سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد اطلاعاتو او کلتور مرستیال: اسلامي امارت هیڅکله کتابونه نه سانسوروي

د اطلاعاتو او کلتور مرستیال: اسلامي امارت هیڅکله کتابونه نه سانسوروي

تاند (سې شنبه، د جدې ۲۵ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي پر کتابونو د سانسور په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د دغه وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په یوه غونډه کې وویل چې اوس تر بل هر وخت د علمي کارونو او لیکوالۍ لپاره ښه شرایط برابر شوي دي.

ده دا خبره په کلکه رد کړه چې ګنې د طالبانو حکومت پر کتابونو بندیز لګولی دی:« اسلامي امارت هېڅکله پر کتابونو سانسور نه لګوي؛ خو دا زموږ مسئولیت دی، د هغو کتابونو چې د زهر په ډول جوړ شوي او په کې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې او د سمتي، لساني او نورې لانجې د بیا راپورته کولو هڅې شوي دي؛ مخه ونیسو.»

په وروستیو څو لسیزو کې په افغانستان کې یو شمېر داسې کتابونه خپاره شوي چې نه یوازې قومي نفاق ته لمن وهي بلکې هڅه پکې شوې چې د افغانستان تاریخ، ملي هویت او جغرافیه جعلي وښيي.

خو له دې سره سره ځینې خپروندویې ټولنې وايي چې د طالبانو له لوري دوی ته په سپارل شوي لیست کې داسي کتابونه هم شته چې له ملي او مذهبي اقدارو سره په ټکر کې نه دي.

یو شمېر رسنیو ادعا کړې چې طالبانو د شیعه مذهب د پیروانو کتابونه هم ټول کړي خو تراوسه پورې هیڅ خپروندویې ټولنې دا ادعا تایید کړې نه ده.

ځینې فرهنګي شخصیتونه وايي، د طالبانو له رژیم سره به د کتابونو د سموالي او ناسموالي په اړه ستونزه به تر هغو دوام لري چې په دې برخه کې ښکاره قوانین او لایحې نه وي تدوین شوي.

دوی استدلال کوي، ممکن یو شمېر طالب چارواکي یو ډول کتابونه د سانسور وړ وبلي او ځینو ته بل ډول کتابونه د سانسور وړ ښکاره شي. نو پکار ده چې قانون او مقررات وي څو هم خپرندویې ټولنې او هم لیکوال وپوهیږي چې څه بازار ته وړاندې او څه وړاندې نه کړي.

مولوي عزیزي، له فرهنګي او علمي سازمانونو او بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د کتاب، کتابدارۍ او مطالعې د ترویج او ودې په برخه کې، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرستې او همکارۍ ته ورودانګي او په دې لاره کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

د هنر او فرهنګ معین ډاډ ورکړ چې د دوی حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب، کتابتون او کتابدارۍ برخې ته ډېره پاملرنه کړې او د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو او پراختیا لپاره یې هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب