شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمجاهد طالب ویاندیانو ته؛ تاریخ وګورئ په دیکتاتورۍ حکومت نه کیږي

مجاهد طالب ویاندیانو ته؛ تاریخ وګورئ په دیکتاتورۍ حکومت نه کیږي

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۱ مه) په داسې حال کې چې له رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو د رژیم د ناوړه چلند پرله پسې ادعاوې کېږي، د دغه رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د طالب ویاندویانو په غونډه کې دوی ته ویلي چې په دیکتاتورۍ، فشار او سانسور حکومتونه نه چلیږي.

هغه دوی ته په خطاب کې ویلي، چې تاریخ وګوري څو پوه شي چې د زور رژیمونه منفي وو او ناکام شوي دي.

د طالبانو عمومي ویاند دغه راز له نورو ویاندویانو غوښتي، چې رسنیو ته معلومات ورکړي او د ملګرتیا له مخې ښې اړیکې ورسره وپالي.

هغه تر دې مخکې ویلي وو، چې د رسنیو لپاره د دوی جوړ شوی قانون، د دوی د عمومي مشر ملا هبت الله دفتر کې د هغه د ارزونې او توشیح لپاره په تمه دی.

د ذبیح الله مجاهد په ګډون ګڼو طالب ویاندویانو په پرله پسې ډول له خبریالانو او رسنیو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړي او بې اساسه یې ګڼلي دي.

خو د رسنیو او خبریالۍ ګڼو ملي او نړیوالو بنسټونو د طالبانو رژیم د بیان ازادۍ په پراخ نقض تورن کړی او توندې نیوکې یې پرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب