیمه ییزې راډیو پر دفتر چاپه اچولې ده.

د طالبانو سرچینو ویلي، چې ځواکونه یې د یوې حقوقي قضیې د تعقیب له امله د دغې راډیو دفتر ته ورغلي دي.

د راډیو یو شمېر کارکوونکو ویلي، چې طالبانو ګواښلي او موبایلونه یې ورڅخه اخیستي دي.

د افغانستان د خبریالانو یو شمېر بنسټونو دا عمل غندلی او د رسنیو پر وړاندې یې د طالبانو ورځ تر بلې سخت

دریځۍ د اندېښنې وړ ګڼلي دي.

له بلې خوا طالبان وايي، دغه کار یې د حقوقي دعوې پر بنسټ‌ کړی. که چېرې حقوقي مسله هم وي، باید د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې حل شوې وای.‌ په دې اړه د طالبانو د “ښاري محکمې” پرېکړه د رسنیو له ازادۍ ښکاره بل سرغړونه ده.‌

د طالبانو رژیم په پرله پسې ډول د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې په ناوړه چلند تورنیږي، خو دوی دا تورونه ردوي او ادعا کوي، چې خبریالانو او رسنیو ته یې د « اسلامي شریعت» په چوکاټ کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

1 COMMENT

  1. دوی پدې سرغړونو مرغړونو نه پوهبږي دوی وایي چې نړۍ یې ماته کړې (امریکا قدرت په تحفه کې ورکړی) نو ټول افغانان او دا خاوره ددوی ملکیت دی او څه چې وغواړي کولی یې شي. د هر چا کور ته بې اجازې تللی شي او د هر چا مال خپل ګڼي. ما د یو څو طالب ګوټو سره خبرې وکړې دلیل او منطق خو بیخي نه پیژني او بس یو خبره کوي چې دا خاوره مونږ په وینو ګټلې نړۍ مو ماته کړې او بس دوی ټولواک دي. داسې خلکو سره بحث، خبرې او جنجال د ځان سپکاوی دی. سړی کله حیران شي چې خدایه پاکه دا کوم مخلوق دې راباندې مسلط کړ شی می به نه وي، د حیواناتو سره به په اخور د تړلو وي لاکن ته به یې مخکې هیڅ نشې ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب