شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورخم د پرانیستلو په اړه د افغانستان او پاکستان خبرې ناکامې...

د تورخم د پرانیستلو په اړه د افغانستان او پاکستان خبرې ناکامې شوې

تاند (سې شنبه، د جدې ۲۶ مه) افغان او پاکستاني سوداګر وايي، د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په اړه د دوو خواوو د چارواکو خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

نیوز ورځپاڼې ته نن (سې شنبې) د پاکستان د حکومت سرچینو ویلي چې د دواړو خواوو چارواکو د تورخم په صفري نقطه کې خبرې وکړې خو ناکامې شوې.

په دې خبرو کې د افغانستان له لوري قاري عبدالجبار حکمت، قاري رفیع الله، قاري محمد او مولوي تکل شامل وو.

د پاکستاني پلاوي مشري د ملېشه ځواک ډګروال رانا عدنان شفیق کوله او څو نور پوځیان ورسره ملګري وو.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، په دې خبرو کې افغان لوري د باري موټرو د چلوونکو او د ویلچر یا څرخچوکیو د مرستندویانو د پاسپورت موضوع مطرح کړه او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان دې په دې برخه کې خپل دریځ نرم کړي ځکه چې دا د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په ګټه ده.

جیو نیوز راپور ورکوي، افغان پلاوي پاکستاني لوري ته وویل، له مخکې تر مخکې اطلاع پرته په تورخم کې د تجارتي فعالیت مخنیوی د ټولنیزو او نړیوالو مقرراتو خلاف عمل دی او له کبله یې کړکېچ او د سوداګرو، ناروغانو او نورو خلکو لپاره کړاوونه رامنځته کېږي.

افغان لوري له پاکستانه وغوښتل چې دا ډول کارونه باید تکرار نه شي کنې د دوو هیوادونو اړیکې نورې هم خبرابوي.

دوی دغه راز وویل چې په سلو کې ۹۰ افغان لارۍ چلوونکي پاسپورټ نه لري.

افغان لوري دا هم وویل چې د طالبانو د حکومت د پاسپورت ریاست د پاسپورت په ورکړه کې ناروغانو ته لومړیتوب ورکوي په تېره بیا هغوی چې د سرطان په شان سختې ناروغۍ لري.

ډګروال عدنان وویل چې دوی د پاسپورت او وېزې شرط د تېر کال د نوومبر په ۲ مه اعلان کړی و خو افغان چارواکي همکاري نه کوي.

وروسته له دې چې پاکستان څلور ورځې وړاندې د افغان سوداګرو پر مخ د تورخم دروازه بنده کړه، افغانستان هم د پاکستاني باري موټرو پر مخ د تورخم لاره بنده کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګري خونې مشر خانجان الکوزی وايي، نه یوازې تورخم بلکې پاکستان نورې ترانزیتي لارې هم بندې کړي دي:

« د چمن لاره له شاوخوا درې میاشتو را په دې خوا د سوداګري مالونو پرمخ بنده ده، د ډنډ پټان د خرلاڅي لاره هم پرون وتړل شوه، د انګورو اډې لاره هم پخوا تړل شوې، چې په دې سره زموږ او د پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوي، چې له دې امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په ملیونونو ډالره زیان اوښتی.»

د تورخم دواړو خواوو ته شاوخوا ۳ زره په میوو، ترکاریو او نورو تجارتي مالونو بار لارۍ ولاړې دي.

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، د ترانزیتي لارو د بندېدو له کبله ډېر مالي تاوانونه ور اوښتي او د میوو دانو په دغه موسم کې د هغوی اکثره مېوې او سبزۍ خوسا شوي دي.

2 COMMENTS

  1. چه په واخان کار شروع شوی ،دغه هیواد په اور کی سوزی ، راځی له نورو هیوادو له لارو خپل تجارت شروع کړی ، د بی عهده او بی شرمه هیواد نور يریږدی ، د ناروغانو لپاره ایران هیواد ښه بدیل دی، خو هسی زمونږ هیوادوال تری خبر ندی هم ارزانه او باکیفیته

  2. که طالب رښتیا خپلواک وي د پنجاب دغه لارې د بیخي بندې کړي او په زغرده د ځواب ورکړي چرګ کم غول یې کم. خو طالب خبیث تر اوسه د غلامي ځنځیر له غاړې نه ده لرې کړئ. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب