جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ترکمنستان د سوداګري اړیکو پر پراختیا موافقه وکړه

افغانستان او ترکمنستان د سوداګري اړیکو پر پراختیا موافقه وکړه

تاند (سې شنبه، د جدې ۳۵ مه) افغانستان او ترکمنستان د دوو هیوادونو د سوداګرو او سوداګري شرکتونو ترمنځ د مخامخ تماسونو د زیاتېدا لپاره د دوه اخیزو سوداګري غونډو په دایرولو سلا وکړه.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، دا موافقه په کابل کې د ترکمنستان د سفیر خوجه اویزوف او د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د دې کتنې په ترڅ کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د یوه نندارتون د جوړېدو اهمیت ته دواړو خواوو ځانګړې بام وکړ او ویې ویل چې دا به په ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو له معرفي کېدو سره مرسته وکړي.

دواړو خواوو ترکمنستان ته د افغاني محصولاتو د صادراتو پر زیاتېدو او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري انډول پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

د تریند د راپور پر اساس، ترکمن لوري له افغانستان څخه د مرمرو واردولو ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې دا به په افغانستان کې د دا ډول تیږو د صنعت له ودې سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...