شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد نیمروز والي وايي، له انتحاري بریده روغ ووت

د نیمروز والي وايي، له انتحاري بریده روغ ووت

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د طالبانو د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د ولایت په مقام کې له نننۍ حملې تر روغ وتلو وروسته تایید کړه چې درې ساتونکي یې برسېرن ټپیان شوي دي.

خالد په یوه ویدويي پیغام کې ویلي، مخکې تر دې چې بریدګر انتحاري واسکټ وچاودوي، د دوی ساتونکو وویشت او ورسره هممهاله چاودونکي مواد وچاودېدل.

تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و، د نیمروز ولایت په مقام کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي او انتحاري حمله کوونکی وژل شوی.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویندوی ځايي رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو یو انتحاري د ولایت په ودانۍ کې وپېژانده او هغه خپل چاودونکي مواد وچاودول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پر خپله ایکسپاڼه، یا پخواني ټویټر لیکلي چې په دې چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې لږترلږه ۵ چاودنې شوي.

تېره اوونۍ په کابل کې څلور او په بلخ کې یوه چاودنه وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب