دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه زرنج کې چاودنه شوې

په زرنج کې چاودنه شوې

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د راپورونو له مخې، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، چاودنه د نیمروز د والي دفتر ته څېرمه شوې.

د دغو سرچینو پر اساس، طالبانو یو انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، وویشت او د انتحاری واسکټ چاودونکي مواد یې یې وچاودېدل.

ځینو ځايي سرچینو ویلي چې چاودنه د ولایت په مقام کې شوې.

تراوسه پورې د دې چاودنې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې لږترلږه ۵ چاودنې شوي.

تېره اوونۍ په کابل کې څلور او په بلخ کې یوه چاودنه وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب