Homeخبرونهد کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت

د کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت

تاند (دوشنبه، د جدې ۲۵ مه)د  کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول.

د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.

سرچینې په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

د دغه فراغت اړوند په خپور شوي تصویر کې لیدل کیږي، چې ټول فارغان نارینه دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی له نجونو څخه په ښوونځیو کې له شپږم څخه د پورته ټولګیو او په پوهنتونونو کې یو مخ د زده کړو حق واخیست.

د دې ترڅنګ یې د نجونو د زده کړو خصوصي مرکزونه هم وتړل.

د کندهار له طب پوهنځي په داسې مهال نارینه ډاکټران فارغیږي، چې د طالبانو د روغتیا د وزیر په وینا، افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

1 COMMENT

  1. توی د ملا هیبت خینزیر خپله ښځه همدی داکترانو ته ورولی چی تجربی پری وکړی هڅی پنجابی ډاکتران سمبه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...