Homeخبرونهشېخ دلاور: د مس عینک پروژې عملي کار به ژر پيل شي

شېخ دلاور: د مس عینک پروژې عملي کار به ژر پيل شي

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د طالبانو د بین الوزارتي کمېټې په ناسته کې، د مس عینک کان د استخراج د عملي کار پر پیل ټینګار شوی دی.

باختر آژانس لیکلي، په دې ناسته کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او نورو یو شمېر اړوندو چارواکو ګدون درلود؛ شېخ دلاور د یادې پروژې پر ارزښت خبرې کړي او د مس عینک کان د استخراج د عملي کار پر پیل یې ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې، د مس عینک کان قراردادي مسئولینو د پروژې د عملي کار د پیل ژمنه کړې او ویلي يې دي: «زموږ شرکت په خپلو ژمنو ولاړ دی او ژر به د یادې پروژې عملي کار پیل کړو».

د مس عینک کان د هېواد په کچه له لویو او مهمو کانونو څخه دی چې د طالب چارواکو په وینا، د عملي کار په پیل سره به یې زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینې کې به مهم رول ولوبوي.

1 COMMENT

  1. د ډبرو سکاره خو د پنجابیانو روزي شوه ، اوس نوبت د لوګر د عینک د مسو کان دی . سرپرست حکومت او دومره صلاحیت ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...