Homeخبرونهلوګر کې د یوې نوې سیمه ییزې راډیو د خپرونو پیل

لوګر کې د یوې نوې سیمه ییزې راډیو د خپرونو پیل

تاند (دوشنبه، د جدې ۲۵ مه) په لوګر کې د عینک په نوم یوه نوې راډیو پرانیستل شوه.

د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې د دغې راډیو ترڅنګ په لوګر کې ۶ نور دولتي او خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.

په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د دوی رژیم د رسنیو پوره ملاتړی او همکار دی .

مجاهد له رسنیو غوښتنه وکړه، چې د شریعت په چوکاټ کې او دغه راز د دوی له پالیسۍ سره سم خپل رسنیز کارونه په ډاډه ډول مخته یوسي.

د طالبانو رژیم په پراخه کچه د بیان ازادۍ په نقض تورن دی او ویل کیږي، چې سلګونه خبریالان د دوی له لاسه هېواد پرېښودو ته اړ شوي.
طالب چارواکي او ویاندویان بیا په دې اړه د رسنیو او خبریالانو د مدافع بنسټونو راپورونه بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...