شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهترکیه وايي، نژدې ۴۲ زره افغانانو ته یې د اقامت قانوني اسناد...

ترکیه وايي، نژدې ۴۲ زره افغانانو ته یې د اقامت قانوني اسناد ورکړي

تاند (سې شنبه، د چدې ۲۵ مه) په داسې حال کې چې ترکیه له خپلې خاورې د افغانانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت نن وویل، کابو ۴۲ زره افغانان په ترکیه کې په قانوني اسنادو اوسي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت ادارې وویل، ۴۱ زره ۹۷۸ سوه افغانانو په ترکیې کې د اوسیدو قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.

څرګنده نه ده چې په دې شمېر کې هغه افغانان هم شامل دي چې په ترکیه کې یې د کورونو د رانیولو په بدل کې د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړی.

په وروستیو لسو کلونو کې ممکن لسګونو زرو افغانانو په دې خاطر چې د ترکیې پاسپورت ترلاسه کړي، په دغه هیواد کې کورونه اخیستي دي.

په پیل کې د ترکیې د تابعیت لپاره د سل زره ډالرو پانګونه پکار وه، وروسته یې د تابعیت لپاره شرط ۲۰۰ زره ډالره پانګونه اعلان کړه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د ادارې پر اساس، په دغه هیواد کې یو میلیون او ۱۰۷ زره ۳۲ تنه بهرنیان اوسي.

په دې شمېر کې کډوال شامل نه دي.

د کډوالو په منځ کې تر ټولو ډېر د سوریې، ایران او عراق اتباع دي. خو د هغو بهرنیانو په منځ کې چې په قانوني اسنادو په ترکیه کې اوسي، تر ټولو ډېر لومړی د ترکمنستان او بیا په ترتیب د روسیې او عراق وګړي دي.

په ترکیه کې د مېشتو بهرنیانو په منځ کې افغانان د شمېر له پلوه په نهم نمبر کې دي.

په عین حال کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ کې د دوی له لوري د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور په نیول شویو کسانو کې تر ټولو ډېر افغانان دي.

تېر کال د ترکیې پولیسو شاوخوا ۳ زره افغانان نیولي او اکثره یې افغانستان ته ګرځولي دي.

ډیری افغانان ترکیې ته د دې لپاره ځي چې له دغه هیواده اروپا ته ځان ورسوي.

ترکیې په وروستیو کې له ایران سره په خپله ګډه پوله کې دېوال بشپړ کړ څو له دې لارې خپلې خاورې ته د غیرقانوني کډوالو مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب