د برماڼو کیسه به د تهکال د یو سفزو د یوه خان، ارشادخان له کوره راواخلم چې زه او څو تنه نور افغاني یاران ورکره مېلمانه وو. مېلمانه څه خو چا ویل چې د ارشاد خان کور کې ټنګ ټکور دی، راځئ ورشو. ارشاد خان چې ښکلی دنګ زلمی و، ښه ارمونیه (با جه) یې وهله، ښکلې سندرې یې بللې او د تهکال د نورو خانانو بد اېسېده، ځکه چې هغوی ویل، ارشاد ډمګري کوي، د خانانو نوم یې بد کړی دی. خان باید شړۍ له ځانه تاو کړې، جګه سولکه، شملوره پګړۍ دروند، په اوداسه، په توغمه کې ناست وي، چې ډېره د خندا خبره وي، او خان مازې ورته موسک شي، نړیوال دې شکر وباسي.
خو ارشاد خان باغي و، هره شپه بنډار، شراب کباب، چرس او خدای خبر نور څه منهیات (هغه څه چې نهی کړي دي شریعت، او ابلاغ شوي دي عوامو لره د علماو له جانبه چخه) خان صیب او بنډارملانو یې دا ټول کول سره له څه نورو سیئه اعمالو، هغه هم، په شپو کې د جمعې مبارکې.
نو په دې شپه چې موږ، خدای مې دې نه ګنانګاروي، د ډګرمن رحمت الله بروت
(د سردارولي ناظر) په ټونګ ورغلي وو، نو هر څه تیار وو. خان صیب د رحمن بابا، علیخان، ملیخان، میرزا خان او نورو پخوانو خانانو او د حمزه په شان باباګانو شعرونه، چې دوی ورته کلام وایه، نظمونه په ښکلي (انداز کې) وویل. چې ما ورته کتل دا صوفیانه او زاهدانه اشعار د هغو شرابو سره نه جوړېدل چې په وقفو کې د خان د مټتیو له خوا په جامونو کې په مېلمنو وېشل کېدل، د ځانه سره مې وویل، خان د اهم کوي، دا هم. ما چې ولېدل همدغه دوه مخي د پاکستان په ټولو کالج لوستو کې خپره ده. هم وعظ هم بزم، هم د زمزم تږی، هم د شرابو لېوال. هم اسلامي پاکستان، هم فرنګي بیروکراسي.
خان صیب، د موسیقۍ په وقفه کې موږ افغانانو ته هم هرکلی ووایه، او ست یې وکړ چې که د سندرو فرمایش لرو. چې موږ څه و نه ویل نو پخپله خان صیب وفرمایل،
«اوس به د خپلو اغواني وروڼو په خوښه یو ه سندره پېش کړم.» بیا یې په آب و تاب، البته د تېروتنې سره د: بیا کډې بارېږي، بدله وویله. یا مې دې خدای مړه کي، چې مړه شم په اوښانو کې…. . بدله وویله، خو ډېره لنډه بوچه یې کړه، ځکه چې د پېښوري اورېدونکو لکه چې خوښه نه شوه، تاوده تاوده ارږمي یې اېستل. وروسته ډوډۍ راغله. یاده دې شي چې دا څلورم یا پنځم ځل و چې ما د لرنو پښتنو ډوډۍ
خوړله. یو ځل، په لواړګه کې، د حمزه بابا د څلوېښتۍ خیرات، بل ځل د غنی خان کور کې، دریم ځل د پرېشان خټک کره، څلورم ځل د فدا یونس له خوا په پېشاور کلب کې. نور نو قسم مې دې نه وي چې که د پټانانو په (روټۍ) مې څکه هم کړې وي، بلکه چې دوی سره مې ډوډۍ خوړله تل به د برنيانو مېلمستیا وه. نور خو ښکلي، مهربانه زلمیان و، پښتو یې هم په نحوه کې د برنیانو بهتره وه. دا یو څه تفصیل غواړي:
د افغانستان د پښتنو د ښوونځيو او کالجونو وروستی تم ځای تل کابل و. که به دې د ننګرهار پوهنځی لوستی و که د کندهار، د کاروبار، تنخواه، او کامیابۍ سوړه کابل وه، که رئیس کیدۍ که وزیر کېدې دا دې فرض و چې د کابل د بیروکراسۍ نه پرچه واخلې او چې داسې وه نو ضرور به دې پښتو کړکیچو کوله، شپون ته به دې اشپون ویل، مرستون ته مه رستون، لمر ته المر، زمري ته ازمری. همداسې په دې نحوه هم فارسي کوله. په اول سر کې به درنه د (به او نورو تړاو تورو) ځای تری تم شو. ویل به دې چې: هلکه، ته سبا را به شې. خلک تا ته به را یه درکړي…… بیا به لوری درنه ورک شو: ما ته پیسې ور به کړې، تا ته ډوډۍ راکوم. د نر ښځې حساب به درنه غلط شو او غونډه پښتو نحوه به دې داسې لګېده لکه د پاړسي نه دې ترجمه کړې وي. شکایت به دې کاوه چې: متاسفانه، پښتو له بینه شخه لاړه.
محمد ګل خان مومند بابا په کاڼي لیکلي چې کابل د پښتو (هغه پښتنو ویلي دي) هدیره ده.
عملیه څه داسې روانه ده. په نالوستو پښتنو کې کوم هوښیاریا مخور، خپل زوی و جومات ته استوي چې سیپاره زده کړي. چې د ملا سره یې ایجیګي رواني شوه، مانا چې توري یې سره په آسانه ولوستل نو بیا په کنز، منیه، مستخلص، نورالضلم، وړوکې او لویې هدایې… پېښه وکړي چې هغه یې هم ولوستل دا وخت خط و برېت طالب، ورپسې ملا، مولوي شئ. دا وخت، بلکه د ملایت په پړاو کې یې هم پنجکتاب او نور زیړپاڼي پاړسي کتابونه ورسره غبرګ کړي وي. خو تلفظ به یې لا د پښتو په فونیک ولاړ وي. بیبي (زما نیا) دې خدای وبښي، په کلي کې د « زبرګه ملا یڼه» په نامه مشهوره وه، مانا بزرګه ملا. هغې به موږ ته پاړسي نظمونه را زده کول چې اوس پوهېږم، توري یې سم خو لهجه یې د پښتو د تینتال (ضربې) سره سمه کړې وه، «ای مصلي بیا طهارت کنې+ خانه یې دین خودې عمارت کنې.» یا به یې مانا واړوله، «در پی مردار چون کرګس مرو» پام کوه چې په مرداره کې، کنګس ونه خورې، مانا سر په څېړۍ و نه لوېږې. (ف او پ) په یې تل سره مروړل او بدلول. د حمد بیت یې داسې شروع کاوه: «شکر ګویم مر خدای فاکو (پاک) را+ آنکه ایمان داد مشت خاکو را+ پې فدر(پدر) پرزند فیدا او کند+ طپل (طفل) را در مهد ګویا او کند» د ټولو پښتنو، په تېره د ملا یانو د (ف) سره داسې ورانه ده لکه خوشالخان د مغل سره.
دا هسې سریزه وه. مطلب مې د دې خبرې کول و چې د مومند بابا له خبرداري سره سره همدا ملایان او طالبان بیا د پلرونو یا دوستانو په واسطو کابل ته را شېوه شول، هلته یې د کتابت او د دفترونو د پیاده ګرۍ نه شروع وکړه، چې څومره یې پښتو هېروله، پاړسي یې بې چوخسه ویله، هماغومره یې ترقي وه. البته پښتانه هوښیار خلک دي، له پښتو نه یې هم د همدې ترقۍ د پوړۍ د اندرپایې کار اخیست. پښتو ټولنه او کابل مجله، یا د هېواد ورځپاڼه، کابل رادیو په تېره د پښتونستان غورځنګ او د بخت دغسې نورې کړکۍ د همدغه بهیر بېلګې دي. د دې سلسلې مراتب څه نه داسې دي. چړي، طالب، ملا، فخری کار یا څلورم کاتب، پښتو لیکوال (زیاتره شاعر)، رتبوي یا مقامي ترقي (له کاتب نه تر رئیس پورې)، بیا نو بخت وشنې. که یې په پاړسۍ کې د ف او پ د کارولو ځایونه سم او بې چوخسه و، داسې چې په وینا یې د مقاماتو ګمان رانغی چې دی پښتون الاصله دی، نو بیا د وزارت، سفارت، صدارت او حتی د جمهوري ریاست ورونه ورته پرانیستې دي. دا وخت نو د ده د خېلخانې غم نشته، ټول د ده په شان، بلکه تر ده بهتره د پښتو او پښتنو نه پردي شوي دي. هله نو، دا تش په نامه پښتون، د بې تعصبه، پراخ نظره، د ملي وحدت طرفداره القابو، تمغو او میډالونو مستحق دی. تر دې حده چې یو لوړ افغاني میډال چې په اول کې یې نوم «لمر اعلی نښان» و، مقاما تو یو (الف) ورزیات کړ او رسمي نوم یې «المر اعلی نشان» شو. ګویا هر که در کان نمک رفت نمک شد.
بنډارمل = د بنډار شریکان
له بینه شخه لاړ= له مینځه لاړ، د ځینو پښتنو، لکه د لوګریانو لهجه
مټتی= هر خان یو نوکر لري چې په عام مجلس کې غږېږي خان صیب پرې بړیچ وهي
ټتېږه= ګویا دا سړی د خان صیب مټتی دی، د ننګرهاریانوپه ژبه
د ۲۰۰۸ اپرېل