عبدالهادي فرهنګ.
د ۱۴۰۲ ھ، ش ـ کال د جدي/ ۱۰ میاشتې د اخرنۍ لسیزې په ۲۲ نېټه د ننګرهار عامه کتابتون په انګړ کې الوتونکو مرغانو د جُمعې سهار د اللّه (ج) په ذکر او ثناء پیل کړ او په تالار کې یې مجاهدِ اسلام سلیمان ساګر د قرآنِ پاک مقدس په څو مبارکو آیاتونو د ختیځ ادبي بهیر ۵۳۴ غونډه پیل کړه.
د یادې غونډې ویاند نومیالی ترنم کوونکی، شاعر او ناول نګار احمد موساخېل و.
ښاغلي موساخېل د استاد پسرلي په څو بیتونو عبدالهادي فرهنګ ته د تېرې اونۍ د حال احوال بیانولو لپاره بلنه ورکړه.
تر ګذارش لوستلو وروسته ویاند د راپور په حقله ټولو ګډونوالو ته د وړانديز، کره کونې، ستاینې او تنقیدي رویې د اظهار بلنه ورکړه.
ښاغلی همت مل پاڅېدو او د ګذارش په هئیت ماهیت او اهمیت یې خبره وکړه.
ښاغلي همت مل وويل: (( که چېرته په راتلونکي کې د پنځمې ادبي دورې ادب تاریخ لیکل کېږي دا به په کې را اخیستل کېږي او دا عادي خبره نه ده.))
نورو ګډونوالو هم تر لار ښوونو وروسته د راپور ستاينه وکړه.
پر راپور تر آندونو وروسته یادونه وشوه، چې ننۍ غونډه دوه برخې لري، ړومبۍ برخه یې په معاصره ادبي دوره کې د هندي سبک د بشپړ استازي، زمانه ساز شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق پسرلي مرحوم د لسم/۱۰ تلین لمانځنې ته وقف شوې او دویمه برخه یې ازادې مشاعرې ته.
انانسر د بهیر مشر، لیکوال او شاعر ضیاءالدین همت مل ته بلنه ورکړه، تر څو د استاد محمد صدیق پسرلي د ژوند، ژواک او شعر په حقله خپل تأثرات شریک کړي.
ضیاءالدین همت مل د استاد پسرلي په ادبي حیثیت، شعر، شخصیت او کرکټر ښکلې او جالبې خبرې وکړې.
ښاغلي همت مل وویل: (( استاد محمد صدیق پسرلی د معاصرې ادبي دورې کاظم خان شیدا دی، نن که پیر محمد کاروان، غلام مصطفی سالک … ښه او لوی شاعران دي په دوی د استاد پسرلي د سر سیوری و، که باز محمد عابد ښه لیکوال دی او د استاد غضنفر د نثر له جادو ټول ادب اغېزمن دی دا د استاد پسرلي د لاس نیالګي دي.
زه له استاد پسرلي سره څو ځلې مخ شوی یم او زما لپاره یې تر ټولو جالبه دا وه چې ما به ګومان کاوه چې دا ډېره هڅه دا کوي چې زما احترام وکړي، په استاد پسرلي کې چې تر ټولو لوی/ ښه صفت و ـ هغه د ده تواضع/ خاکساري وه،
د هندي سبک چې کومې ځانګړنې دي ټولې د پسرلي صاحب په شاعرۍ کې شته.
د غزل تر څنګ یې د څلوريزو او قطعو فکري او معنوي برخه ډېره درنه ده،
ما یې (د لمر کجاوه) شعري ټولګه د هلکتوب په زمانه کې لوستې وه ـ بیا مې نه ده لوستې خو ډېر انځورونه یې اوس هم زما په ذهن کې پاتې، چې دا د استاد په شعر کې د استادانه انځور ګرۍ ښکارندویي کوي.))
ښاغلي همت مل د استاد پسرلي د څو بیتونو له شننې وروسته خپله وینا پای ته ورسوله.
((که د بیتونو وضاحت/سپړنه دلته وکړو دلیک لمن اوږدېږي ـ راپور لیکونکی.))
ویاند د استاد پسرلي په لاندې بیتونو عبدالهادي فرهنګ ته په استاد پسرلي د خبرو کولو بلنه ورکړه.
فرهنګ د استاد پسرلي بعضې اقوال د هغه په حقله د لویو لیکوالو او شاعرانو نظریات او د هغه د کورنۍ په اړه خپل او د نورو نظریات شریک کړل.
فرهنګ وویل: (( استاد پسرلی تر دې حده له مادیاتو منصرف او معنویاتو ته ژمن و، چې د وخت د ولسمشر (حامد کرزي) مډال یې په دې ونه مانه چې دا په شعر و ادبیاتو نه پوهېږي.
په کابل کې د غزلبڼ د مخکتنې په غونډه کې شاعرې صفیه صدیقي وویل چې: (( زما لپاره همدا فخر بس دی چې د استاد پسرلي د زمانې شاعره یم او د ده د ژوند په کلونو کې شاعري کوم.))
استاد سعدالدین شپون په پسرلي مجله کې د استاد پسرلي په حقله لیکلي چې: (( استاد پسرلی مړ نه دی بلکې د هندوکش په تړو کې کیندل شوې مجسمه ده.))
هغه وویل چې په پښتو ادب کې د خوشال بابا تر کورنۍ را وروسته یواځینۍ کورنۍ د پسرلي صاحب ده چې پښتو ادب ته یې په پراخه کچه کار کړی؛ که په شعر کې دی په خپله استاد پسرلی که په نثر نظر کوو استاد اسدالله غضنفر که افسانو ته راځو ایمل پسرلی او اجمل پسرلی که ناول ته لاړ شو نصیر احمد احمدي (رح) چې دا ټول د استاد پسرلي زامن او د کورنۍ غړي دي.))
فرهنګ وویل، چې د استاد پسرلي په یوه لیک کې یې لوستي وه چې: ((د افغان وطن بهبود او د خپل ولس بقاء او ارتقاء مې لوی ارمان دی او که مې دا آرمان په ژوند پوره شوی وای، ملک الموت ته مې پخپله اجازه ورکوله چې راشي او روح رانه واخلي.))
خو داسې ونه شوه او له ننه لس کاله وړاندې په همدې شپو ـ ورځو کې په داسې حال وفات شو چې یاد آرمانونه یې له ځان سره د قبر تورو تیارو ته کوز کړل.))
فرهنګ د استاد پسرلي د لاندې بیت په ویلو سره خپلې خبرې و پای ته ورسولې.
چار لا چار تر هرې مېږې لاندې وځو
هغه وري شول رانه جوړ چې مور یې نه وي
تر ویناؤ وروسته د غونډې ویاند احمد موساخېل د پسرلي صاحب د لاندې مقطع بیت د غزل په ویلو سره ازاده مشاعره پیل کړه.
شپو ورځو تمام عمر نوکونه جنګول راته
ښایي پسرلیه زمانه هم شر ته ناسته وه
د مشاعرې لومړی شاعر احمد الدین سونړی و چې د خپل غزل تر څنګ یې د استاد پسرلي له (کوچی) کتاب څخه یوه لنډه کیسه هم ولوسته.
تر سونړي وروسته یونس ماښام او محمد عارف مجروح خپل غزلونه وویل.
موساخېل د استاد پسرلي د رسوايۍ تر حده په لاندې مشهور بیت ارشاد الله دانش ته د ترنم بلنه ورکړه.
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
ارشاد الله دانش د نسیم ایثار د لاندې مطلع او مقطع بیتونو غزل په زړه وړونکي اواز وویلو
لاس په قران مخ په قبله در سره ژمنه کوم
سر که مې هم ځي خو دفاع به دې وطنه کوم
سپین مې په ږیره شول ایثاره مور مې لا هم وهي
زه یې وهلو ته له قـــــــــــــــصده تېروتنه کوم
پروېز باور را وغوښتل شو او خپلې څو ټپیزې یې وویلې لکه:
بې مینې ژوند لالیه څه دی؟
له دې نه مرګ سل وارې ښه دی
پنځه ټوټې مې خدایه زړه دی
حال د ویلو لایـــــــــــــق نه دی
پرېږده چې غم په زړه دننه تېرومه
رشیدالله باور ته بلنه ورکړل شوه او په خوستۍ لهجه يې لنډۍ وویلې چې یوه یې داسې وه.
چې کوټ ته وخېږې څــــــــــــــــــــــــملې
هغو دې هېر دي چې تر خورو لوندې دینه
د مشاعرې ویاند د قدرت الله درمان په لاندې بیتونو سید جوهر شاه جوهري ته د غزل ویلو بلنه ورکړه.
ته ترې نه تللـــــــــــــې یې مزه د زندګۍ تللې ده
د زړه په سر مې د مات شوي بنګړي ژۍ تللې ده
نه په چکر تللې ده نه په مــــــــــــــستۍ تللې ده
د پښتانه کډه اکـــــــــــــــــــــثره په بدۍ تللې ده
تر سید جوهر شاه جوهري وروسته رستم جلالزی راغی او د مرزا عنایت الله دیدار یو وړه منظومه او د استاد پسرلي یو غزل یې ولوستو.
انانسر د لوی شاعر دروېش دُراني د لاندې بیت پر غزل تر وفیع الله وفا د ترنم خواست وکړو.
له اشنا سره کاته غواړم چې وشي
کېدی نه شي مګر زه غواړم چې وشي
وفا د نصیر احمد شهاب د لاندې بند نظم په اعلی کمپوز ترنم کړو.
ښه پوهېږمه چې نه راته رسېږې
خو که خدای کول او مثلا زما شوې
بیا به زه د مخلوقاتو بختور یمه
په خندا به دې صاحب د پاچاهۍ شمه
عبدالمجید پل او اصغر موسی زی د ویاند په پرلپسې بلنو راغله او خپل کلامونه یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
موساخېل د استاد پسرلي په همدې بیت ابرار الله مدرار د ترنم لپاره را وغوښتو.
اور ته د دوزخ پناه ور وړل ښه دي
اړ مه شه ادم د ادم سیوري ته
مدرار د مانو اورښت د لاندې بیت غزل په ښکلي طرز وویلو.
تیاره کې ورک یم خو بیا هم د رڼا غږ نه کوم
ژوند داسې دی چې فقط اخلمه ساه غږ نه کوم
ابوبکر اخلاص راغی او خپل غزل یې وویلو.
شکرالله حمیدي په ښکلي ولسي/ فوکلوري انداز لنډۍ ترنم کړې چې یوه یې دا وه.
مینه مې پټه پاتې نه شوه
د یار په غږ پسې سر توره ووتمه
تر حمیدي وروسته عرفان الله خاکسار په خپل وار راغی او غزل یې ولوستو.
انانسر د انقلابي شاعر خان زمان کاکړ په لاندې دوه بیتونو د ترنم لپاره شاهین ناصري را وغوښتو.
د خوشال خټک د پلونو خاورې ښکل کړم
له مستۍ و رقیبانو ته ښکنځل کړه
چې مې ځان کړ حواله د قام و غم ته
یو سړی وم خدای په څو ورځو کې سل کړم
ناصري د لوی شاعر پیر محمد کاروان د لاندې مطلع بیت غزل په مزه ـ مزه ترنم کړ.
راشه د رحمت بارانه ښار اخیستی اور دی
ژوند لکه د کلي د چنار اخیستی اور دی
سلیمان تلاش راغی او خپل غزل یې ولوستو چې لاندې بیت یې د ګډونوالو د ډېر داد جوګه شو.
د وحشت ښاره ستا خوني غېږه کې
د چا د ســـــــــترګو په رضا پاتې یو
حبیب خیال د ترنم لپاره دريځ ته دعوت شو او په غمېدلي او ژړونکي کمپوز یې لنډۍ ترنم کړې.
ته په مات شوي بنګــــــــــــــــــــړي ژاړې
زه په مات شوي زړګي کړس خندا کومه
زوی یې اول نه لېـــــــــــــــــــــــــــونی و
مور ته یې وايـــــــــئ ما دې نه بدناموینه
احمد جمال ـ جمال ته د ګډونوالو لخوا د غزل ویلو اسرار وشو چې راغی خپل د لوړې کچې یو بیت یې وویلو.
د مشاعرې د اخرني ګډونوال په حیث د غونډې ویاند احمد موساخېل د لایق ذاده لایق مرحوم د لاندې بیت مکمل غزل له هندي راګونو سره مل ترنم کړ.
نن مې ګڅه سترګه رپي، نن مې بیا زړه ورخطا دی
خدای خبر چې به وي څنګه، ډېر یاد شوی مې اشنا دی
د غونډې/ مشاعرې د ارزونې لپاره ښاغلي رستم جلالزي ته بلنه ورکړل شوه.
ښاغلي جلالزي وویل: (( د بهیر هره غونډه د ادبیاتو د پوهنځي حیثیت لري، دا د ختيځ ادبي بهیر د لویې ادب پالنې ښکارندویي کوي چې په مسلسل ډول د پښتو شعر و ادب د د حقدارو لیکوالو او شعراؤ تلینونه لمانځي ژوندو ته ډاډ ورکوي او مړه یادوي.))
ښاغلي جلالزي څه سالم ملاحظات او مشورې هم لرلې چې ټولو ملګرو پرې د عمل ژمنه وکړه.
غونډه د دعا تر کولو او ګروپي انځور اخیستلو وروسته پای ته ورسېده.