Homeخبرونهطالبانو په تخار کې د حزب التحریر ۱۵ غړي نیولي

طالبانو په تخار کې د حزب التحریر ۱۵ غړي نیولي

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) راپورونه وايي چې طالبانو لږترلږه ۱۵ تنه د حزب التحریر د غړیتوب په تور په تخار ولایت کې نیولي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس په تالقان ښار کې د یوې سرچینې په قول نن خبر ورکړ چې دا کسان په یوه کور کې نیول شوي دي.

د خبر پر اساس، له نیول شویو کسانو سره د حزب التحریر تبلیغاتي پاڼې موندل شوي دي.

نیول شوي کسان په تالقان کې د استخباراتو ریاست ته بیول شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې تېره میاشت په بدخشان ولایت کې لسګونه کسان د حزب التحریر د غړیتوب په تور نیولي وو.

تېر کال د افغانستان ځینو رسنیو ویلي و چې په دې هیواد کې د حزب التحریر پر فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

دا ډله، داعش ته ورته افکار لري خو پوځي فعالیت نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...