تاند (دوشنبه، د جدې ۲۵ مه) د ایران یوه سرحدي مقام مجید شجاع ویلي، چې تېره اوونۍ له دغه هېواده تر ۲۵ زرو زیات افغان کډوال شړل شوي.
هغه ادعا کړې، چې دغه کډوال په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو.
ایراني چارواکو او رسنیو د دغو کډوالو د معلومولو د پروسېجر او دغه راز ورسره د چال چلند په اړه جزیات نه دي ورکړي.
ایران په پرله پسې توګه تورنیږي، چې د پاکستان په شان د افغان کډوالو په ایستو کې د دوی بشري حقونه نقضوي او د ناوړه چلند ترڅنګ د دوی شتمنۍ او جیبونه لوټي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني څه موده مخکې تایید کړې وه، چې له دې امله ایران نه ایستل شویو افغانانو شکایت ورته کړی.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، هره ورځ زرګونه افغانان په ناقانونه لارو ایران ته په دې هیله ځي، چې یا هلته کار ومومي او یا د دغه هېواد له لارې اروپایي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.
شدید فقر، بېوزلي او د طالبانو لخوا د دغو افغانانو د حقونو نقض او ورڅخه غچ اخیستنه د کډوالۍ د دغه بهیر لوی لاملونه یادیږي، خو طالب چارواکي خپله ملامتي ردوي.