Homeخبرونهد بېوزلۍ له امله د کم عمرو افغان نجونو د خرڅلاو راپورونه

د بېوزلۍ له امله د کم عمرو افغان نجونو د خرڅلاو راپورونه

تاند (سې شنبه، د جدي ۲۵ مه) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په لویدیز هرات ولایت کې د بېوزلۍ له شدت سره، د کم عمرو نجونو د خرڅلاو خبر ورکړی.

دغې ورځپاڼې په یوه راپور کې له یو شمېر کورنیو سره خبرې کړي، چې په وینا یې سختې بېوزلۍ ډېر عمره کسانو ته د پیسو بدل کې د خپلو کم عمرو نجونو ودولو ته مجبور کړي دي.

سرچینې دغه راپور ته داسې عنوان ورکړی: په نوي افغانستان کې یا لور خرڅه کړه، یا لوږه وزغمه.

په ورته وخت کې یو شمېر نورو رسنیو هم نن د هرات د ځینو بېوزلو له قوله ورته راپورونه تایید کړي.

یو شمېر افغانانو په دې اړه خواشیني ښودلې او د طالبانو له رژیمه یې غوښتي چې د خلکو د بد اقتصادي وضعیت لپاره هم ژر په خپلو افراطي پالېسیو کې نرمښت راولي او افغانستان ته د نړیوالو مرستو د ژر رسېدو زمینه برابره کړي.

د طالبانو چارواکو دغو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې داسې راپورونه د دوی خلاف ناسم تبلیغات ګڼلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...