Homeخبرونهد نیمروز د ځانمرګي برید په اړه د طالبانو د کورنیو چارو...

د نیمروز د ځانمرګي برید په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په نیمروز ولایت مقام کې د ننني ځانمرګي برید په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: نن غرمه د نیمروز ولایت مقام مخته یو ځانمرګی بریدګر هغه مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو چې د ولایت ودانۍ ته یې د ننوتلو هڅه کوله، د یادولو ده چې د بریدګر پر تن د چاودېدونکو توکو د انفجار له امله دری تنه مجاهدین ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د استخباراتو یوه مطبوعاتي مسوول جواد څارګر بیا د نیمروز لپاره د طالبانو د والي شېخ محمد قاسم خالد عکس خپور کړی او ویلي، چې هغه روغ رمټ دی.

شېخ خالد د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله له تر ټولو نیږدې کسانو څخه ګڼل کیږي، چې ډېر ځله د داعش ډلې خلاف په توندو ټکیو غږیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....